جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا استازي طالبانو او یو شمېر افغانانو سره کوي

د امریکا استازي طالبانو او یو شمېر افغانانو سره کوي

تاند: ( پنجشنبه، د زمري ۵ مه ) امریکایي چارواکو ویلي، چې د افغانستان لپاره یې دوه ځانګړي استازي( توماس وېست او رینا امیري) له طالبانو او یوشمېر نورو افغانانو سره د خبرو لپاره قزاقستان او قطر ته روان شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه استازي به یې تر راتلونکې دوشنبې پر دې سفر بوخت وي.

 د افغانستان بشري وضعیت، د ښځو حقونه او امنیتي مسایل د دغو خبرو عمده ټکي اعلان شوي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي هم له امریکایي ډيپلوماتانو سره د افغانستان پر وضعیت غږیږي.

معلومه نه ده چې د طالبانو د حکومت کوم استازي دوحه کې له دغو امریکایي ډيپلوماتانو سره ګوري.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د طالب پلاویو په مشرۍ امریکایي او نورو بهرنیو دیپلوماتانو سره لیدنې لرلې.

طالبانو د دغو لیدنو او خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

دا هم نه ده معلومه، چې امریکایي دیپلوماتان د نورو افغانانو په استازیتوب کومو څېرو سره ویني.

تر اوسه د دوی پر ډېرو داسې لیدنو نیوکې شوي او ویل شوي، چې امریکایي استازي د افغان سیاستوالو په نوم پخوانیو جنګسالارانو او د ښځینه او مدني فعالانو په نوم غیر واقعي او انجویي څېرو سره ویني.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه وروستۍ وینا کې ویلي، چې نړۍ دوی سره له تعامل پرته بله لاره نه لري.

طالب دفاع وزیر ملا یعقوب بیا له نړیوالو؛ په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو څخه د دوی د رژیم د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ نږدې دوه کاله پوره کېدونکي دي، خو تراوسه د نړۍ هیڅ هېواد دغه رژيم په رسمیت نه دی پېژندلی.

2 COMMENTS

  1. کله چې جنګ په اکراین پیاوړی کيږی او شمالي کوریا مشران، ایران، چین له روسیی سره یوځای کیږی امریکایان او برتانیه غواړی دلته په آسیا کې د چین او ایران لپاره ستونزی پیدا کړی نو ګمان کیږی چې دا غونډي ددې لپاره هم دې چي په روسیه کې طالبان سره اقتصادی او سیاسی مرستو په خاطر هم غونډه کیږی مګر پداسې غونډو اوسني چارواکې داسې خبري نکوي لکه چین چې وایی چې امریکا د اوسني نظام د اقتصادي او سوکالي پرمختګ لپاره خنډونه جوړوی مګر کله چې پداسې غونډو کې افغان چارواکو ته فرصت برابریږي د افغانستان ددفاع وزیر هغه خبره چې زموږ فضا لا تر اوسه تر اشغال لاندې ده او امریکا د پاکستان له لاری زموږ فضا باندې ډرون الوتکی ګرځوی نو باید دوی اوس دا خبره مستقیم یا په روسیه راپورته کړی او اقتصادي خنډونه په اړه هم ورسره مفصل بحث وکړی که افغان دولت په رسمیت نه پیژنی نو زموږ هیواد د نورو هیوادونو د رسمیت پیژندني لپاره هم خنډ نه ګرځی ځکه نړیوال اصولو داسې نه اجابوی چې کچیری امریکا موږ په رسمیت نه پیژنی نو ټول هیوادونه چې امریکا او ناټو دښمن هیوادونه هم دي د امریکا پر پل تګ وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب