یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+«فکر وکړئ او شتمن شئ» ته کتنه - ژباړه: رحمت شاه...

«فکر وکړئ او شتمن شئ» ته کتنه – ژباړه: رحمت شاه فراز

«لومړی فکر راځي. ورپسې دغه فکر د مفکورې او پلان په بڼه منظم کېږي. ورپسې، دغه پلان په حقیقت بدلون مومي. او دا ټول په دې پیل نیسي، چې تاسو څه ډول تصور کوئ؟»

– نپولین هیل

پر نړۍ دومره واکمني انسانانو نه ده کړې، څومره چې کتابونو کړې. د واکمنۍ معنا ده، هرې خوا ته خورېدل. د واکمنۍ معنا ده، په زوړونو اثر ښندل. د واکمنۍ معنا ده، په غېږه کې ور نیول. پر نړۍ انسانانو دومره اغېز نه دی ښندلی، څومره چې کتابونو ښندلی. کتابونه هم ډول، ډول دي، مثلاً مذهبي کتابونه، نصابي کتابونه، ساینسي کتابونه او داسې نور. د انسانانو په څېر کتابونه هم یو عمر لري. ځینې کتابونه د لیکوال د المارۍ مېلمانه پاتې شي، خو ځینې کتابونه بیا د څو، څو نسلونو د روزنې چاره وکړي. دغه کتابونه کلاسیک بلل کېږي. 

په دغه لیکنه کې چې په کوم کتاب خبرې شوې، هغه هم همداسې یو کتاب دی، چې نسلونه يې بدل کړل. د کتاب عنوان دی، Think and Grow Rich. د کتاب لیکوال نپولین هیل دی. په پښتو کې يې په «فکر وکړئ او شتمن شئ» یادولی شو. 

د «فکر وکړئ او شتمن شئ» تاریخ

دغه کتاب د یوه نېستمن زلمي په ژوند پیل شوی. دغه زلمی انډریو کارنیګي نومېږي. دی د یوه نېستمن کاریګر زوی وي او له ډېرې نېستۍ زدکړې ترې پاتې شي او مزدوري ته یې مخه شي. د بې سوادي له لاسه دغه زلمی مجبوره وو، چې ډېر کار وکړي او کار به يې هم کله یو ځای وو او کله بل ځای! خو یو وخت یې په یوه کارخونه کې د مزدور په توګه دنده ترلاسه کړه. له انډریو کارنیګي سره د پرمختګ، بریالیتوب او ترقي بې اندازې شوق وو. د همدې شوق په برکت په څو کلونو کې د ارزیابي د مدیریت مقام ته ورسېده او د پرمختګ په سفر کې یې خپل شرکت جوړ کړ او په یو څو کلونو کې د امریکا تر ټولو شتمن کس شو. دی چې شتمن شو، نو له خپلې شتمنۍ نه یې ۵۰۰ بیلیونه ډالر دولت ته ورکړل. په دې ۵۰۰ بیلیونو ډالرو کې یې د درې نیم سوه ډالرو په لګښت په هېواد کې لابراتوارونه او څېړنیز مرکزونه جوړ کړل. 

د دومره پیسو او شتمنۍ په شتون کې يې په زړه کې شوق را پورته شو، چې په څه ډول چې زه بریالی شوی یم او د خپلې بریا لپاره چې ما کومې لارې کارولې دي، پر هغو باید نړۍ هم خبره شي. ده په ورځپاڼه کې اعلان خپور کړ، چې یوه څېړونکي ته اړتیا ده، چې په ما تحقیق وکړي. خو شرط يې دا وو، چې څېړونکی به له معاوضې پرته په ما څېړنه کوي. ده دې کار ته مزدور ته نه، مجنون ته ضرورت درلوده. نوموړي دا شرط په دې ایښی وو، چې کوم انسان رښتیني علاقه او شوق ولري، هغه په معاش او معاوضې پسې نه ګرځي. هغه د کار لپاره ژوند کوي. له ډېرو هلو ځلو وروسته یو ځوان په ګوتو ورغی. دغه ځوان نپولین هیل نومېده. 

ملګرتیا څه ده؟

د دواړو ملګرتیا شوه. د ملګرتیا معنا وي، یو ډول ذهن، یو شان فکر، یو لرلید او یو رنګ منزلونه. د واصف علي واصف له خولې اورو، چې «هم سفر دې هم فکره هم وي، بیا تر اوو منزلونو درسره ځي.»

د عامو خلکو لرلید تر خپل مسلک پورې محدود وي. د استاذ لرلید د استاذي لرلید وي. له کاروباري سره د کاروباري شخص لرلید وي. له ملازم سره د ملازم لرلید وي. دوی له خپل مسلک او دندې ور اخوا بل فکر نه شي کولی. وجه يې دا ده، چې یو کار چې بیا بیا ترسره شي، په لاشعور کې د هغه د لرلید یو تصویر ساز شي. دغه مسلک او دنده يې بیا دوهمي عادت یا فطرت وګرځي او په همدې دایره کې د تصوراتو او خیالاتو انځورول ورته اسانه وي. دا چې انډریو د امریکا تر ټولو شتمن انسان وو، نو ملګرتیا يې هم له شتمنو سره وه. انډریو پاڼې ور واخیستې او د ټولو بریالیو کسانو په نوم يې لیکونه ولیکل او نپولین هیل ته يې ورکړل او ورته يې وویل، لاړ شه، په دغو خلکو تحقیق وکړه. په دې کې یو خط د اډیسن (ساینسپوه) په نوم وو، یو خط د برج سټان (د ټایرونو شرکت څښتن) په نوم وو، یو خط د هنري فورډ (د فورډ موټرو څښتن) په نوم وو. په همدې ډول يې د ګڼو نورو شتمنو په نوم لیکونه ولیکل. 

د نپولین هیل ټوله څېړنه د هغه وخت په لویو او نومیالیو کسانو ولاړه وه. د هرې زمانې بریالی انسان د ماضي د بریالي انسان تقلید کوي. نپولین هیل د ژوند څو کلونه په دې څېړنه تېر کړل. له څو کلونو څېړنې وروسته يې همدا «فکړ وکړئ او شتمن شئ» کتاب ولیکه. کتاب چې څنګه بازار ته راغی، په میلیونونو ټوکه وپلورل شو. د دې کتاب د زیات پلور یوه وجه دا وه، چې په دنیا کې د بریالیتوب او پیسې ګټلو پر موضوع دا لومړنی کتاب وو. 

نپولین هیل په دې کتاب کې وویل، چې هغه خلک چې شتمن شوي دي، د هغو ترمنځ مشترک ټکي کوم دي؟ دی دا هم لیکي، چې که شتمني غواړئ او دغه ټکي عملي کړئ، نو تاسو هم شتمن کېدلی شئ. 

راځئ، د همدې کتاب په رڼا کې به درته ووایو، چې د شتمنتیا لپاره په ځان کې د کومو عادتونو پیدا کول ضرور دي. 

۱- هیله یا جنون

 هر انسان هیله لري، چې بریالی شي، خو له هیلې سره چې جنون غوټه نه شي، بریالیتوب امکان نه مومي. جنون بعضي وختونه انسان جذباتي کوي او ځینې وختونو يې د عصبانیت بریدونو ته رسوي. هغه انسان چې جنون يې ویښ شوی وي، د خپل کار لپاره ناړامه او ناکراره وي او غواړي، ژر تر ژره يې سرته ورسوي. هغه چې مزاج یې سوړ، د کنګلتیا ښکار یا غواړي، د بل تر لاس لاندې وي، نه بریالي کېږي. 

جنون انسان ته پرمخ تحرک ورکوي. هیله او جنون د زړه توکي دي، په سترګو نه لیدل کېږي، البته د انسان له کار او عمل نه ښکاري، چې جنون یا هیله ورسره ده. زموږ بریا یوازې هغه وخت یقیني ګرځي، چې زموږ هیله په جنون واوړي او د «نن» او «منزل» په مابین کې مو فاصله ختمه شي. څوک چې جنون لري، هغه د خپل جنون لپاره قرباني ورکوي، خواري کوي، د خلکو په خبرو پسې سر نه ګرځوي او یوه ورځ خپل منزل ته رسېږي. 

۲- ستر ذهن

د نړۍ بریالي خلک ستر ذهن جوړوي. د ستر ذهن معنا ده، د ځان په څېر خلکو سره ملګرتیا کول. د ستر ذهن په مټ پرمختګ کېدونی ګرځي. هېڅ څوک هم یوازې پرمختګ نه شي کولی. د پرمختګ لپاره له خلکو سره راشه درشه پکار وي. که څوک له ځان سره نور خلک نه شي مل کولی، ډله نه شي جوړولی، بریالی کېدلی نه شي. د ستر ذهن د خلکو ګټې په خپلو کې سره غاړه غړۍ وي او همدا د ګټو یو رنګي یې بریالیتوب شونی کوي. په نړۍ کې هېڅ څوک هم بې ګټې کار نه کوي. هر انسان یو مطلب لري. انډریو او ملګرو به يې هر کال د څو ورځو په مخه له خپلو کارونو سره مخه ښه وکړه او ځنګل ته به ووتل او د بې بند و باره خلکو غوندې به يې وخت تېراوه او د وخت له بنده به يې ځان ازاد کړ. ویل به يې، که داسې ونه کړو، زموږ په مسایلو کې تحرک نه پیدا کېږي. سړی چې له هم نظره خلکو سره وي، مسایل يې متحرک کېږي، چې دا پخپله هغه شخص ته هم انګېزه ورکوي. همدا وجه ده، چې له بدو خلکو سره بد خلک ملګري وي او له ښو خلکو سره ښه خلک مله وي. نېستمن له نېستمن سره وي او د شتمنو ناسته ولاړه له شتمنو خلکو سره وي. که غواړئ شتمن شئ، نو لازمه ده، چې د خپلې راشې درشې خلک بدل کړئ. 

۳- باور

د نړۍ په ټولو بریالیو انسانانو کې باور لیدل کېږي. باور په دې معنا، چې تاسو کوم هدف یا موخې ته کار کوئ، چې څومره خواري کوئ، تاسو په دې باور لرئ، چې هغه هدف یا موخې ته به رسېږئ. نور خلک یوازې اټکلونه کولی شئ، خو یقین یوازې پخپله د انسان دننه وي. په انجیل کې راغلي، چې باور دومره زورور دی، چې غرونه ښورولی شي. علامه اقبال رح وايي: «یقین ولټوه، ته خو د خپلو ګومانونو تر غلبې لاندې يې.»

که څوک باور ونه لري، خواري يې هېڅ ګټه نه لري. هغه زده کوونکي چې په درس کې وروسته پاتې وي، که غور ورته وشي، باور به نه لري. درس ویونکی ماشوم په ځان باور لري، چې کوم څه دی کوي، ارومرو به یې عوض ترلاسه کوي. په همدې ډول، هغه کسان چې په خپلو هلو ځلو شتمن کېږي، هغوی باوري وي، چې ارومرو به شتمن کېږي. که باور او یقین نه لرئ، چې شتمن کېدلی شئ، هېڅ کله به شتمن نه شئ. 

۴- تلقین

ټوني روبینز وايي، «له ځان سره ستاسو خبرې ستاسو د ژوند معیار ښيي.» د شتمنو خلکو له ځان سره خبرې د نېستمنو له خبرو سره له یوې مخې فرق لري. کله نا کله خپلو خبرو اترو ته غوږ ونیسئ، چې تاسو له ځان سره څه ډول خبرې کوئ. له دې خبرو به در معلومه شي، چې د شتمن کېدو په لور روان یاستئ یا نه. دغه خودکلامي تل روانه وي. ان چې کله څوک راسره خبرې نه کوي هم، لومړی يې د تلقین یا ځان سره د خبرو له لارې فلتر کوو او بیا یو مفهوم او معنا ترې اخلو. د این ایل پي «عصبژپوهنیزه برنامه سازي» یو اصل دا ښودل کېږي، چې د خبرو اترو اصلي معنا هغه نه وي، چې ویل شوې وي؛ اصلي مفهوم یې هغه وي، چې اورېدونکي ترې اخیستی وي. زموږ د خبرې معنا هم همدا ده. 

همدا وجه ده، چې یوې جملې ته څو کسان د مختلفو معناوو جامه ور اغوندي. یوه خبره وي، خو په چا ښه لګي، په چا بده. کومه خبره چې په چا بده لګي، په اصل کې د هغه له ځان سره خبرې اترې سمې نه وي. هغه شخص چې په ژوند کې پرمختګ غواړي، هغه منفي هم په مثبت اړوي او خپله لار لنډوي؛ خو هغه چې مخته تګ نه غواړي، هغه په یوه ځای کې نښتي پاتې وي. له ځان سره د خبرو اترو معیار انسان یا بریالیتوب ته رسوي یا د ناکامي دروازه ورښيي. په بشري تاریخ کې د بریالیو اشخاصو له ځان سره د خبرو اترو معیار ډېر لوړ وو. په دې برخه کې د «What To Say When We Talk to Ourselves» مطالعه ډېره ښه ده. 

۵- تخصص

هر مسلک خپل علم لري. که څوک ډاکټر وي، د ډاکټري علم لري. که محاسب وي، د محاسبې په پوهه به سمبال وي. که روزونکی وي، د روزنې پوهه به ورسره وي. لنډه دا چې، هره څانګه خپل علم لري او څوک چې په دې پوهه کې تخصص لري، هماغه بریالی وي. هغه کسان چې د خپلې څانګې بشپړه پوهه ورسره وي، لاسته راوړنکي خلک دي، انعامونه ترلاسه کوي او لویو، لویو هسکو ته رسېږي. هره هسکه او هر انعام په دوی کې د پرمختګ باور ډېروي. دغه باور يې مخته تګ ته اماده کوي. بریالي خلک په خپله څانګه کې تر منځنۍ کچې پوهې پورې نه ایسارېږي، دوی یې ژورو ته ور کوزېږي، چې په دې ډول د خپل فیلډ تخصصي علم يې په برخه کېږي. بیا نو دوی د خپل تخصصي علم متخصصین وي او همدا د دوی ځانګړتیا شي. 

۶- د رڼو سترګو خوب

په ۱۹۵۲م کې یوه څېړنه ترسره شوه. په څېړنه کې د هرې څانګې بریاليو خلکو ګډون درلوده. ډاکټران هم ول، انجینران هم، ښوونکي هم وو، ساینسپوهان هم وو، لوبغاړي هم وو، لنډه دا چې د هرې څانګې خلک پکې را ټول وو. په دوی ټولو کې یو ټکی سره ګډ وو… او هغه دا چې، دوی د ورځې خوبونه لیدل. 

د چا په ذهن کې چې د خپلې بریا انځور نه جوړېږي، په دنیا کې يې هم د بریا انځور نه جوړېږي. په دنیا کې هر شی تر ظاهري او مادي جوړښت له مخه د یو چا په ذهن کې پنځېدلی وو او ورپسې انسان هغه ته د جوړښت ورکولو هڅه وکړه او بریالی شو. که په ذهن کې د یو شي تصور جوړ نه وي، نړۍ ته راتلل یې کېدونی نه دی. په ځینو خلکو کې دغه وړتیا فطرتا ډېره وي او په ځینو کې کمه. که بیا بیا ښه خوبونه وګورو، د ښو خوبونو غړي مو ورسره پیاوړي کېږي. 

په ځینو خلکو کې د موسیقي حس ډېر پیاوړی وي. که په لاره کې د تګ پر مهال د سندرې اواز يې تر غوږو شي، غوږونه يې ورته څک شي. د اورېدو حس يې هغه اواز ته متوجه کړي. څوک چې د ټوکو او طنز ښه حس لري، په هغوی کې هم د خوب لیدلو وړتیا ډېره وي. دغه ډول خلک د یوې جدي او سنجیده مسئلې د خوندور او ظریف اړخ د لیدو وړتیا لري او په دې ډول د خلکو په خولو خندا راولي. همدا وجه ده، چې دوی د انځورسازي یا تخییل وړتیا لري. 

ځیرک هغه څوک دی، چې دودیزې کرښې ماتې کړي او متفاومت فکر وکړي. ټینګ انسان ځیرک نه وي. چې انعطاف لري، هماغه ځیرک وي. یا به داسې ووایو، چې د ځیرکتیا لپاره ضرور ده، چې په ځان کې انعطاف پذیري وروزو. اډیسن وايي، چې «زما ټوله بریا زما د ځیرکتیا له امله نه ده، بلکې زما د خوب لیدلو له برکته ده.» 

