جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهټرمپ وايي، د افغانستان جګړه یې په اسانه ګټلی شوای

ټرمپ وايي، د افغانستان جګړه یې په اسانه ګټلی شوای

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې امریکا “د افغانستان جګړه په اسانه ګټلی شوه”، خو د ده په وینا، سياسي محدوديتونو د يوې قاطع پوځي بريا مخه ونیوله.

ټرمپ دا څرګندونې په ويرجينيا ايالت کې د امريکايي سمندري ځواک د ۲۵۰مې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې وکړې.

هغه وويل، امريکا د هرې جګړې د ګټلو توان لري، خو د سياسي ملاحظاتو له امله يې احتياط غوره کړی دی.

ټرمپ وويل:

«موږ کولی شوای په افغانستان کې په اسانه بريالي شو. موږ کولی شو هره جګړه وګټو. خو له سياسي پلوه، موږ سمه پرېکړه وکړه.»
هغه زياته کړه: «اوس موږ بيا بريالي کېږو. موږ نور نه غواړو سياسي سمون ته تسليم شو، او تاريخ به هغه دوره هېڅکله په ښه توګه ياده نه کړي.»

ټرمپ د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژنې يادونه هم وکړه او د حاضرينو په وړاندې یې وويل:

«اسامه بن لادن مو په یاد دی؟ يوه مرمۍ په سر وویشتل شو!»
هغه دا هم ادعا وکړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له تروریستي بريدونو يو کال مخکې يې د امريکا چارواکي د بن لادن د څارنې په اړه خبر کړي وو.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې په دې وروستيو کې د ده د حکومت د پوځي سياست په اړه په سيمه کې بحثونه زيات شوي دي. ټرمپ څو ځله ويلي چې متحد ايالتونه غواړي يو ځل بيا د افغانستان په بګرام هوايي اډه کې خپل پوځیان ځای پر ځای کړي — هغه اډه چې د افغانستان په اوږده جګړه کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه وه.

ده د تېرې پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل:

«موږ هڅه کوو چې امريکايي ځواکونه بېرته بګرام ته راولو.»

خو د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصيح الدين فطرت په غبرګون کې وويل چې دوی به هېڅ بهرنۍ قوې ته“د افغانستان يو انچ خاوره هم پرېنږدي”.

همداراز د طالبانو د استخباراتو مرستيال تاجمير جواد په يوه تونده وينا کې ګواښ وکړ چې که بهرني ځواکونه هڅه وکړي افغانستان ته راستانه شي، نو طالبان به “ استشهادي بريدونه تکرار” کړي.

شنونکي وايي، د ټرمپ دا څرګندونې د طالبانو او د سيمې د هغو قدرتونو اندېښنې زياتولی شي چې د امريکا د بيا فعالېدو له احتمال څخه وېره لري. دې څرګندونو لا دمخه د افغان شنونکو او نړيوالو ديپلوماتانو تر منځ تاوده بحثونه پارولي دي.

ټاکل شوې ده چې روسیه، ایران او د سیمې څو نور هیوادونه بګرام ته د امریکا د ګواښونو په اړه د خبرو لپاره غونډه وکړي.

خو څرګنده نه ده چې د بګرام په اړه د ټرمپ ګواښونه څومره جدي دي ځکه چې ده تر دې مخکې د امریکا له خاورې سره د کاناډا، ګرینلنډ او پاناما د یوځای کولو پټکې هم کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب