شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهچارواکي: سیغان او چخانسور ولسوالۍ بېرته د افغان پوځ لاسته ورغلې

چارواکي: سیغان او چخانسور ولسوالۍ بېرته د افغان پوځ لاسته ورغلې

تاند (جمعه د سرطان ۲۵) د بامیان ځايي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د دغه ولایت سیغان ولسوالي بیرته له طالبانو څخه ونیوله.

د بامیان ولایت مطبوعاتي دفتر نن جمعه په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې د یادو عملیاتو مشري د بامیان د والي محمد طاهر زهیر کوله او تر څو ساعته نښتو وروسته یې وسله وال طالبان له دغه ولسوالۍ څخه واېستل.

ښاغلي زهیر ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونوالو په ګډه د طالبانو پر ضد عملیات وکړل او په وینا یې چې اوس مهال د سیغان ولسوالۍ ټولې برخې د افغان ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونوالو په لاس کې دي.

سیغان ولسوالي درې ورځې مخکې د طالبانو لاسته لوېدلې وه.

نوموړي زیاته کړې چې د دغه ولایت کهمرد ولسوالۍ او «دو آب میخ زرین» ساحو کې هم د تصفیوني عملیات شروع شوي او په وینا یې چې ډېر ژر به یې د طالبانو له حضور پاکې کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت بیا وايي چې افغان ځواکونو د نمیروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ هم تیره شپه له طالبانو څخه پاکه کړې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان خبریالانو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې اوس مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دغه ولسوالۍ کې حضور لري.

امان زیاته کړې چې په یادو عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو طالبانو تراوسه په دې هکله تبصره نه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب