Homeخبرونهپه بدخشان ولایت کې طالبانو انجونې د کانکور ازموینې څخه منع کړې

په بدخشان ولایت کې طالبانو انجونې د کانکور ازموینې څخه منع کړې

تاند(جمعه، د اسد ۳۱) د بدخشان د پوهنې رییس، عبدالسمیع ابدیار رسنیو ته وویل چې د شکي دروازې ولسوالۍ د میمي او ناسي ولسوالیو انجونو غوښتل چې د کانکور ازموینه ورکړي ، خو په ناصري ولسوالۍ کې میشتو طالبانو انجونو ته د کانکور ازموینې د ورکولو مخه ونیوله.

په بدخشان کې د پوهنې رییس وايي چې د یادو ولسوالیو څه باندې ۲۰۰ انجونې د طالبانو د خنډونو له امله د کانکور په آزموینه کې پاتې راغلي دي.

ابدیار وايي چې یاده ستونزه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو له چارواکو سره مو شریکه کړې ده او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه ډاډ ورکړی چې هغه انجونې چې په بدخشان کې د کانکور په ازموینه کې پاتې شوې وي په متفرقه ازموینو کې شامل کړي.

هرکال په بدخشان ولایت کې، د ولسوالیو د لرې واټن او د ستونزمنو ترانسپورتي لارو له امله، د کانکور ازموینې په څلورو حوزو، فیض آباد ښار، بهارک ولسوالۍ ، شغنان ولسوالۍ او نسي دروازې ولسوالۍ کې اخیستل کیږي.

په بدخشان ولایت کې د کانکور آزموینې پرون پیل شوې او د شنبې تر ورځې به دوام ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...