شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهازبکستان په افغانستان کې پر مهمو او بنسټیزو پروژو پانګونې ته تیاری...

ازبکستان په افغانستان کې پر مهمو او بنسټیزو پروژو پانګونې ته تیاری وښود

تاند (سه شنبه د دلوې ۱۴) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په تاشکند کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر سردار اوکتاموېچ اموروزاکوف سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د شپې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي: « دواړه لورو د مزارشریف – کابل – پیښور د ریل پټلۍ پروژې په پلي کیدو باندې خبرې وکړې او د دې پروژې بشپړیدل د سوداګرۍ، اقتصادي ودې او د سیمه ایزې اړیکو په پراخولو کې خورا مهم وبللې.»

په خبرپاڼه کې راغلي، ازبکستاني لوري ویلي چې دوی د یوه با ثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي نو له همدې امله له افغان سولې سره پوره همکارۍ ته تیار دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې حنیف اتمر ازبکستان د افغانستان ښه ملګری یاد کړی او له دغه هېواد یې غوښتي چې د افغانستان په بنسټیزو پروژو پانګونه وکړي.

ازبکستاني لوري هم ویلي چې دوی په افغانستان کې پر مهمو او بنسټیزو پروژو پانګونې ته تیار دي.

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د یوه پلاوي په ملتیا د ازبکستاني چارواکو سره د د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه تاشکند ته تللي دی او هلته یې له یو شمېر ازبکستاني چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب