Home+د فولوکس واګون نیمايي موټر به الیکتریکي وي

د فولوکس واګون نیمايي موټر به الیکتریکي وي

تاند- د جرمني فولوکس واګون کمپنۍ په پام کې لري الیکتریک موټر ډېر جوړ کړي او تر ۲۰۴۰ پورې د دې کمپنۍ نیمايي موټر الیکتریک وي.

دا کمپنۍ همداراز غواړي چې د خپلو الیکتریک موټرو د بېټریو ظرفیت نور هم لوړ کړي.

حاضردمه په نړۍ کې ۵ ملیونه او ۶ لکه الیکتریک موټرونه شته چې ورڅخه کار اخیستل کېږي خو ورځ په ورځ یې شمېر په زیاتېدو دی.

د بلومبرګ د وروستي راپور له مخې، تر ۲۰۴۰ پورې به د نړۍ په سلو کې ۵۸ موټرونه الیکتریک وي.

تر ټولو ډېر الیکتریک موټرونه په امریکا کې جوړېږي او د امریکا پر سړکونو ګرځي خو د الیکتریک بیټریو تر ټولو لوی تولیدونکی چین دی.

دا هیواد د الیکتریک موټرو په درو کې دوې برخې جوړوي. د الیکتریک موټرو بیټرۍ د ټول موټر د بیې په سلو کې څلوېښت ارزښت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...