جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد جګړې شدت؛ امریکا افغانستان ته ۷ جنګي هلیکوپټرې ورکړې

د جګړې شدت؛ امریکا افغانستان ته ۷ جنګي هلیکوپټرې ورکړې

تاند (جمعه د سرطان ۲۵) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امریکا له افغانستان سره د اوو جنګي هلیکوپټرو مرسته وکړه.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ټاکل شوې دغه هلیکوپټرې نن د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارل شي.

ښاغلي امان زیاته کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به له افغانستان سره د نورو هلیکوپټرو مرسته هم وشي.

امریکا تر دې مخکې هم له افغانستان سره د الوتکو مرستې کړي دي.

د یادونې ده چې امریکا داسې مهال له افغانستان سره د الوتکو مرسته کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او تر بل هر وخت الوتکو ته اړتیا زیاته شوې ده.

1 COMMENT

  1. جګړه په زور او قوت پرمخ بیول کېږي. که افغان حکومت زور لري نو و دې کاروي. او که زور نه لري، په خبرو او ګیلو هېڅ نه ترلاسه کېږي. هغو کسانو چې په تېره کې ښې ناقانونه ګټې کړي، هغوی دي جګړې ته ورودانګي. تښتي دې نه. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب