پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
Homeخبرونهدفاع وزارت وایي، طالبانو پر ژمنو عمل نه دی کړی، ښايي بهرنیان...

دفاع وزارت وایي، طالبانو پر ژمنو عمل نه دی کړی، ښايي بهرنیان و نه وځي

تاند (سه شنبه، د دلوې ۱۴) د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شامحمود میاخیل په خپله یوه مرکه کې ویلي طالبانو پر خپلو ژمنو هېڅ راز عمل نه دی کړی او ښایي لت همدې امله بهرنیان ونه ووځي.

د میاخېل په وینا دغه ډلې نه تاوتریخوالی کم کړی، نه اوربند ته تیار شوي او نه یې هم په مذاکراتو کې پرمختګ ته لار هواره کړې ده.

میاخیل وایي همدې مسایلو ته په کتو ښایي طالبان د دې لامل شي چې په هېواد کې د بهرنیو سرتېرو حضور دوام وکړي.

د نوموړي په خبره بهرني ځواکونه تل وایي چې شرایطو ته په پام به په افغانستان کې د خپل حضور یا وتلو په اړه پرېکړه کوي نو ظاهرا داسې ښکاري چې شرایط د بهرنیانو وتلو ته برابر نه دي.

دفاع وزارت داسې مهال د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو احتمالي خبر ورکوي چې، وړمه ورځ بهرنیو رسنیو هم د ناټو د سرچینو په خواله ویلي وو چې بهرني ځواکونه له افغانستان نه ونه ووځي چې، بیا وروسته دا خبره رد شوه.

وسله والو طالبانو هم پر دې خبرې سخت غبرګون ښودلی او دا یې د دوحې د هوکړې خلاف عمل بللی دی.

دوی ګواښ کړی که بهرني ځواکونه تر ټاکلې مودې له افغانستان نه ونه ووځي نو دوی به پرې خپل بریدونه پیل کړي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%b3%db%8c%d8%a7%d8%b3%d9%8a-%d8%af%d9%81%d8%aa%d8%b1-%da%ab%d9%88%d8%a7%da%9a%d8%9b-%d8%a8/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...