Homeخبرونهطالبانو د افغانستان د علومو اکاډمۍ کارکوونکو ته د دیني زده کړو...

طالبانو د افغانستان د علومو اکاډمۍ کارکوونکو ته د دیني زده کړو خبر ورکړ

تاند: ( پنجشنبه، د زمري ۵ مه ) د طالبانو رژیم ویلي، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکي یې د دیني زده کړو په برخه کې له یو کلنې روزنې فارغ کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت معین مفتي محمد الطاهر احمدي، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې له داسې روزنیزو دورو موخه « د عقایدو تصحیح او اصلاح کول» دي.

 د افغانستان علومو اکاډمي، چې د هېواد په سطحه د علمي څېړنو تر ټولو معتبره رسمي مرجع ده؛ د پرزول شوي جمهوري نظام پر مهال د اسلامي څېړنو په نوم د معاونیت تر سطحې تشکیلات او ځانګړې برخې لرلې، چې اسلامي څېړونکو څېړنې پکې کولې.

د افغانستان په تعلیمي نصاب کې هم له لومړي ټولګي دیني زده کړې شاملې وې.

د طالبانو منتقدان دوی تورنوي، چې ټولو غیر طالب افغانانو، حتا په اسلامي او نورو لوړو زده کړو سمبالو خلکو سره د غیر مسلمانانو په شان چلند کوي او په داسې پروګرامونو د حقارت احساس ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...