سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد ښځو د امن کورونو لغوه کیدل؛ مجاهد: اړتیا ورته نشته

د ښځو د امن کورونو لغوه کیدل؛ مجاهد: اړتیا ورته نشته

تاند: ( پنجشنبه، د زمري ۵ مه ) د طالبانو  له واکمنیدو سره په افغانستان کې د ښځولپاره د امن کورونه تړل شوي، خو د امن د یوه کور مشره محبوبه سراج وایي، چې یوازې د دوی لخوا جوړ شوی امن کور لا هم فعال دی او نږدې ۶۰ مېرمنې پکې ژوند کوي.

د هغې په وینا، په دغه امن کور کې تر ډېره هغه نجونې او ښځې ساتل کیږي، چې له کورونو د تاوتریخوالي له امله وتي او د طالبانو امنیتي ادارو دوی ته معرفي کړې دي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې دوی د امن کور په نوم څه نه پېژني او د موجودیت اړتیا یې نه ویني.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ښځو لپاره له تاوتریخوالي ډکو هېوادونو څخه ګڼل کیږي.

ویل شوي، چې د امن د زیاتو کورونو مسوولانې د طالبانو له وېرې یا پټ شوي، یا هېواد پرېښودو ته اړ شوې دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، تر ډېره د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو دروازې تړل شوي او له دې کبله د دوی رژیم سختو فشارونو سره مخ دی.

4 COMMENTS

  1. دا خیټور چټل د پنجابیانو له خوا د امریکا په ډالرو د افغان ملت تباهی لپاره خاص تربیه شوی وحشیان د وحشت او جهل ساتلو لپاره روزل شوی او د ملت په اوږو ئی په ډورامائی شکل سره کابل ته راوستل او نورو فسادګرو چورکوونکیو غلامانو دوی ته په اتفاق سره دولت خوشۍ کړو دا دواړه تربیه شوی ډلګی د افغان ملت اساسی دوښمنان دی او داسی ملی خائینو د خود خواه سرتنبه احمق کمونیست مشربه او لیونی محمد داؤد کمونیستی خائینه کودتا زمینه برابره کړیدی او دا وحشی تور جاهلان د امریکا په ډالرو پنجابی قدیانی مدرسو کسی د افغان ملت تباهی او جهل وحشت لپاره تربیه او دوی یوازی جهل او وحشت پیژنیی او دا وحشیان ددی عملی کولو لپاره له هر ډول درواغو څخه دریغ نکوی دی وحشیانو د اسلام مقدس دین نړۍ کښی بدنامه کړ او افغا نی میرمنی ئی غلامی کړیدی او ددی لپاره ئی له تعلیم ، کار او بهر تللو څخه منع او هلکانو ته ئی قدیانی مدرسی شروع کړیدی لنډه دا چی ټول ملت باید بی سواده شی !!!!

    ای افغان ملته راپاڅۍ اوددی پنجابی غلامی ځنځیرونه مات کړۍ او دوباره افغانیت خپل کړۍ !!!!!!!

  2. کم عقله ډاکترانواو متفکرينو خو دا سل کاله دا وطن ځو واری خرڅ کړ او چا دیموکراسۍ او چا د دجهاد تر نامه لاندی لندغریزم او فحشا ترویج اولکه د بوسو خوساکي هر یرغل کوونکی ته به یی جینګی داړی نیولی وی اوس چی افغانانو او ددی وطن اصلی صاحبانو یرغلګر او ددوی تالیڅټی تر باغو واړول اوس نو بغاری وهل ګټه نلری

    • سرفراز ښځې خیل صیب خوشې اپلتې د لیکلې دي ! د هیواد واکمن اوس د عربو ددیي دیکتاتوري او جاهل غلامان دي په همدغه جهالت غواړي چې خپله دینی فاشستي او فاشیزم ټينګ کړي ! په حقیقت کې دا جاهلان دعربي د دین غیر شعوءي دوښمنان دي ، هر څومره چې دوی خپل جهالت او خرتوب ښکاره کوي په هم هغه اندازه د عربو له لعنتي سوغاته د انسانو نفرت راځي ! تاسې جاهلان د بشریت کلک د ښمنان یاست او د جنت حورو او غلمانو په خوب کې یاست ، د لعني اولاده دا خوب مو له مرګه وروسته نه ریښتیاکیږي که په ژوند یې ګورې نو امستردام یا لوس انجلس ته لاړ شه چې څو ورځې له حورو او غلمانو سره ګډې تیرې کړۍ !
      دین قواعد دي د خپل قدرتد ټينګه ولو لپاره چې دانسانانو شخصي ازادي محدودوي‌ او ترې اخلی یې!!
      دین جهالت دی هغه د طبیعت په پوهن والي کې خواشینۍ بي جوابه پاته او خپل زوال ویني !! دین د چا په ښخصي کارو او زدکړې کې باید هیڅ کار ونلري او که نه وي نو ستا سو طالبي رژيم او د جرمني د هیټلر رژیم څه فرق لري ؟
      دین له حکومت داري او سیاسته باید جلا وي او جلا شي ، بله لاره یې نشته !!!!!!!!!

  3. پنجابیه غلامه تاسی او د تاسی نوره چټلی ږیری د امریکا په ډالرو له هغه وخته د افغان ملت تباهی او د افغانستان خرڅون ته د امریکا په ډالرو او د پنجابیانو له خوا اساسی تربیه درکړ شوی دی کله چی افغان غیرتی ملت د ظالم وژونکی د هغه وخت اتحادی شوروی پر ضد راپورته شوۍ وو او هغه وخت هم د تاسو خرڅ شوو په شان د نیمه کمونیست محمد داؤد خان له خوا ځوانان اتحادی شوروی ته لیږل شوی وو او اتحادی شوروی دوی د خپلو مردودو پلانو تربیه او ددوی په کومک خود خواه محمد داؤد خان لیونۍ د کوتا لپاره مخ ته کړو او لدی وخت راهیسی افغان ملت ارامی او ازادی نلری ، خائینی امریکا د پنجابیانو په هلو ځلو غواړی چی افغانستان د تاسو خرڅ شوو جاهلو غلامانو په واسطه اول افغان ملت تام بی سواده کړی او میرمنی علنی بی سواده وساتل شی او هلکان د قدیانیو مدرسوکښی شامل کړی شی چی ددی له لاری ټول افغان ملت بالاخیره بی سواده شی او افغانستان د تاسو نیمچه او د ابتدا څخه اساسی تربیه شوو غلامانو او جاهلانو په واسطه پنجابی پاکستان ته مفت عرضه کړۍ ، ای پلیته چټله غلامه لکه چی خرڅ شوی او تربیه شوی غلام کمونیستان موفق نشول چی افغانستان د شوروی یو جمهوریت وګرزی همداسی امریکا او پنجابی پاکستان به بریالی نشی چی د تاسو روزل شوو قدینانو جاهلو په وسیله افغانستان له مینځه یوسی او پنجابیو په لاس کښی مفت ولویږی دا به وروسته ثابته شی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب