Homeخبرونهد ۴۵۵ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې د خلاصون خبر ورکړل...

د ۴۵۵ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې د خلاصون خبر ورکړل شوی

تاند: ( پنجشنبه، د زمري ۵ مه ) د طالبانو د کرنې وزارت ویلي، چې تېرکال یې د هېواد په مختلفو سيمو کې یې ۴۵۴زره ۹۷۰ جريبه دولتي غصب شوې  ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې دا خبره کړې، خو زیات جزیات یې په اړه نه دي ورکړي.

له یو شمېر ولایتونو څخه خلکو د ځمکو د غصب پر وړاندې د طالبانو د اقداماتو هرکلی کړی، خو ویلي چې دا اقدامات تر ډېره په ولسي سطحه د غصب شویو ځمکو پر وړاندې دي.

د دوی په وینا، د ځمکو د غصب د لویو قضیو؛ په ځانګړي ډول په کابل کې د یو شمېر زورواکو له لوري د شویو اقداماتو پر وړاندې تر اوسه جدي چلند نه دی شوی.

له دې سره، یو شمېر خلک په ځینو سیمو کې ځایي طالب مشران د دولتي ځمکو په غصب او شخصي استفادې تورنوي او وایي، چې طالب مشران باید ورته متوجه وي او مخه یې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...