تاند ( دوشنبه د تلې – میزان ۱۴مه) د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته ریاست الوزرا د تذکرو په وېش، تایید او اصلاحي خدمتونو کې د اسانتیاوو په موخه لاندې تازه پرېکړې کړي دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا حکم له مخې هغه بهر مېشتي افغانان چې د بهرنیو هېوادونو اصلي معتبر اسناد (زېږون کارت، پاسپورټ، اقامې سند، لایسنس او ایډي کارت) ولري او له هغې سره سم په حضوري بڼه په لومړي ځل د نوې کاغذي یا الکترونیکي تذکرې او زېږون کارت د اخیستو او تاییدي لپاره د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي او ولایتي دفترونو ته مراجعه وکړي، او له یادو اسناد سره سم د ټاکل شوي حضوري فیس زر افغانۍ ورته اجرات کېږي.
دغه راز هغه بهر مېشتي افغانان چې د بهرنیو هېوادونو اصلي معتبر اسناد (زېږون کارت، پاسپورټ، اقامې سند، لایسنس او ایډي کارت) ولري او له هغې سره سم په حضوري بڼه د کاغذي یا الکترونیکي تذکرې او زېږون کارت د اصلاح خدمتونو لپاره د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي او ولایتي دفترونو ته مراجعه کوي، له یادو اسناد او د نفوسو د احوال ثبتولو د یوشمېر خدمتونو د وړاندې کولو د مقررې سره سم د دوی ټاکل شوي حضوري فیس هم زر افغانۍ وټاکل شو.
په دې پرېکړه کې مهمه خبره دا ده چې دې ادارې ویلي، د تابعیت په تذکره کې د نویو بهرنیو کېسونو مطابق اصلاحات قانوني نه دي.
د طالبانو د یادې ادارې د رهبرۍ هیت د ۸مې ګڼې پرېکړې پر اساس د ۱۴۰۴ مالي کال له پیل وروسته په وېشل شویو تابعیت تذکرو کې له املایي تېروتنو پرته نور اصلاحي خدمتونه د اجرا وړ نه دي، خو د موجه دلایلو په درلودلو سره اصلاحات ترسره کېږي.
همداراز د احصایې او معلوماتو په ولایتي ریاستونو کې د تعلیمي، تحصیلي، پاسپورټ او د بهرنیو هېوادونو د اصلي پاسپورټ، ایډي کارت، زېږون کارت او تعلیمي او تحصیلي اسنادو سره سم په حضوري بڼه تر ۳ کلونو پورې د عمر اصلاح ترسره کېږي.
همدارنګه له یوې د زیاتو تذکرو په لرلو سره هم تر ۳ کلونو پورې عمر د اصلاح وړ دی.