Homeخبرونهامیرخان متقي د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو...

امیرخان متقي د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته لاړ

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د اسلامي امارت پلاوی د مسکو فارمټ د مشورو په اووم پړاو کې د ګډون لپاره مسکو ته رسېدلی دی.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د حکومت د باندنیو چارووزیر د مسکو فارمټ په غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د غونډې پر مهال به امير خان متقي د سيمې له هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو په اړه د اسلامي امارت دریځ څرګند کړي.

د مسکو فارمټ د مشورو دا اووم پړاو د سئ‌شنبې په ورځ دایریږي.

د غونډې له پيل مخکې، د چين، روسيې، پاکستان او ايران ځانګړو استازو د دوشنبې په ورځ د غونډې د اجنډا او وروستي سند د تيارولو لپاره ناسته درلوده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...