جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان په هکله د امرالله صالح څرګندونې؛ رحمت الله نبیل وايي...

د پاکستان په هکله د امرالله صالح څرګندونې؛ رحمت الله نبیل وايي لویه جرګه دې راوغوښتل شي

تاند (جمعه د سرطان ۲۵) د ولسمشر غني لومړی مرستیال وايي، د پاکستان هوايي ځواک او اردو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیا نیول کېدو د هڅې په تړاو افغان دولت ته خبرداری ورکړی دی.

امر الله صالح تېره شپه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د پاکستان هوايي ځواک، دا مهال د وسله ‌والو طالبانو د ملاتړ لپاره لاس په کار شوی دی.

ښاغلي صالح پر خپل ټویټر په یوه جلا ټویټ کې لیکلي چې په دې هکله اسناد او شواهد هم له ځینو رسنیو سره شریک کړای شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال له خلکو غوښتنه کړې چې د افغانستان د عزت د خوندیتوب لپاره سره یوموټي شي.

د صالح دې څرګندونو ته د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل په ځواب کې لیکلي، که د نوموړي څرګندونې ریښتیا او سمې وي دولت باید په دې اړه رسمي اعلامیه خپره کړي، لویه جرګه دې راوغوښتل شي او په دې اړه دې ملي پرېکړه وشي.

نبیل زیاته کړې، که دغه ډول اقدام ونه شي نو دا هسې یو شعار او فیسبوکي کمپاین دی چې صالح یې د ځان لپاره کوي.

رحمت الله نبیل دا هم ویلي پاکستان ٢٠ کاله کیږي چې د ترهګرو لپاره يې خوندي پټنځای ورکړی او ملاتړ يې کوي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان نورو چارواکو هم پاکستان د طالبانو په مستقیم ملاتړ تورن کړی او د پاکستان په خاوره کې دننه ‌یې د طالبانو د ډلو د تنظیم وېډیوګانې شریکې کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم څه موده وړاندې تایید کړه چې د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دېره دي، بېلا بېل سهولتونه ورته برابر او په جګړو کې ژوبل شوي او وژل شوي جنګیالي یې هم همدې هېواد ته وروړل کېږي.

4 COMMENTS

  1. دا احمقان په دې حال کی هم یو بل سره لکه د شلیته ښځو په شان په ناندریو بوخت دی ورسه وګوره چی طالبان د ورځې څو ځوانان لکه د پسه په شان پرځمکه څملوی او حلالوی سلګونه کسان کلیوال یی د حلالول ننداری ته راغواړی ورسه وګوره د یو ځوان لاس څګه پری کوی د سنسګسار پېښې خو یی عادی شریعت دی.
    ته نبیل اوس هم د پکستان په هکله شک کوی که تکړه یی یوه سنګر ته لاړ سه که تکړه یی یو څو روپۍ د ښاروالی مخکی پرتو کونډو یتیمانو ته خیرات ورکه که دومره احساس لری د خپلو خیالی باډیګارډانو یو څو روپیو باندی دی دی یوه ښوونځي یو قرضدار معلم سره کومک وکه چی په سرک تیریږی یو ډله موټر درپسی وی په خلکو لاری بندوی نبیله ځان دی وشرماو یو له بله بدتر یاست ولس هم له تاسو او هم له چټلستان او دهغه له غلامانو کرکه لری

  2. AFGHANS MUST TOGETHER STANDUP AGAINST PAKISTAN,
    THIS WAR IS SUPPORT AND UNDER ORDER OF PAK ARMY.
    WE HAVE TO DEFINSE OUR COUNTRY.
    THANK YOU

  3. دا هرڅه چې نن روان دي، دا ټول امریکایانو ډیزاین کړي او د نقشې سره سم یې په افغانستان کې پلي کوي. اوس دا د پاکستان او ای اس ای خبرې که څه هم چې رښتیا دي خو زړې شوي دي. د پاکستان په پارلمان کې په زغرده نارې وهل کېږي چې د افغانستان جګړه زمونږ د دفاع جګړه ده. نور نو کوم ثبوت غواړئ، اوسني حکومت داسې څه و نه کړل چې سړی ځان ورباندې قربان کړي. هېڅ یو ملي بنسټ یې جوړ او پیاوړی نکړ. یوازېنی بنسټ چې ښه وده یې وکړه او ډېر قوي شو هغه فساد، رشوت، چور، چپاول، غصب او هېوادپلورنې بنسټ دی. نور نو څه نشته. طالبان وایي چې که قران او سنت بدلون موندلی وي، نو دوی به هم بدل شوي وي. طالبان هم په یوویشتمه پېړۍ کې په هېڅ توګه د دې هېواد مشري نه شي کولای. هېواد د یوه لوی او خطرناکه ناورین سره مخ دی او د ژغورنې یواځېنۍ لاره یې د الله تعالی معجزه ده که وشوه. خو فکر نه کوم چې معجزه دې وشي. مننه

  4. افغانانو دخدای، قرآن او رسول لپاره سره یو شي. د خپلو پلرونو، خویندو میندو، ماشومانو د عزت او بقا لپاره يو شئ. د پاکستان په پليدی او شیطانت چې هر څوک شک کوئ احمق دی. دوی له هر څه په رڼا ورځ انکار کوي. د طالب له روزلو، د هغوی سره له مرستې نه او ددې ټولې بدبختۍ نه چې دوی افغانستان کې روانه ساتلې. اسامه د پاکستان د پوځ په میلمستون کې لس کاله پروت و او دوی ترې انکار کاوه او بلاخره یې و مري غل په تخته لاړل او امریکا اسامه د باکستان په مهمانخانو کې وواژه. نور شک په کار نه دی. که غیرت لرئ سره یو شئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب