پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د بیړنیو پیښو او اقلیمي بدلون په وړاندې د هیواد عیارول او...

د بیړنیو پیښو او اقلیمي بدلون په وړاندې د هیواد عیارول او دوام لرونکی انکشاف

راټولونکی: محمد عارف رسولي

د بیړنیو پیښو او اقلیمي بدلون په وړانې د هیواد عیارول او دوام لرونکی انکشاف:
د پریکړو لپاره د داتا اړتیا

د راټولوونکي سریزه

په دې لیکنه کې د بیړنیو پیښو لکه سیلاوونو لپاره په تیاري، د اقلیمي بدلون او د هوا د تودوخې او د هغو د ناوړو پایلو سره د هیواد او خلکو د عیارولو او دوام لرونکي انکشاف په هکله بحث شوی دی. هیله ده دا لیکنه چې د نړۍ د یو شمیر پراختیايي موسسو او هیوادونو د پروګرامونو او د بیړنیو پيښو سره د تیارۍ د اسنادو په بنسټ تیاره شوې ده زموږ له اړوندو تخنیکي او فني کسانو سره مرسته وکړي او همدارنګه هیله ده چې په دې هکله د یوه مکمل لارښود پیلامه شي چې باید په هیواد کې د اړوندو ادارو او خلکو په ګډون تیار شوې وي. 

خو که په بیړنیو کارونو کې په خلکو او دهغوی په تجربو، کلیوالو شوراګانو، د هغوی په دودیزه پوهه تکیه وشوه، هغوی د پروژو په طرح، د مستحقو کسانو په پيژندنه، د پروژو په نظارت او مدیریت کې مشارکت خوندي شو، نو پخپله همدا یوه مهمه انکشافي پروسه ده. ځکه دا خلک په ځان ویسا پیدا کوي، شته تجربې یې لانورې پخیږي او کله چې اوږدمهاله انکشافي پروګرامونه ورته پیدا شي، دوی یې په قدر ښه پوهیږي، او زیاته ګټه ورنه اخیستلی شي.  

د دې لیکنې لمړۍ برخه اقلیمي بدلون او سیلاوونو ته ځانګړې شوې ده او په دوهمه برخه کې نورو بیړنیو پیښو ته لکه زلزله پاملرنه شوې ده. په حقیقت کې ټول بیړني حالات غوښتنه کوي چې موږ په هیواد کې لارښوونکي لیکنې او اسناد ولرو، دا اسناد د شته داتا او معلوماتو په رڼا کې د اړوندو خواوو په مرسته رامنځته شي. هیله ده دا سند به د همداسې یوه لارښود کتاب لپاره یوه پیلامه شي. دا لیکنه یوازې د میز په سر له مختلفو منابعو را اخیستل شوې او ځکه یوازې هدف یې زده کړه ده او په عملي توګه اړتیا ده چې نوره غني شي. 

لمړۍ برخه — د اقلیم بدلون او د هغوی د پایلو لکه سیلاوونو په وړاندې تیاري

د اور وژنې غوندې عکس العملي ځواب نه بلکه له پیښو مخکې تیارۍ ته اړتیا ده

د دې لپاره چې د طبیعي پېښو له کبله بیړني حالات کابو او مدیریت شي نړیوالې موسسې لکه نړیوال بانک له مختلفو هیوادونو سره تخنیکي او مالي مرستې کوي چې بیړنیو پیښو لکه سیلاوونو ته ځواب ویل اصلاح او علمي کړي. داسې چې د تیر وخت په څیر تر پیښو وروسته د ځواب په ځای باید له پیښو مخکې د ځواب ویلو تیاري ونیول شي بلکه داسې شرایط رامنځته شي په هیواد کې چې د اقلیم د بدلون، د سیلاوونو او نورور پيښو په وړاندې د انساني ټولنو او طبیعي ایکوسیستمونو مقاومت زیات شي. د دې روښ په مرکز کې، دا هڅې ځای لري چې د پیښو او ناورینونو د خطر په وړاندې د زیانمننې معلومات د ملي پراختیايي پلان کولو په پروسه کې شامل شي. په ساده توګه، دا روښ داسې دی چې ملي دولتونو ته لاس ورکړو، ترڅو غوره تصمیمونه ونیسي چې چیرې او څنګه عمراني کارونه وکړي، داسې چې د خپلو ملي بیخبناوو په انجنیري ډیزاین او ساختماني چارو کې د بیړنیو پیښو د خطر او د اقلیم د بدلون مسئلې په پام کې ونیسي. که داسې وکړي نو همدا یې د دوام لرونکي انکشاف په لوري بیايي.

بیړنیو پيښو ته د ځواب ویلو لپاره د داتا، معلوماتو او پوهې د تیارولو ټولګه

د دې لپاره چې د پیښو او ناورینونو په وخت سمې پریکړې وکړو، له پيښو مخکې د داتا او معلوماتو یوه چوکات ته اړتیا لرو. د مناسبو پریکړو لپاره احتمالي شته ستونزې باید تعریف شي، د داتا د پیژندلو او انکشاف لپاره له ساحې باید هغه راټوله کړو، داتا په معلوماتو بدله کړو او معلومات په پوهه واړوو، د داتا، معلوماتو او ورنه حاصلې پوهې په مرسته د شته خطرونو ارزونه باید وکړو، د پیښو او خطرونو یو رښتینی انځور له ځان سره جوړ او معنی ورنه واخلو او په اساس یې پلان جوړ کړو ترڅو مناسبې او په وخت پریکړې وکړو.  

په لاندې شکل کې دا ښه کتلی شو.

pastedGraphic.png

د بیړنیو پیښو او ناورینو د خطرونو ارزونه 

د احتمالي او باالقوه خطر ارزونه: دلته یو څو تخنیکي کلمې دي، باالقوه خطر (Hazard) هر هغه شرایط چې خطر رامنځته کولی شي، د مثال په توګه که مضر کیمیاوي مواد په کوم بوتل کې وي، نو باالقوه خطر یې دادی چې که ماشوم ته په لاس ورشي، یا که یو وحشی حیوان په قفس کې وي، باالقوه خطر پکې دادی چې که له قفسه راخوشی شي، نو خلک داړلی شي، که موږ د سیلاو په سیمه کې کور جوړ کړی وي، نو باالقوه خطر یې دادی چې که ستر سیل راغی، نو زموږ کور ته تاوان رسولی شی. د مثال په توګه، د وخت لړۍ چې وګورو کومې سیمې زیات وختونه سیلاوونه لري، د سیلاو کچه یې څه ده، په دیجیتلي توګه یې مودل جوړ کړو یا یې اندازه اټکل کړو، د سیلاو د اوبو د راټولیدو ساحې، د ځمکې د ښویدو خطره او نورو ته پام په کار دی.

د معروضیت ارزونه: د مثال په توګه، کومې زیربناوې له خطر سره مخ دي، تعمیرونه څو پوړیز دي، مهمې زیربناوې کومې دي، لکه هوايي ډګرونه، روغتونونه، ښوونځۍ، چیرې مهمې کرنیزې ځمکې دي، نور. کیدی شي په یوه سیمه کې ستر سیلاوونه راشي، خو خطر یې هغه وخت خلکو ته زیات دی چې دوی د سیلاو په وخت هلته واوسي، که په کوم ښار کې کرونا وبا وي، د هغه ښار خلک یې په وړاندې معروضیت لري، تر نورو د روغتونو کارکوونکي زیات معروضیت لري د کرونا وبا په وړاندې. نو د ناورینو او طبیعي پیښو په وړاندې د باالقوه خطرونو، د خطر د کچې او څرنګوالي او د خلکو معروضیت د خطرونو په وړاندې، ټول باید په نظر کې ونیول شي. نو د پیښو خطرونه باید په علمي توګه تحلیل شي. 

لاندې شکل د کارابین سیمې د خطرونو د تحلیل مختلفې راښيي. ګورو چې د یوې سیمې مختلفې ساحې د مختلفو خطرونو په وړاندې په زونونو ویشل شوې دي تر څو د هرې ساحې لپاره تیاري ونیول شي او پلانونه جوړ شي. 

pastedGraphic_1.png

د پریکړو د ساحې لپاره د داتا تهیه کوله وړتیا باید شتون ولري

په زیاتو شرایطو او هیوادونو کې د داتا په هکله لاندې ستونزې شتون لري. دا ستونزې د سمو پریکړو مخه نیسي.

    • د اړین تحلیل لپاره پوره داتا نه وي
    • شته داتا په اسانۍ سره تیاره نه وي
    • داتا په مختلفو شکلونو وي
    • د داتا کیفیت ټیټ او د سوال وړ وي
    • د داتا کچه کافي نه وي
    • د داتا په هکله داتا (Metdata) شتون نه لري او یا خو خوره وي
    • د داتا شریکولو میکانیزم شتون نه لري
    • د داتا د تولید او/ یا د خطر د تحلیل وړتیا کمه وي

د بیړنیو حالاتو په وړاندې د مقاومت لپاه د لوڅې داتا شتون 

د مقاومو ټولنو لپاره د شریکې داتا نوښت(OpenDRI)  یو نړیوال ابتکار دی، هدف یې دا دی تر څو د اقلیم د بدلون او ناورینو داتا شریکول اسانه شي او د داتا د شریکولو د منطق، تخنیکي مرستو او وسیلو له لارې اغیزمنې پریکړې ممکنې کړي.

د دې معنی داده چې نن سبا زیاتې نړیوالې پراختیايي موسسې لکه نړیوال بانګ، د آسیایۍ پراختیايي بانک او نورو په خپلو انټرنیتي ادرسونو کې او هم په ګډو داتا مرکزونو کې داسې داتا د ټولو هیوادونو په هکله خوندي ساتي، او هیوادونه او کارپوهان یې باید ځان په کارولو پوه کړي. 

د داتا او خطرونو ارزونه

  • د وسیلو یوه ټولګه ده تر څو له پریکړو سره مرسته وکړي.
    • د خطر د امکان او خپله د خطر انځور کول
    • د زیربنا دیزاین
    • د اقلیم د بدلون په وړاندې ځان عیارول
    • ځمکنی پلان جوړول
    • د بیړنیو حالاتو لپاره د تیاریو سناریوګانې (مختلف فرضي حالات) رامنځته کول
    • د عاجل ضرر ارزونه

د مسلکي کادرونو په مرسته د هیواد د ځمکو کارولو پلان جوړ شي او په اړوندو زونونو وویشل شي. نو له همدې کبله د پیښو او ناورینونو د دوران د مدیریت په هرقدم کې د تکنالوژۍ لپاره اړتیا ده تر څو د پریکړو کولو لپاره اړینه مرسته وکړي. 

په لاندې شکل کې موږ د کارابین هیوادونو لپاره د ځمکې کارونې جوړ شوی پلان د مثال په توګه او یوازې د مطلب د ښودلو لپاره راوړو. ګورو چې د اړوندو مختلفو باالقوه خطرونو لپاره په زونونو ویشل شوي او نقشې جوړې شوې دي.

pastedGraphic_2.png

د احتمالي بیړنیو پیښو لپاره پلان کول

  • تاسو به هیڅکله د سترو عمده بیړنیو پیښو او ناورینونو لپاره پوره تیار نه یاست – خو بیا هم کولی شی ځان تر یوې کچې تیار کړی.
  • د بیړنیو پیښو د واحدونو موقعیت
  • کاری خنډونه او زیانمننه ( د بیړنيو حالاتو مسیر، نور)
  • د روغتیايي چوپړتیاوو اړتیاوې
  • د کورونو اړتیاوې
  • د خوړو اړتیاوې
  • د خدماتو اړتیاوې (اوبه، انرژي، نور)
  • سیلاو راوړي اضافي مواد او ساختماني مواد.
  • نور…

په لاندې شکل کې موږ بیا هم د مثال په توګه د کریبین د سیمې د ځمکې د کارونې او زون بندۍ نقشه ګورو. 

pastedGraphic_3.png

د زیربناوو لپاره د مشخصاتو اړتیا

د زلزلې، سیلاوونو، او نورو په زونونو کې باید ټاکلي مناسب تعمیراتي نورمونه او مشخصات شتون ولري چې د مسلکي کسانو لخوا تایید شوی وي. د مثال په توګه، په بنګلدیش کې چې د اوبو کچه د سیلاوونو له کبله په ټاکلو وختونو کې پورته کیږي، کورونه باید داسې طرحه او دیزاین شي چې تر ځمکې زیات پورته او مقاوم وي. 

له حوادثو باید درسونه زده شي.

د پاکستان د څو کلونو مخکې تیرو سیلاوونو زیات ورانی وکړ، د حمید په نامه یوه پاکستاني د مالي چارو کارپوه له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې وویل، له هغو سیلاوونو هیڅ درس نه دی اخیستل شوی، او اوس هم د سیلاوونو تر تهدید لاندې ساحو کې کورونه، ښوونځۍ او نورو تعمیرونه جوړیږي. 

هر اړخیزه او ګڼ سکتوري روښ په کار دی

د ناورینو د مدیریت او بیا رغونې لپاره هر اړخیزه پلان کولو ته اړتیا وي. په دې ارزونو او پلانونو کې د ساختماني او غیر ساختماني چارو ګڼو سکتورونو څخه باید د ګډو ټیمونو په مرسته پلانونه جوړ شي. پوهیږو چې په ساختماني چارو کې د زیربناوو لکه سړکونو، پلونو، کانالونو، ښوونځیو او نورو بیخبناوو بیا رغونه او یا له سره جوړښت ته اړتیا وي. خو همدارنګه، د خلکو بسیج، د کلیوالي شوراګانو توامند کول تر څو په کارونو او پریکړو کې مشارکت ولري او ورباندې نظارت وکړي، ترڅو د فساد مخه ونیسي، ځکه د فساد د مخ نیوي لپاره ترټولو ښه وسیله د خلکو نظارت او مشارکت دی، په کرنیزو، تعلیمي، روغتیايي او نورو سکتورونو کې هم د تدابیرو د پلان کولو اړتیا وي. 

په لنډ ډول

  • ټولې اړوندې حکومتي ادارې، نادولتي موسسې، مدني ټولنې، کلیوالي شوراګانې، تمویلوونکې ادارې او نور باید په ګډه کار وکړي
  • د اوسنیو هڅو باید ملاتړ وشي
  • په نړیواله او سیمه ایزه کچه باید مشارکت رامنځته شي او له سیمه ایزو اړوندو بنسټونو سره باید کار وشي
  • ټولو ته د لاسرسي وړ داتا د برابرولو لپاره باید هڅې وشي
  • مشارکتي او تخنیکي مرستې باید وشي
  • وړیا او هر چاته د لاسرسي وړ سفتور(Software) او وسیلو تهیه باید یقیني شي، چې ورنه کار واخلي
  • د ټولنو او کلیوالو فعالینو او مدیني فعالانو سره مرسته وشي.

د بیړنیو پیښو سره د مناسبې مقابلې لپاره ساختماني او غیرساختماني تدابیرو ته اړتیا وي

داسې تدابیر باید په مناسبه توګه ترکیب او وکارول شي. ځکه یوازې یو ډول تدابیر سم کار نه ورکوي، او که په مناسب ترکیب ونه کارول شي، بیا به هم سمه پایله ونه لري.

 pastedGraphic_4.png

د اقلیمي بدلون څو تعریفونه

  • له اقلیمي بدلون سره ځان عیارول د (UNFCCC) له خوا داسې تعریف کیږي: هغه فعالیتونه دي چې له ټولنو او ایکالوژیکي سیستستمونو سره مرسته وشی ترڅو ځان له اقلیمي بدلونو سره برابر کړي او اړین مقاومت ترلاسه کړي.
  • له اقلیمي بدلون سره ځان عیارول د (IPCC) لخوا داسې تشریح کیږي: په انساني یا طبیعي سیستمونو کې د حقیقي او یا متوقع اقلیمي لاملونو یا د هغوی د اغیزو په ځواب کې داسې بدلون او اصلاح ده چې خطر کموي یا له ممکنو ګټورو فرصتونو فایده اخلي.
  • د ملګرو ملتونو انکشافي ادارې تعریف: د ملګرو ملتونو انکشافي اداره د اقلیم سره ځان عیارول یوه پروسه بولي د کومې ستراتیژۍ چې د اقلیمي بدلون عواقب متوسط حالت ته ورسوي، ورسره د ګوزارې کولو توان ومومي او له فرصتونو یې ګټه اخیستنه زیاته کړي، انکشاف ورکړي او پلې یې کړي. 
  • د بریتانیا تعریف: د بریتانیا هیواد د اقلیم بدلون پروګرام هغه د یوې پروسې یا د یوې پروسې د پایلې په توګه تعریفوي کومه چې د ضرر یا د ضرر د خطر کمښت رامنځته کوي، یا د اقلیمي تحولاتو او اقلیمي بدلونو سره د اړوندو ګټو ترلاسه کول ممکنوي. 

د بیړنیو پيښو او  چاپیریال د مدیریت تړاو

نن کارپوهانو ثابته کړې ده چې د بیړنیو پیښو او د چاپیریال تر منځ نه شلیدونکې اړیکه شته. څومره چې د یوه هیواد چاپیریال تخریب شوی وي په همغه کچه پکې بیړنۍ طبیعي پیښې لکه سیلاوونه او وچکالۍ زیاتیږي او د اقلیمي بدلونو په وړاندې هم ځان په اسانۍ نه شي عیارولی. په لاندې شکل کې دا کتی شو:

pastedGraphic_5.png

د چاپیریال د تخریب او د بیړنیو پیښو د رامنځته کیدو تړاو

په لاندې شکل کې موږ د ځنګلونو د پريکولو، د خاورو د تخریب، د ځمکې د ګیاهي فرش د ورکیدو او سیلاوونو تر منځ اړیکه ښودل کیږي.

       pastedGraphic_6.png

د سیلاوونو مدیریت په علمي، معاصره او هر اړخیزه توګه

سیلاوونو زموږ په هیواد کې زیاتې خرابۍ وکړې او کیدی شي دا حالت د هوا د تودوخې له کبله نور هم خراب شي او په راتلونکو کالونو کې به خدای مکړه داسې سیلاوونه تکراریږي. نو په نړۍ کې د پخوانیو مدیریتي لارو تر څنګ نن سبا د « طبیعت په بنسټ او په طبیعي توګه د سلاوونو مدیریت » علمي روښ ثابت شوی دی. دا روښ هر اړخیزه دی، په محلي لحاظ خاص دی، د ټولو سکتورونو په ځان کې رانغښتونکی او شاملوونکی او متوازن دی. نو دا روښ تر زیاتې ممکنې کچې عملي او ترکیبي      (Integrated Flood Management, IFM) دی. د دې روښ په هکله نړیوال علمي منابع داسې لیکي:

« د سیلاوونو هراړخیزه ترکیبي مدیریت، ( IFM) د ځمکې او اوبو مدیریت په یوه دریايي حوضه کې سره یو ځای کاروي او ترکیبوي، هغه هم د هر اړخیزه اوبو د منابعو د مدیریت په چوکاټ کې، په دې هیله چې د سیلاوونو د ساحې کارونه اغیزمنه کړي او پکې د ژوند او شتمنیو لپاره خطر کم کړي. د سیلاوونو هر اړخیزه مدیریت، لکه د اوبو هراړخیزه مدیریت، د ټولو کاروونکو، پلان کوونکو او پالیسي جوړوونکو په ټولو کچو کې ګډون اړین کوي. دا روښ باید ښکاره، شفاف او روڼ، ټول شموله او په اړیکه نیولو ولاړ وي؛ باید د پریکړې کولو سیستم غیر متمرکز کړي؛ او باید عامه مشورې او د ذینفعانو ګډون د پلان کولو او پلي کولو په بهیر کې یقیني کړي. »

د ټولې درې او دریايي حوضې په کچه او د ټولو سکتورونو په شمول، د ځمکې، خاورې او اوبو په ګډون په دې معنی دی چې د غرو له سرونو، د درې او دریايي حوضې تر پایه باید د ځمکې د خاورې، د ځمکې د نباتي فرش، څړ ځایونو، ځنګلونو، د څارویو، د  د کروندو، د خلکو د معیشت، د اوبه خور، د کرنیزو حاصلاتو و مارکیټ ته رسولو، د ټولنیز نظم او عامه پوهاوي، د هغوی په اړوندو فني کارونو کې روزنه او ټریننګ او داسې نور ټول په ځان کې رانغاړي. دا په دې معنی چې دلته موږ یوه مکمل هر اړخیزه، اوږدمهاله پلان کولو، پروګرام جوړولو او پلي کولو ته اړتیا لرو. 

دوام لرونکی انکشاف

که څه هم په بیړنیو پیښو کې چټک غبرګون ته اړتیا وي، خو دا غبرګون او بیا رغونه باید په سمو لارو وشي او له بې سنجشه، نامناسبو کړنو باید ځان وساتو، تر څو یو خو له ستونزو سره مخ نه شو او بل دا چې اوسنۍ بیړنۍ مرستې د سیمې د انکشاف لپاره هم مرسته وکړي. خو دا کار هلته کولی شو، چې مناسبه سروې مو کړې وي، مناسبه داتا مو راټوله کړي وي، بیا مو دا داتا په مناسبو معلوماتو او پوهه بدل کړي وي، د دې لپاره مو اړونده کسان روزلي وي، د سیمې د خلکو مشارکت مو خوندي کړی وي، د مرستو معیارونه مو پوره روښانه وي، چې د څه ډول کسانو سر به مرستې کیږي او ولې، باید د ټولو مستحقو کسانو حقونه پکې خوندي او له تبعیضه خالي وي. تحلیلونه او ارزونې مو سمې وي، مستحق کسان مو پیژندلي وي، پریکړې مو په شفافه توګه کړې وي او ورنه ننګه کولی شو. په دې کې تر ټولو مهمه خبره داده چې خلکو ته مو توان ورکړی وي چې دوی هم په زیاتو حالاتو کې مناسبې شخصي پریکړې وکړي، مشورې ومني، که داسې وکړو، همدا د بیړنیو حالاتو سره د مقابلې پروسه د انکشاف او په ځان بسیا کیدو لپاره یو ښه پیل کیدی شي.  

په دوام لرونکي انکشاف کې د بیا رغونې، له بیړنیو حالاتو سره د مبارزې پروګرامونه، انکشافي کارونه او هرڅه ته له دې نظره پوهان ګوري چې خلک په کې ګډون او مشارکت لري او کنه، خلک یې په پلان جوړولو او تدابیرو کې شامل دي او که نه، د دوی له معلوماتو، پوهې او مهارتونو پکې کار اخیستل شوی او که نه، د خلکو مهارتونه پکې زیاتیږي او که څنګه، د خلکو نظارت ته پکې ځای ورکړل شوی او که څنګه، د خلکو د نظارت موخه څه ده، آیا موږ غواړو چې خلک د پروګرام مدیران وي او که تش غیر فعاله، بې خبره تر لاسه کوونکي. بل داچې د خلکو ټولنیز سازمانونه لکه کلیوالي شوراګانې، د بزګرانو اتحادیې، د تاجرانو انجمنونه، مدني ټولنې، د ځوانانو سازمانونه او نور پکې شامل او توانمند شي. دا خورا مهم فکتور دی، د انکشاف یو نړیوال کارپوه وايي: که تاسو یوازې د یوې سیمې په طبیعي منابعو، کرنه، او نورو پانګونه کوی خو خلک او د هغو سازمانونه او کلیوالي شوراګانې او د هغوی شمولیت په انکشافی پروسه کې او ورباندې پانګونه مو په کاري تمرکز کې نه وي، نو تاسې هلته انکشاف نه شی راوستلی، دا ځکه چې انکشاف بې له خلکو او د هغو له ټولنیزو سازمانونو نه شي رامنځته کیدی. همدارنګه، بله مهمه موخه باید داوي چې طبیعي ایکالوجیکي سیستمونه د کار په بهیر کې قوي شي او د پیښو په بهیر کې مقاومت له ځانه وښيي.

دا ځکه مهم دي، چې همدوی دي، چې د وچکالۍ په وړاندې باید پلانونه جوړ کړي، څه باید وکړي، څنګه دوام ورکړي، مالکیت یې ترلاسه کړي، څنګه له کرنیزو افاتو او ناروغیو سره په ګډه مقابله وکړي، څنګه په پروژو کې د درغلیو مخه ونیسي، څنګه کرنیزې تکنالوژۍ ته وده ورکړي، ښه تخمونه غوره او له یو بل سره شریک کړي، څنګه خپلې مځکې سره غونډې کړي چې اوبه یې ضایع نه شي، څنګه د منازعاتو حل وکړي، څنګه په ګډه د ترویج او فني کسانو له مشورو ګټه واخلي، څنګه نوې میوې، نوي تخمونه او نور رواج کړي او له یو بل سره مرسته وکړي او څنګه خپل کرنیز او نور تولیدات تر مناسب مارکیټه ورسوي او یا لاره ورته برابره کړي. 

د اقلیم د بدلون سره د مقابلې دری مرحلې په شکل کې

د اقلیم د بدلون څخه د راولاړو ناورینونو سره د چال چلند له کیڼې خوا دری ډولونه دي: ۱- د ناورین تر پېښېدو وروسته یې مدیریت، ۲- د ناورین د خطر کمول، ۳- د اقلیم د بدلون سره هیواد او خلک عیارول.

pastedGraphic_7.png

د اقلیم له بدلون سره هیواد عیارولو موضوعي ساحې او پروسې

په کومو ساحو کې ځان عیارولو ته اړتیا لرو: په لاندې شکل کې چپ لور ته د اقلیم د بدلون سره د ځان او هیواد د عیارولو موضوعي ساحې ښودل شوې. ګورو چې د اقلیم د بدلون لپاره اړتیا لرو د اوبو خوندیتوب، د خوړو خوندیتوب، د خمکې سم مدیریت، که له سمندر سره په خوا کې یاستو د نیږدې ساحو مناسب مدیریت، د خلکو معیشت او د عامې روغتیا په ساحو کې مو سالم مدیریت ته اړتیا لرو.

د ځان او هیواد د عیارولو پروسې:  د ځان عیارولو لپاره موږ پالیسیو او پلان کولو، د ظرفیتونو لوړولو او عامه ویښتیا، د داتا او معلوماتو مدیریت، د پانګونې پریکړو، اړوندو سنجول شوو او پلان شوو فعالیتونو ته اړتیا لرو.

pastedGraphic_8.png

د اقلیم له بدلون سره د ځان عیارولو ابعاد

د ځان عیارولو وړتیا – د خلکو د یوه نفوس د وړتیا لوړول تر څو د وړاندوینې او ځان عیارولو یو بنسټ رامنځته کړی چې د تل بدلیدونکو اقلیمي شرایطو سره ځان عیار کړي.  

د ځان عیاروونکي فعالیتونه – د عیارولو وړتیا باید په ځانګړو پریکړو او فعالیتونو داسې وکارول شي تر څو په مستقیمه توګه بیالوژیکي او فزیکي اغیزې راکمې او یا مدیریت کړي، کوم چې ممکن هغو ممکنه فکتورونو ته هم ځواب ووايي چې له زیان مننې سره مرسته کوي.

دوام لرونکي انکشاف – بریالي دوام لرونکی انکشاف د له هغو بدلونونو سره سره چې د اقلیم بدلون یې رامنځته کوي. 

له اقلیمي بدلون سره د ځان عیارولو ټولګه پراخول تر څو د طبیعي منابعو ساتنه او بیا رغونه پکې شامل کړو چې له خلکو سره مرسته وکړو

تعریفونه

د ایکالوژیکي سیستم په بنا تعریف چې د بیالوژيکي تنوع د نړیوال کنوانسیون برخه ده:

د ایکالوژيکي سیستم په بنا د ځان عیارول د ایکوسیستم د مدیریت د فعالیتونو کارول دي تر څو له ټولنیز عیارولو سره مرسته وکړي. د ایکوسیستم په بنا ځان عیارول د ایکوسیستمونو د مدیریت، تحفظ، او بیا رغونې د یوې لړۍ ستراتیژیو پیژندل او عملي کول دي،  تر څو داسې خدمات وړاندې کړي چې خلکو ته د اقلیم د بدلونو سره د ځان عیارولو توان ورکړي. 

موخه یې داده چې د اقلیمي بدلونو په وړاندې د ایکوسیستمونو او خلکو مقاومت زیات شي او زیانمننه یې راکمه شي.د ایکوسیستم په بنا ځان عیارول په خورا مناسبه توګه له پراخه ځان عیارولو پروګرامونو او انکشافي ستراتیژیو سره یو ځای کیدی شي. 

دا په دې معنی ده چې:

  • د ایکوسیستم په بنا ځان عیارول د طبیعي سیستمونو ساتنې، دوام لرونکي مدیریت او بیا رغونې ته وايي تر څو له اړوندو ټولنو سره مرسته وکړي چې له اقلیمي بدلونو ته مناسب ځواب ووایي او له بدو اغیزو سره ځان عیار کړي. 
  • د ایکوسیستم په بنا ځان عیارول نه دی که:
    • د ایکو سیستم په بنا ځان عیارول دا نه دی چې په ساده توګه تنوع حیات د اقلیمي بدلون په وړاندې قوي کړو یا د اقلیم په وړاندې مقاومت د کانزرویشن په پلانونو کې ورزیات کړو
    • دا هم نه دي چې خپل اوسني کارونه داسې ترتیب کړو چې زموږ شته کارونه تمویلوونکو ته مرغوب کړو. 

فرضیه

  • د ایکوسیستم په بنا ځان عیارول یوه مناسبه او د قیمت له مخې مناسبه لار ده چې د اقلیمي بدلون د اغیزو په وړاندې د انساني ټولنو زیانمننه راکمه کړو او چې د خپلو محدودو طبیعي منابعو دوام خوندي کړو. 

په لاندې شکل کې د دوام لرونکي انکشاف یو څو عناصر ښیو: دلته ګورو چې دوام لرونکی انکشاف دری محوره لري: ټولنیزه، اقتصادي او د چاپیریال ساتنې برخې لري. هره یوه ساحه بیا خپل اجزا او عناصر لري. دا موږ ته وايي: که په انکشاف کې له دې دری واړو هر یو له نظره وغورځول شو، هغه انکشاف دوام نه کوي. 

 pastedGraphic_9.png

د اقلیم د بدلون په وړاندې د پراخه ځان عیارولو او د اقلیمي تغیراتو لپاره د انکشافي ستراتیژیو یوه مهمه برخه ده، کومه چې په ځان کې د اقلیم د بدلون په وړاندې د ځان عیارولو ځوابونه لري، چې زیات سکتورونه پکې ګډون لري

  • د طبیعي ژوندیو منابعو د تحفظ د ګټو عملي مثال د انساني ټولنو لپاره د اقلیمي بدلون په وړاندې مرسته ده
  • یو ښه فرصت دی چې د طبیعي ژوندیو منابعو د تحفظ موخې د انکشافي اهدافو سره همغږې کړو

د پایدارۍ پرډایم (نظریه)

د چاپیریال پایداري یو له دریو محورونو دی چې د پایدارۍ نظریه ورباندې ولاړه ده (شکل.   د پایدارۍ نظریه). د پایدارۍ تیوریکي چوکاټ د دوام لرونکي انکشاف لپاره د نړیوال سیاسي توافق یوه پایله وه د دې لپاره چې نړۍ دې نتیجې ته رسیدلې ده چې د پایدارۍ تدابیر اختیارول نور نو اړین دي تر څو خپل راتلونکی ورباندې خوندي کړو او اوسنی دودیز اقتصادي تمرکز چې په ټوله اقتصادي وده کې داسې فرض کوي چې موږ د ځمکې په مخ د محدودو شته امکاناتو او طبیعي منابعو سره، چې د زغم ټاکلی حد (Carrying Capacity) لري، چې یو ځلې تخریب شي بیا نه شي تجدید او یا تعویض کیدلی، په بې حده او هر څومره چې وغواړو انکشاف کولی شو. د دوام لرونکي انکشاف په پراخه توګه قبول شوی تعریف دادی:دد

pastedGraphic_10.png

د ایکو سیستم په بنا د  اقلیم په وړاندې د هیواد عیارول

  • د ایکو سیستم په بنا د عیارول تر ټولو زیاته مناسبه او هر اړخیزه لاره داده چې د هیواد د عیارولو او انکشاف د ستراتیژیو برخه وي.
  • زیات اړوند پروګرامونه په طبیعي ژوندیو منابعو د ټولنو د تړاو او د اقلیمي بدلون په وړاندې د زیانمننې په ارزونه پيل کوي، ترڅو هغه ستونزې تعریف کړي چې باید حل شي (د مثال په توګه، د سمندر د کچې راپورته کیدل، توپانونه، سیلاوونه، د ټولنو معیشت)
  • حل لارې به د ټولنو په اړتیاوو او د طبیعي ژوندیو منابعو د تحفظ په فعالیتونو پورې تړاو ولري ( د مثال په ډول، د ساتل شوو سیمو بیا رغونه)، همدارنګه ممکن نوښتګر روښونه وغواړي چې د ساختماني چارو او زرغونو تدابیرونو یو ګډ حل به وي
  • دوه کلیدي ساحې دي چې زیاته پاملرنه غواړي:
  1. د انجنیرۍ په حل لارو (سختو) او د هغو په محدودیتونو باندې پوهیدل چې له اقلیمي بدلونو او د هغو له اغیزو سره چې په طبیعي سیستمونو باندې چې خلک له پخوا ورباندې تړاو لري، هیواد او خلک عیار کړو 
  2. د دې لپاره چې زیات اغیزناک واوسو، دا مسئلې په یوازې توګه نه شو ارزولی – داسې ښکاري چې زیات وختونه به تر ټولو غوره ستراتيژي دا وي چې طبیعي او د انجنیرۍ حل لارې سره ترکیب او یو ځای وکاروو، او د هغوی اغیزې په شاوخوا خلکو او ایکوسیستمونو په نظر کې ونیسو.  

په لاند  لاندې شکل کې د ځان عیارولو په بنا یو روښ ښودل شوی دی. 

pastedGraphic_11.png

د ساحوي داتا رول

  • باید د هیواد عیارولو په کار تمرکز وکړي او اسانچاري رامنځته کړي
    • د پروګرامونو پایلې د (GIS) له داتاوو نه ترلاسه کیږي او معنا یې داده چې باید په معلوماتو او پوهه واړول شي
  • د دې لپاره ګڼ سکتوري لړیو ته اړتیا ده
    • د خطر او زیانمننې ارزونه
    • عامه پوهاوی
    • د ایکوسیستم په بنا ځایونه په نښه کړئ
  • د پروګرام د پراخولو مسئلې شریکې کړئ
  • د ایکو سیستم خدمات نقشه جوړه کړئ

دوهمه برخه – د ښاري پراختیا، ساختماني چارو او زلزلو په هکله

کاهش خطر حوادث طبیعي

در افغانستان شهری شدن و توسعه شهر ها تقاضای روش های جلوګیري و مدیریت همه جانبه و چند سکتوری خطرات حوادث طبیعی را می نماید. برعلاوه انجنیران، پالیسي سازان او سایر علاقه مندان نیز نیاز دارند تا در بلند بردن سطح دانش شان تلاش شود.

دانش مسلکي برای شهر سازان و پالیسي سازان شاروالی ها، تهیه کننده های مواد ساختمانی، انجنیران، مهندسان همراه با مراجع اکادیمیکی و پوهنتونها همه نیاز به همکاري و کار مشترک دارند تا از راه برنامه ریزی دقیق، همه جانبه، تطبیق و ارزیابي تداوم آن در جلوگیری و مدیریت حوادث طبیعي موفق باشند.

قسمتهای زیادی افغانستان بشمول شمال شرق کشور تا کابل و غیره ساحات با خطر  زلزله ها مواجه می باشند. آسیب بذیری محلات رهایشی نظر به تمرکز نفوس و فعالیت های اقتصادی در مراکز کلان بصور مدام زیاد می شود.

خطرات حوادث طبیعی و زلزله ها نظر موقعیت های جیولوجیکی، اسیب پذیری و سطح آمادگی ها برای آن تغیر میکند. یک خطر باالقوه به حادثه دلخراش تبدیل می شود زمانیکه از مرز توان اجتماعی، اقتصادی او توانمدی های تخنیکی نفوس متاثر شده، اجتماعات، زیربناها یا ساحاتیکه باید با تاثیرات آن مقابله نمایند و توانی های شان که دوباره احیا شوند.

تشویش های عمده به ارتباط کاهش حوادث طبیعی ساحات شهری در تحلیل نهایی به سه موضوع یعنی:

  • اصلاح آمادگی، 
  • کاهش آسیب پذیری در مراکز شهری، و 
  • انکشاف پالیسی ها و میکانیزم های جلوگیری و جبران خطرات.

فلهذا مراعات کودهای دیزاین همراه با رشد کادر مسلکی ضروری بوده تا نیاز ایمینی در مقابل حوادث طبیعی تامین شود و خطرات حوادث کاهش نمایند. رشد و انکشاف کادر ها آنها را قادر خواهند ساخت تا مالکیت آمادگی ها برای حوادث را از راه رشد ظرفیتها بدست آورند.

هېچ انکشاف دوامدار نخواهد بود تا زمانیکه کاهش خطرات حوادث در پروسه آن انکشاف اذغام و همراه نشود. ثابت شده که سرمایه گذاری در کاهش خطرات حوادث زیاد تر اقتصادی بوده نسبت به مصارف بالای رساندن کمک ها و احیای مجدد بعد از حادثه. اشخاص مسلکی خصوصن مدیرانیکه در برنامه ریزی و تطبیق پروژه ها در ساحات و مسلکهای مختلف دخیل اند نیاز دارند که در تامین مصؤنیت تعمیرها در جریان زلزله های آینده و در نهایت ضایع شدن زندگی باشندگان محل بخاطر شکستن تعمیر، اطمنان حاصل نمایند.

هدف بلند بردن سطح دانش مسلکی

تا منجران انکشاف شهری را توانمند سازند که به صورت جدی تدابیر کاهش خطرات حوادث طبیعی را در هر فعالیتیکه پلان و عملی می شود معروض به خطر نباشد، همچنان سهم آن فعالیت در مورد ایجاد خطر باالقوه به آسیب پذیری مورد نظر، به حد اقل رسانده شود.

حالت فعلی

در افغانستان گنجانیدن مسایل و نیاز های تدابیر مقابله با خطرات حوادث طبیعي بنا به کمبود رهنمودهای کارا و مطابق به نیازهای فعلی شهرهای کشور، ابزار و میتودهای مناسب و همچنان عدم تطبیق مقررات موجوده مشکل زا می باشند. لهذا در چنین شرایط کارشناسان مربوطه توصیه می نمایند که برای بیرون رفت از شرایط فعلی پالیسی ها و پلانهای مربوطه که توسط رهنمودها، ابزار، میتودولوژي ها، تخصیص مناسب منابع مالی و رشد ظرفیت تمام اطراف ذینفع نیاز است. این وسیله ها کمک خواهد کرد تا مسایل خطرات حوادث و عیار ساختن با تاثیرات تغیر اقلیم در برنامه ها و پروژه های مختلف سکتوری تامین شود.

د حوادث د مدیریت بنسټیز مفهوم

د خطر مفهوم له دوو عناصرو چې یو یې د باالقوه خطرناکې واقعې د پېښودو احتمال او بل د هغو خطرناکې واقعې اغیزه ده. یعنی آیا حقدر امکان دارد که واقع شود او در صورت وقوع تاثیرات آن چطور خواهند بود. خطر حادثه یک مرکب از عمل خطر باالقوه و تعداد مردم، که باساس درجه های متفاوت آسیب پذیری به آن خطر با القوه مشخص، کسانیکه همان مکان مشخص را در وخت معینه  سکونت نموده و زمان معروض شدن شان به آن خطر باالقوه میباشند. 

حادثه/بحران (ناورین) هغه وخت رامنځته کېږي کله چې یو د پام وړ شمېر زیان منونکي خلک یو باالقوه خطر تجربه کړي او سخت زیانونه وویني او یا د هغوی د معیشت سیستم له داسې ستونزو سره مخ شي چې بې بهرنیو مرستو نه شي رغېدلی. خطر په عمومي توګه د یوې پېښې د واقع کېدو د احتمال او د هغو د منفي اغیزو (پایلو) د ترکیب په توګه تعریف کېږي. نو په دې توګه، خطر عبارت له هغه احتمال څخه دی د یوه با القوه خطر په پای کې ناورین رامنځته شي. د مثال په توګه زلزله په یوه ټولنه کې رامنځته کېږي چې ټول تعمیرونه یې د زلزلې په وړاندې مقاوم دي او هغه ټولنه د زلزلې د پېښېدو لپاره پوره تیاري لري، نو ناورین نه رامنځته کېږي. نو د زلزلې خطر په یوه ځای کې د هغې سیمې د تعمیرونو په زیامننې او د خلکو د مقابلې په وړتیا پورې اړه لري.

لوړ با القوه خطر او زیانمننه په یوه سیمه کې خطر زیاتوي، په داسې حال کې چې د ټولنې لوړه وړتیا خطر راټیټوي. نو د دې فکتورونو په ساده توګه د دې فکتورونو یو په بل اړتیا او هغه اړونده خطر په یوه ځای کې عبارت دی له:

باالقوه خطر X زیانمننه/ وړتیا = په سیمه کې خطر robust

pastedGraphic_12.png

نو له دې کبله، د یوه خطر راټیټول یا مخنیوی، د ټولنې د زیانمننې راټیټولو او د ظرفیت لوړولو په معنی دی. باید پوه شو چې عامه پوهاوی رامنځته کول او د ټولنې وړتیا لوړول هم اړین نوښتونه دي چې باید د ټولنې، ښار او سیمې په کچه رامنځته شي.خو دا لیکنه په هغو هڅو تمرکز کوي چې د زیربناوو د زیانمننې د راکمولو د اجزاوو لپاره کارول کېږي. د نویو پراختیایی پروګرامونو په حالت کې، دا تدابیر به د مکملو تخنیکي – قانوني میکانیزمونو د پلي کېدو، او نورو څخه عبارت وي، تر څو ډاډ تر لاسه شي چې راتلونکي ساختمانونه د زلزلو په وړاندې مقاوم وي.

 په نني افغانستان په ځانګړي توګه په کابل کې، اوسني زیانمنونکي کورونه، لوړ منزل تعمیرونه چې بېله کومو منل شوو ستندردونو جوړ شوي باید په اوږدمهال کې د خطرونو د مخنیوي او کمولو لپاره بیا ورغول (Retrofitting) شي. که څه هم د زیانمنونکو تعمیرونو د ډېرښت له کبله تر ارزونو وروسته باید تعمیرونه د هغوی د کارونې او حالت له کبله په لمړیتوب کې راشي، د زیانمننې کیفیت او کمیت باید په دې چټکه ارزونه کې شامل وي. 

د باالقوه خطر، خطر، زیانمننې (آسیب پذیري) او وړتیا مفهوم

باالقوه خطر

باالقوه خطر په لاندې څو ډولونو ویشل کېږی:

جیولوجیکي باالقوه خطر: زلزلې، د ځمکو او واورو ښوېدل د جیولوجیکي باالقوه خطرونو مثالونه دي چې د ځمکې د جیولوجیکي پروسو له کبله رامنځته کېږي. زلزله د ځمکې د مخ لرزه ده چې د ځمکې د لرزې د  امواجو له کبله رامنځته کېږي او د خاورې له شرایطو سره سم د ځمکې او واورې ښویدنه رامنځته کوي. په دې باالقوه خطرونو باندې د پوهېدو لپاره اړتیا ده چې د جیولوجي، سترډبرو پېژندنې، د ځمکې په جوړښت کې د کمښتونو/بارونو، یو خاص شکل او یا کانتور، د خاورې د پروفیل، د اوبو د سطحې اندازه، او نورو په هکله د داتا ټولګو ته اړتیا وي. 

هایدرومیتریولوجیکي باالقوه خطرونه: ګردي بادونه، سیلاوونه، وچکالۍ، د ږلۍ توفان، د ورېځو چاودل (تندر)، د حرارت او سړو امواج، او نور هایدرومیتریولوجیکي با القوه خطرونه دي چې د شته هایدرولوجیکي او میترویولوجیکي شرایطو له کبله رامنځته کېږي. د دې لپاره چې د دې باالقوه خطرونو کچه او ااغیزې وټاکلی شو، موږ په هوا پورې اړوند داتا او د ځمکې شرایطو پوهېدو ته اړتیا لرو.  د داتا نورې ټولګې او بستې لکه د اورښت کچه، د حرارت درجه، د ځمکې په مخ د اوبو د بهېدو شرایط، د ځمکې کارونه او د ځمکې نباتي فرش، طبیعي ډریناج ( په طبیعي توګه د اوبو وتل له سیمې)، توپوګرافي او نور دي. 

اور لګېدل (د ځنګلونو اور او په ښار کې اور): د کال په تودو وختونو کې وچې پاڼې، خس او واړه شاخونه په ځنګلي سیمو کې اور اخلي او دناورینونه رامنځته کوي. د ښاري اورلګېدلو په هکله د اور وژنې له ادارې داتا تر لاسه کولای شو او د سیمو لپاره یې په نقشو بدلولی شو تر څو د پرېکړو سره مرسته وکړي. 

د انساني لاملونو له کبله باالقوه خطرونه: د دې لپاره چې په صنعتي با القوه خطرونو او د هغوی په کچه باندې ځان پوه کړو، اړتیا لرو تر څو د ذخیره شوو کمیاوي موادو او د هغو کیمیاوي موادو په اندازه او حالت باندې ځان خبر کړو، چې دا با القوه خطر یې رامنځته کړئ دی. د اړوندو کیمیاوي موادو د خاصیتونو او د جوي حالاتو په پوهېدو سره موږ کولای شو داسې کمپوتري مودلونه جوړ او و کاروو تر څو د تاوانونو کچه تخمین کړی شو.

خطر (Risk): د خطر کلمه عبارت له هغو اټکل شوو تاوانونو څخه ده چې یو با القوه خطر یې له خطر سره مخامخ کوم ټاکلي عنصر ته په یوه ټاکلي وخت کې پېښولی شي. نظر په دې چې په خطر کې عنصر څنګه تعریف کیدی شي، خطر ممکن د اټکل شوو اقتصادي زیانونو او یا د انسانانو د تلف کېدو او یا و فزیکي شتمنیو ته د زیان رسېدو له نظره، و ټاکل شي. په ټولیزه توګه د خطر مدیریت باید ارومرو د یوه ټاکلي خطر مقدار او د دې ارزونه چې څنګه هغه خطر مهم دی، دواړه په ځان کې ولري.  

 زیان مننه/آسیب پذیري (Vulnerability)

د نفوسو زیان مننه: د هغو خلکو شمېر چې د یوې پېښې په وړاندې احتمالي زیان لیدونکي وي، د نفوسو د زیانمننې په توګه تعریفېدلی شي او د ذاتي او خارجي زیانمننو په دوو برخو ویشل کېږي. باطني یا ذاتي زیانمننه له خطر سره مخ نفوس په خواصو پورې اړه لري ( د مثال په توګه، د ماتیدونکي عمر ګروپ، ټولنیز حالت په ټولنه کې، سرچینو ته لاسرسی، او نور دی.) په داسې حال کې چې بهرنۍ زیانمننه د هغې وړتیا کمښت دی تر څو د  بهرنیو اغیزو (اکثره منفي) له کبله چې له باندنیو پروسو څخه پېښېږي ( د سیلاب په وخت تر اوبو لاندې کېدل، د زلزلې او ورته پېښو له کبله د اقتصادي فعالیتونو له منځه تلل، او نور.) 

د تعمیرونو زیانمننه: د تعمیرونو زیانمننه د چټکې زیانمننې ارزونې (Rapid Vulnerability Screening, RVS) په مرسته ترسره کېږي. په یوه غیر متجانس او رنګارنګ تعمیرونو په ټولګه کې، د ټولو جزئییاتو لرونکې ارزونه په کارده تر څو ساختماني قوت – چې فشاري (Compressive) او د کشولو (Tensile) دواړو قوو کچه معلومه کړي. هغه معیارونه چې د تعمیرونو د زیانمننې کچه ټاکي عبارت د:

  1. پایو او بیمونو له موقعیت او جزئییاتو؛ 
  2. د افقي تړونکو عناصرو (کانکریټي او یا د لرګیو رنګ)؛ 
  3. د تعمیر د وزن دیزاین؛ 
  4. د تعمیر شکل؛
  5. د تعمیر لوړوالی؛ 
  6. د تعمیر عمر؛ 
  7. د تعمیر د ساختمان کیفیت؛ او نور.

اقتصادي زیانمننه (آسیب پذیري): مهمه ده چې د هغو اقتصادي فعالیتونو په هکله معلومات ولرو چې د یوه باالقوه خطر څخه اغیزمن کېږي په یوه سیمه کې. د اقتصادي فعالیتونو د اختلال هغه کچه چې د باالقوه خطر په حادثه بدلېدو په وخت رامنځته کېږي، د اقتصادي زیانمننې یو شاخص بلل کېږي. د مثال په توګه، د یوه توریستي ځای په حالت کې، تر یوې خطر لرونکې پېښې وروسته د تورستانو په راتګ کې کمښت د اقتصادي زیانمننې په معنی دی. د سړي- ورځو (څو سړي په څومره ورځو کې) له لاسه ورکولو ضایعه او د کارو بار د فرصتونو ضایع کېدل ارزول کېږي تر څو اقتصادي زیانمننه وټاکل شي.

وړتیا (ظرفیت): زیات وختونه ظرفیت کارول کېږې تر څو د یوې ټولنې مقاومت تعریف شي.

د کورنۍ په کچه ظرفیت: د یوې پېښې په وخت د کورنۍ په کچه تیاري د هغه ظرفیت راښيي. که هغه زیرمې چې کورنۍ یې لري د بهرنیو مرستو تر رارسېدو پورې بسنه وکړی، نو وړتیا یې ښه ارزول کېږي. وړتیا همدارنګه د پېښې (فاجعې) په هکله خبرتیا هم په ځان کې رانغاړي. هغه داتا چې موږ ورته د کورنیو د ظرفیت د ټاکلو لپاره په سیمه کې ورته اړتیا لرو، د هغو کورنیو شمېر دی چې په خپل ځان متکي او له خپلې وړتیا خبر وي. 

د محلې په کچه ظرفیت: که یوه محله د اوبو، خوړو، دوا او نورو زیرمو د ذخېره کولو لپاره تدابیر او امکانات ولري او تر بهرنیو مرستو پورې ورباندې خپل فعالیتونه ورباندې سرته رسولی شي، هغه محله (Community) یوه مقاومه یا وړتیا لرونکې محله بلل کېدی شي. د محلې وړتیا د هغو د سرچینو؛ او پوهاوي (نه یوازې سواد) د هغې محلې د خلکو؛ په لمړي وخت کې د خطر پیغامونو رسولو؛ روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی؛ ترانسپورتي شبکو ته نېږدې والی او نور. 

د محلي ادارې وړتیا: د محلي ادارې خبرتیا له باالقوه خطرونو، زیانمننو او خطرونو څخه چې د هغې سیمې (ښار یا ښارګوټي) ورسره مخ دي د محلي ادارې د وړتیا پوهېدلو لپاره کلیدي رول لري. د محلي ادارې ظرفیت د پېښو د خطرونو د کمولو (DRR)په فعالیتونو  کې،  د ټرین شوو کارکوونکو په شمېر؛ د ښار لپاره د پېښو د مدیریت په پلانونو؛ د تعمیرونو د مجموعې په ارزونه او تحلیل؛ د نفوسو زیانمننه؛ د ترانسپورت شبکې؛ د راټولېدو او چټک اسکان لپاره خلاصه ساحه؛ د اور وژنې د خدماتي سیستم اغیزمنتوب؛ روغتونو او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی؛ د لوړ شمېر نفوس لرونکو سیمو معلومات؛ د زیربنايي خدمتونو کچه او نورو، سره ارزول کیدی شي. 

مخنیوی

مخنیوی د هغو فعالیتونو د ترسره کولو په توګه تعریفیدلی شي چې د یوې طبیعي پېښې، په خلکو او یا اقتصادي پانګو باندې یې د ممکنه زیان لرونکو اغیزو، مخنیوی وکړي. د مخنیوي پلانونه په دوو مسئلو تکیه کوي: 

  • د باالقوه خطرونو پېژندنه ( هغه حقیقي تهدیدونه پېژندل چې یوه محله ورسره مخ ده)، او
  • د زیامننې ارزونه (د اړونده خطر او د یوې محلې د وړتیا ارزونه تر څو د پېښې عواقب مدیریت کړي).

کله چې دا مسئلې په لمړیتونو کې راغلې، ښاري مدیران د خطرونو د مخنیوي مناسبې تګلارې ټاکلی شي. د پېښو مخنیوی هغو تدابیرو ته وايي چې د پېښو په وړاندې د خلکو د زیانمننو ریښه ایز لاملونه له منځه یوسي.   

د پېښو د اغیزو کمول (Mitigation)

میتیګشن ( د اغیزو کمول) د باالقوه خطر مقاومت او د خلکو د زیانمننې کچې راکمولو ته وايي. په مېټېکشن کې د پېښو واقع کېدل شامل وي، داسې هڅې ترسره کېږي چې د هغو زیان لرونکې اغیزې کمې کړي، او تر څو د پېښو اغیزې د انسانانو په کړاونو او اقتصادي شتمنیو راکمې شي.

د خطرونو په وړاندې حساس پلان کول 

د خطرونو په وړاندې پلان کول د فزیکي پلان کولو تمرینونو ته وايي، چې د تعمیرونو د مقاومت له عینکو ورته کتل کېږي. په دې پلان کولو کې د پېښو د خطرونو د مدیریت د پروسو ځایول په دری بعدي یا فاصله اي (Spatial) انکشافي پلانونو کې، ترسره کېږي.  دا راز پلان کول د سیمو په کچه مشخص باالقوه خطرونه، خطرونه، زیانمننې او د خلکو وړتیاوې او د خطرونو معلوماتو ته د انکشافي پلانونو په پروسو کې اړیکه ورکول دي. د دې معلوماتو په بنسټ، څو بعدي تدابیر چې د اړوندو خطرونو په وړاندې حساس وي، د سیمې په زونو ویش او اړوندو مقرراتو په هکله، له اړوندو ذینفع خواوو سره په ګډه پرېکړې کېږي. 

نو د افغانستان د سیمو، ښارونو او په ځانګړې توګه د ځینو ښارونو لکه کابل چې د زلزلې په کمربند باندې پروت دی، لپاره باید همداسې د خطرونو په وړاندې حساس پلانونه په مشارکتي توګه جوړ او پلي شي. 

د باالقوه خطر، خطر، زیانمننې ارزونه (Hazard Risk Vulnerability Analysis, HRVA) 

(HRVA) یوه زیاته تخنیکي پروسه ده چې په معمولي توګه د زیاتو مسلکي کارپوهانو په مرسته چې پرمختللی زده کړې او زیاته اړونده تجربه ولري ترسره کېږي. خو بیا هم داسې هڅې شوې دي چې دا پروسه ساده شي، تر څو عامه اداري کسان دا پوهه او مهارتونه تر لاسه کړي چې د دې ارزونې فعالیتونه ترسره کړي.  

په HRVA باندې پوهېدل

د دې لپاره چې د پېښو اړوند خطرونه راکم کړو، مهمه ده چې په یوه ټاکلې سیمه کې د باالقوه خطر او زیانمننې (آسیب پذیرۍ) تر منځ اړیکه وپېژنو. 

په معمول ډول، ځايي چارواکي له خپلو ورځنیو چارو سره بوخت وي، د HRVA د ترسره کولو لپاره زیات کاري پلان نه لري. نو ورسره مسلکي مرسته اړینه ده. د HRVA ځینې ګټې په لاندې ډول دي:

  • ځايي ټولنې د اغیزمن مخکېني خطر خبرتیا رسولو او تخلیې سیستمونو ته وده ورکولی شي
  • د ځايي ټولنو نوښتونه د هغو باالقوه خطرونو په وړاندې چې د کورونو ټولګه او اقتصادي فعالیتونه ورسره په یوه سیمه کې مخ وي، کارول کېدی شي. 
  • د یوه ځانګړي باالقوه خطر په وړاندې د یوې ځايي ټولنې په پوهېدو سره، د خسارو راکمولو پروژې د پېښو خطر او عواقب راکمولی شي. 
  • د ښه پوهاوي لرونکې ځايي ټولنې ښې تیارې وي او په ګډه د باالقوه له پېښو راولاړ شوو زیانونو مخنیوی کولی شي. 

مهمه ده په یاد ولرو چې د هغو باالقوه خطرونو لپاره   چې نه ښايي واقع شي، یا خورا لږ اغیزه لري، پلان کول به د وخت او زیرمو بې ځایه لګښت وي. 

څنګه د HRVA میتود په کار واچوو 

HRVA په یوه ښار کې کارول څلور لاندې برخې لري: د با القوه خطر او معروض کېدو داتابس تیارول: د شته باالقوه خطرونو داتابس له تاریخي شته داتا څخه جوړولی شو.

  1. د زیانمنونکي نفوس معلومول: په ښار کې د شته کسانو په مرسته موږ کولی شو له زیان سره مخ خلک په یوه سیمه ایزه نقشه کې راوړو.

 

  1. د زیانمنونکي نفوس نقشه کول (ټاکل): په ښار کې د شته بشري قوې په مرسته د زیان منونکو خلکو سیمه ایزه/فاصله ای نقشه کول. هغه ساحې چې هلته ګوښه شوي خلک کوم چې په مختلفو ډولونو نومول شوي لکه هغه کورنۍ چې ښځې یې مشري کوي، نالوستي خلک او هغه سیمې چې زیات ماشومان او یا بوډاګان په کې اوسېږي ( <6 yrs) یا (> 60 yrs). 
  1. د زیانمننې په ماهیت پوهېدل: د تعمیرونو په بنسټیزه توګه سیمه ټاکنه یا توپوګرافي او د هغو په خواصو پوهېدل یو مهم قدم دی. په يوه ښار کې ټول تعمیرونه په یو شمېر ګډو ګروپونو لکه: د سیخداره کانکریټي، د ډبرو او خښتو او لرګیو تعمیرونه او هغه چې د لږ مودې کاروونکو موادو څخه جوړ وي (پلاستیک، بامبو، تکه، او نور). په ښار کې د ساختمان جوړولو د تخنیکونو په پوهېدو سره د دې تعمیرونو مقاومت په اسانۍ سره ټاکل کېدی شي. هغه ساحې چې د کم کیفیت تعمیرونه لري پېژندل کېدی شي او د اصلاح تدابیر یې باید وسنجول او پلان شي.  
  1. له خطر سره د مخ شوو کسانو (اشخاص معروض به خطر) داتا بس: کله چې د باالقوه خطر او د زیانمنونکو کسانو داتابس تیار شي، پرېکړه کوونکي دا دواړه د داتا سیټونه یو په بل وراېږدي ( د نفوسو او تعمیرونو جلا جلا) تر څو د هغه زون یا ساحې د معروضیت ګډ داتا بس تر لاسه کړي. 
  1. د خطر ارزونه: په دې پوهېدل چې کوم عناصر له څه ډول باالقوه خطر سره مخ دي، د هغه باالقوه خطر تکرار (فریکونسي یا د بیا راتګ وخت)، په ټاکلي ښار کې یې ممکنه شدت، نور، به د ممکنه خطرونو په هکله په ښار کې نورې زیاتې نښې نښانې راکړي. کله چې د لوړې زیانمننې لرونکي خلک د شدید باالقوه خطر سره مخ وي، نو د پایلې خطر به لوړ وي. 
  1. د خطر کمولو تدابیر: د باالقوه خطرونو، زیانمننو او د اخري ګډو خطرونو په بنسټ د ښار مدیر پرېکړې کولی شي چې څنګه خطرونه کم کړي. ځايي تخصص او په خطر کې عناصرو پوهه به مرسته وکړي چې د اړینو خطرونو د کمولو تدبیرونو ته مناسب لمړیتوب وکړو. دخطرونو کمولو مواد له نړیوال بانک، UNISDR، د باالقوه خطرونو سره د مقابلې لپاره د تیاریو د اسیايي مرکز (ADPC)، د مخنیوي د ویب (Prevention Web) او نورو ویب پاڼو څخه ترلاسه کېدی شي. خو باید پاملرنه وشي چې دا تدابیر د ځانګړو شرایطو، سیمو او نفوسو په بنسټ جوړ وي، نو هغه باید د په نظر کې ځای لپاره سم وکارول شي. 

د  یوه ښار په کچه د (HRVA) د ترسره کولو لپاره د داتا اړتیاوې

د باالقونه خطر، خطر، زیانمننې ارزونې (HRVA) کول زیاتې داتا ته اړتیا لري او د دریمې نړۍ په ښارونو کې د دې کار لپاره پوره شتون نه لري. هر ښار یوې اساسي نقشې ته اړتیا لري داسې چې مختلفې تمتیک (سکتوري) برخې ولري، لکه جیولوجي، توپوګرافي، لیتولوجي (د سترو ډبرو د خواصو پېژندنه)، د ځمکې د کارونې پوښښ، طبیعي دریناج، د ترانسپورت شبکې، د بېړنیو حالاتو لپاره مهم حیاتي سیستمونه، د پیپونو په مرسته خدمتونه، تیلیکمونکشن، او نور. د HRVA تر سره کولو لپاره د داتا اړتیاوې په دریو برخو ویشل کېدی شي:

  • باالقوه خطر
  • زیانمننه (آسیب پذیری)، او د
  • وړتیا/ظرفیت د داتا ټولګې دی. 

د دې خاصیتونو مشرح داتا به د مطالعې او ارزونې له پروسې سره مرسته وکړي. د دې لپاره چې د نفوس، تعمیرونو او اقتصادي فعالیتونو زیانمننه و ارزوو او کچه یې ځانته معلومه کړو، موږ اړتیا لرو چې د کورونو په جزئیتاتو سروې ولرو، دموګرافیکي جزئییات ولرو او د اقتصادي فعالیتونو په ټولو برخو خبر شو چې دا خلک ورسره سرو کار لري. 

په مختلفو کچو د HRVA روښ او میتودولوژي. 

HRVA په مختلفو کچو لکه ګذر، ناحیه، ښار، لویو ښارونو؛ یوه کلستر/ کلکتیف؛ میتراپالیتن یا یوې سترې ښاري سیمې لکه کابل له ټولو اوسنیو او ممکنه پراختیايي ساحو سره؛ ولسوالۍ او ولایت. په وړو ملکونو کې، HRVA په ملي کچه ترسره کېږي. که څه د دې مطالعې کچې مختلفې دي، خو د HRVA د ترسره کولو پروسې سره ورته وي. د باالقوه خطرونو د ځانګړو اجزاوو، د زیانمننو او خطرونو ارزونه باید په ټولو کچو تر سره شي. د اړونده وړتیاوو (ظرفیت) له ارزونې او تحلیل سره سم باید سپارښتنې وکړل شي. 

HRVA له ځايي چارواکو سره د پانګونې په لمړیتوبونو کې مرسته کولی شي. که څه هم، دا پروسه د ښار په کچه د (Decision Support System, DSS) د پرېکړو سره د مرستو د سیستم جوړولو په لړۍ کې لمړی قدم دی. 

هغه ادارې چې په افغانستان کې د HRVA د ترسره کولو لپاره باید ګډون وکړي

په افغانستان کې تر اوسه داسې ادارې کمې دي چې د HRVA د ترسره کولو او ارزونې لپاره سمه وړتیا ولري، ځکه چې دا کار ګڼ دیسيپلینه یا څو سکتوري پروسې او مشارکت او په زیاته کچه ټرین شوې مجربې بشري قوې ته اړتیا لري. په لاندې جدول کې هغه ادارې راغلې دي په ملک کې باید د  HRVA د خدماتو د وړاندې کولو په پروسه کې باید ګډون وکړي. 

جدول ۱. د هغو ادارو لیست چې د HRVA په ترسره کولو کې خدمتونه وړاندې کولی شي.

pastedGraphic_13.png

 د خطر په مقابل کې حساس پلان کول

کلیدي تدابیر

د خطر په وړاندې حساس پلان کول د عامه او خصوصي سکتور بنسټونو په حکومتولۍ او عملیاتو کې په ځان کې د پېښو د خطر مدیریت، په ځانګړې توګه په ساحوي فزیکي انکشافي پلان کولو کې، رانغاړي. دا پلان کول د پېښو د خطر مدیریت د بنسټونو او حقوقي اصلاحاتو، پلانونو، پروګرامونو او پروژو کې حکم کوي چې د ځمکې کارونه، د ځمکې مدیریت، او د زیربنا انکشاف په نظر کې ونیول شي. د پلان کولو په نهادونو کې چې له دودیز پلان کولو سره روږدي دي، تر تولو مهمه ستونزه داوي چې څنګه د پېښو د خطرونو معلومات په کار واچوي تر څوخطرونو معلومات په کار واچوي تر څو چې پایلې او عواقب یې د انکشاف او ساحوي پلانونو لپاره، وټاکي. 

د ښاري پلانونو زیات ډولونه او کچې، له اراضي نیولي د ځمکې د کارولو تر زون بندۍ پورې، مرسته کولی شي تر څو د چاپېریال له نظره حساسه سیمې وساتل شي، د زیانمننې او پېښو د خطرونو کچه کمه کړی شي، د اقلیمي بدلون جبران او ورسره مقاومت زیات کړل شي. خو د دې لپاره چې اغیزمن وي، له خطر سره حساس ښاري پلان کول او انکشاف باید د یو څو قدمي پروسې په توګه، له داتا نیولي د پلان تر طرحې او د هغو تر پلي کولو پورې د یوه دوام لرونکي وخت په توګه په نظر کې ونیول شي. 

د خطر په وړاندې حساسه ښاري پلان کونه

د خطر سره د حساس ښاري پلان کولو بنسټیز قدمونه

  1. د با القوه خطرونو، خطرونو، زیانمننو او وړتیا/ظرفیت هر اړخیزه او مکمله ارزونه
  2. د خطرونو سره د مقابلې لپاره د پلان کولو قوانین او مقررات پلي کول
  3. د اساسي نقشو جوړول تر څو له خطره سره مخ سیمې معلومې شي
  4. مشارکتي بحثونه تر څو ځايي کانتېکسټ (شرایط) و ارزول شي
  5. د شته انکشافي پلانونو بیا کتنه او ارزونه
  6. د هغو پروژو جوړول چې له خطر سره حساسې اجزاوې ولري
  7. د بنسټیزې او لمړنۍ زیاتې پوهې لپاره په عامه پوهاوي تمرکز او پانګونه کول
  8. د پلان کولو او پلي کولو لپاره د ظرفیت او وړتیا لوړول
  9. په ماشومانو، ښځو، د زیات عمر لرونکو او مختلفو نیازمندیو لرونکو خلکو په اړتیاوو تمرکز
  10. د خطر سره حساس پلان کولو د اړتیاوو لپاره بودجه ټاکل

په ښاري پلانونو کې د چاپېریال ساتنې ځای 

اړتیا ده چې د چاپېریال اصول د انکشاف شکل او ډول، د ځمکې مهمې کارونې، او د نفوسو تراکم کنترول کړي.  اړتیا ده پام وشي تر څو:

  • طبیعي مشخصات لکه د دریناج کانالونه او د اوبو  د راغونډېدو ځایونه  چې باید وساتل شي
  • هغه له لوړ خطر سره مخ سیمې (Zones) په کومو کې چې د نفوسو او پانګونې د تمرکز مخنیوی وشي.

د څو ګونو موضوعاتو ارزونه تر څو د  ځمکې مناسبوالی یقیني شي

     pastedGraphic_15.png

  • د مناسب والي ارزونه وکړئ تر د اړونده کارولو لپاره تر ټولو ښه ځمکه وټاکل شي.
  • په ساحه کې د طبیعي او جوړ شوو سیستمونو د زغم ظرفیت (Carrying Capacity) وپېژندل شي، او د نفوسو او فعالیتونو پلان کول د هغو سره سم وشي. 
  • له مشارکتی ارزونې، او پلان کولو د څو سطحو لرونکو جي. آی. اس. د ارزونې څخه کارواخیستل شی په ټولو موضوعاتو (سکتورونو) کې.

د ښارونو تیاري اصلاح کړئ تر څو د ناببره پېښو او سختو حالاتو سره مقابله وکړئ شي. 

یو ښار باید تیار وي چې د هغو باالقوه خطرونو سره چې له ټولو هڅو سره سره یې د پېښو د مخ نیوي په وخت او تدابیرو سره، مقابله وکړي. باید یقیني شي چې ښار مو د لاندې فکتورونو سره د عامه پوهاوي، ټرېننګ، پلان کولو او د عامو خلکو او مسؤلو ادارو په مجهز کولو په مرسته. 

  • ناڅاپي ټکانونه: چټک حوادث چې احتمال یې کم خو ورانۍ یې زیاتې وي. مثال: زلزلې.
  • سرخوږي او فشارونه (Stresses): هغه پېښې چې اغیزې یې کمې خو د پېښېدو احتمال یې زیات وي. مثال: د اوبو کمښت، یا د اوبو د کچې راپورته کېدل، چې کیفیت یې خراب او د ناروغیو لامل کېږي. 

د خوندي او زرغونو تعمیرونو دیزاین کول

اړتیا ده چې خوندیتوب او پایداري په هغو تعمیرونو کې په پام کې ونیول شي، چې له راز راز موادو جوړېږي او د مختلفو عاید لرونکو خلکو او موخو لپاره په نظر کې نیول کېږي. د دې لپاره اړتیا ده:

  • د ښاري تعمیرونو یوه دورانی سروې رامنځته او ورنه لیست جوړ کړئ، او بدلونونه چې راځي زر یې ورداخل یې کړئ (in real time). 

د خښتو په تعمیرونو کې افقي تړل (بسته بندي)

pastedGraphic_16.png

  • د نویو تعمیرونو او د شته تعمیرونو د ساتنې او بیا ترمیم لپاره په ساده الفاظو سره د خوندي ساختمان کلیدي اړخونه تشریح او عام کړئ
  • ټریننګ، سرټېفېکټ ورکول او د مهندسانو، انجنیرانو، د ساختمانو د قراردادیانو او بنایانو نظارت تقویه کړئ. 
  • د کم عاید لرونکې سیمې په ګوته کړئ چېرې چې له انجنیری مقرراتو پرته تعمیرونه جوړوی، او هلته جوړشوي مناسب مقررات پلي کړئ.
  • زرغون تعمیرونه وهڅوئ یعنی د باران د اوبو راټولولو؛ د سولر څخه په ګټه اخیستنه دیزاین – یعنی کړکۍ، دیوالونه، او فرش داسې جوړ شي چې په ژمي کې د لمر انرژي جمع، ذخیره، منعکسه او وویشي او به دوبي کې د لمر د حرارت مخه ونیسي؛ د سولر انرژي څخه د PV system په مرسته ګټه اخیستنه، د فاضله موادو مدیریت او لنډسکېپ کول په نظر کې ونیسئ. 

د مصؤنو ساختمانونو دیزاین کول

د یوه ښار د بې عیبه کار کولو او ژوندي پاته کېدو لپاره زیربنا یو له کلیدي عناصرو څخه ده. زیربنا او ساختمانونه باید د ښاروندانو لپاره خوندي وي او د باالقوه خطرونو په وړاندې مقاومت لرونکي وي. لاندېني تدبیرونه ممکن ګټور وي:

  • فزیکی زیربناوې: ډاډ ترلاسه کړئ چې د کورونو، سړکونو، هوايي ډګرونو، بندرونو، د برېښنایي شبکو، د سوریج سیستمونو، د اوبو رسولو، د عامه او تجارتي تعمیرونو، او عامه خدماتي وسیلو سمه ارزونه وشي تر څو د هغوی د ځای، د ساختمان او ترمیم د کیفیت له کبله د پېښو د خطرونو په وړاندې د هغوی معرضیت په ګوته شي. د خطرونو د کمښت له تدابیرو سره د پلان کولو او بیا رغونې په مرسته تل هغه زیربناوې وڅاري.
  • ټولنیزه زیربنا: ډاډ تر لاسه کړئ چې ښوونځۍ، روغتیایي مرکزونه او د ټولنې مرکزونه د هغو له خطر سره د معروضیت په خاطر و ارزول شي، او د خطر د له منځه وړلو او تیاريو مناسب پلانونه تیار جوړ شوي وي. 
  • د اقتصادی او نهادونو زیربناوې: بانکونه، مالي نهادونه، اداري او د بېړنیو حالاتو سره د مقابلې خدمتونو تاسیسات د ښار لپاره د ژوند د دوام کرښې دي، اړتیا ده چې د خطرونو په وړاندې وارزول شي او خوندیتوب یې د پلان کولو او بیا رغونې د کارونو په مرسته ډاډمن شي.  

په تعمیرونو کې د باالقوه خطرونو په وړاندې مقاومت

د هرې پېښې په وخت د یوه تعمیر خاصیت د هغه په موقعیت، ټول شکل، اندازه او هندسه پورې اړه لري. نو ځکه، د پلان کولو په وخت، مهندسان او ساختماني انجنیران باید یو ځای کار وکړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې له نامناسبو ساختمانو ډډه وشي او غوره تعمیرونه انتخاب شي.  

هغه تدابیر چې د ساختمانونو دمناسب ځای په ټاکلو کې په نظر کې ونیول شي 

د خوندي ساحې په ټاکلو کې د لاندې عمومي ټکو په پام کې نیول مهم دي:

  • خوندي ځای چې د ځمکې ښوېدنو، تندو میلانونو، رالوېدونکو ستر ډبرو، سستې خاورې او چټلو اوبو څخه لېرې وي
  • د ساحې اوبه باید تلې وي تر څو د اوبو د راپورته کېدو او د ناروغیو د انتقالوونکو خطرونو مخه ونیول شي.

pastedGraphic_17.png

pastedGraphic_18.pngپه ساختمانونو کې د نمونوي دیزانونو او د باالقوه خطرونو په وړاندې مقاوم تدابیر کارول

 د دیزاین د بنسټیزو تدابیرونو کارول تر څو د باالقوه خطرونو په وړاندې مقاومت زیات شی لاندې ټکي مهم دي:

 زلزله

  • چوکاټ، یا په مختلفو ځایونو کې بندونه (Bands) (پلنت، لنتل او چت) 
  • شېروالونه (Shear walls)
  • په ساره باندې تړل (Cross bracing)
  • د بنسټ جلاوالی ( د ضربې د جذب لپاره)
  • د خښتو مناسب وصل 

سیلاو

  • د پلنت کچه راپورته کړئ / کله چې تعمیر په ریګ لرونکې خاوره کې جوړېږي
  • قوي پلنت ورکړئ
  • د اوبو د نفوذ په وړاندې مقاوم کورونه جوړ کړئ

ګردباد توفان

  • مناسب ځای تر څو د باد قوه تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټه کړو
  • چت له دیوالونو سره تړلی وي
  • د تعمیر اجزاوې له یو بل سره یو ځای تړل (بنسټونه، دیوالونه، د چت جوړښت،

او د چت پوښښ)

  • د ساختمان ایروډاینمیکس اصلاح کول
  • د اوږدو ریښو لرونکو ونو کارونه د باد ماتوونکو په توګه

د ځمکو ښوېدل

  • د مناسب ځای غوره کول
  • د رېټېننګ والونو دیذاین

 د څو ګونو ذیعلاقه خواوو شمولیت

د پېښو او حوادثو د خطرونو راکمول د یوه دېپارتمنت تشویش او دنده نه دی؛ دا د هر چا دنده ده. د پرېکړې کولو یو ټول شموله سیستم ته اړتیا ده، تر څو د ټولو اړوندو تړاو لرونکو خواوو نظریات په نظر کې نیول ډاډمن شي، او دا د ټولو خواوو د ګډون په مرسته تر سره کېدی شي. داپروسه غواړي چې د ټولنې ټول هغه پاړکي چې اړونده پوهه او تجربه ولري باید سره یو ځای شي تر څو د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه داسې پرېکړې وکړي چې ټولو ته د منلو وړ وی. دا په خلکو د تمرکز روښ دی او هره یوه علاقه لرونکې خوا او کس د پایلو په وړاندې مسؤلیت لري. دا پروسه د پرېکړو مالکیت زیاتوي، له همدې کبله دا پروسه د پلي کولو پروسه او په ټولنه کې د پرېکړو قبولي اسانوي. 

د خطر سره په حساس پلان کولو کې، مختلف علاقه لرونکي باید ګډون وکړي تر څو د پېښو د خطرونو د تدبیرونو اغیزمنتوب او دوام د مهمو مراحلو او شاخصونو په ټاکلو سره معلوم کړي. دوی وروسته بیا باید د سیمې په  څو بعدي پلان کې شامل کړل شي.

د تکنالوژۍ رول

نن ورځ د تکنالوژۍ رول د بېړنیو حالاتو او د پېښو د خطرونو په مدیریت او همدارنګه د حوادثو په وخت د تاوانونو په راکمولو کې روښانه دی. د له مخکې اخطار ورکولو د سیستمونو، په ژوندی توګه د فعالیتونو څارنه، داتابسونه، د سپوږمکیو په مرسته د رموټ سنسنګ،(Geographic Information System, GIs) او (Global Positioning System, GPS)، ټولنیزې رسنۍ او نورو د پېښو د خطرونو د راکمولو دودیز تخنیکونه و یوې نوې کچې ته رسولي دي. د داسې تخنیکونو کارول باید د پرېکړو او پلان کولو په پروسه کې باید زیات شي.  

 

    

  

     

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...