۷- پلان جوړونه

هغه څوک چې یوه ورځ نه شي پلان کولی، د خپل ژوند پلان هم نه شي جوړولی. هغه چې واړه واړه کارونه نه شي پلان کولی، د لویو لویو کارونو پلان سازي به څه وکړي؟ که یو څوک د خوب لیدلو صلاحیت هم لري، په ځان يې یقین هم دی، یو ښه ستر ذهن جوړوونکی هم دی، هیلې او ارمانونو هم لري او پوهه هم ورسره وي، خو یو ښه پلان جوړوونکی نه وي، بریالیتوب ته نه شي رسېدلی. ځینې خلک په دې اند دي، چې یوازې خوب لیدل يې کافي دي، نور هر څه به پخپله وشي. یو خوب حقیقت ته رسول، پلان سازي ته اړتیا لري. پلان جوړونه ډېر مشکل مهارت نه دی، په اسانه زده کېدلی شي. هغه څوک چې غواړي، د یوه مسلک متخصص شي، په کلونو کلونو په هغه مسلک کې هلې ځلې کوي، بیا یو وخت د هغه مسلک متخصص ترې جوړېږي. ده ټاکلې وي، چې باید متخصص جوړ شم. خو څوک چې متخصص کېدل نه غواړي، یوازې په «ګوزاره» وخت تېرول غواړي، نو که پېړۍ هم پرې واوړي، هسې به اخوا دېخوا لار ورکی او سرګردانه ګرځي. 

۸- تصمیم نیونه

د نړۍ د بریاليو خلکو تصمیمونو ډېر مضبوط وي، په دې چې هغوی په تصمیم نیولو پوهېږي او خبر وي، چې دوی څه غواړي. ښې پرېکړې د ښه ژوند ښکارندوی وي. ژوند په میاشتو، کلونو او پېړیو نه بدلېږي، بلکې په هغه شېبه کې بدلون مومي، چې تاسو دا مهمه پرېکړه وکړئ، چې زه باید خپل ژوند بدل کړم. واصف علي واصف لیکي، د تصمیم شېبې تقدیر جوړوونکې شېبې وي. که د چا تقدیر لیدل غواړئ، د پرېکړو شېبو ته يې ځیر شئ. نن ورځ چې نړۍ په څه ډول وینئ، د یو چا د پرېکړو نتیجه ده. یو چا یو وخت پرېکړه کړې وه، نو نن هغه شی منځته راغی. که پرېکړه نه وای شوې، هغه شی به هم نه وو جوړ شوی. 

۹- استقامت

د نړۍ په ټولو بریالیو خلکو کې استقامت وي. هغوی دومره مستقل مزاجه کار کوي، چې که باران، توپان او حتی د ژوند توپان هم پرې راشي، هغوی ته هېڅ زیان هم نه شي رسولی. غلام فرید وايي، چې «هغه بېړۍ چې په نیمه لاره کې راستنه شي، نه د دېخوا وي، نه د هاخوا.» یا د یوه بل شاعر خبره، «نه خدای ته ورسېدو نه مو جانان ومونده … نه د دې خوا شوو نه د هاخوا شوو». په قرآن کې راځي، چې د هغې ښځې په شان مه كېږئ، چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مزي كولو وروسته بېرته سپخول. واصف علي واصف وايي، نیمه لاره د خدای هم نه ده خوښه. د دنیا تر ټولو لوی عذاب دا دی، چې نیمه لاره دې وهلي وي او بېرته راستون شې. واصف علي واصف زیاتوي، چې په «استقامت کې کرامت وي.» د کرامت خلک هغه وي، چې  استقامت لري، چې پرلپسې کار کوي. که انسان پشتکار ولري، د نړۍ هېڅ ځواک يې له پرمختګ څخه نه شي راګرځولی.

۱۰- مینه

مینه د بریالیتوب تضمین دی. هغه څوک چې له خپل کار سره مینه نه لري، هوښیار نه دی. دغه ډول انسان هېڅ کله د بریا مخ نه شي لیدلی، پروا نه کوي، چې کار هر څومره اسانه وي او هر څومره خلک په هغه کار کې بریالیتوب ته رسېدلي وي. له مینې پرته بریا نشته. 

ژوند اووه اړخونه لري. په دې اوو اړخونو کې په یوه کې اور وي. که دغه اور د ژوند نورو څانګو او اړخونو ته هم ورکول شي، دغه نورې څانګې هم په خوځښت راځي. بې پروا انسان پرمختګ نه شي کولی، عاشق انسان ډېر زیات پرمختګ کوي. په نړۍ کې ډېری بریالیو کسانو لومړی مجازي مینه کړې او دغې مینې داسې اور پکې بل کړی، چې مینه يې په حقیقي مینه اوښتې. مادام کیوري په یوه شتمن هلک میینه شوه. د هلک مور مادام له وېښتانو ونیوله او له کوره يې دباندې وشړله او ویې ویل، چې ته د دې لایقه نه يې، چې زما له زوی سره مینه وکړې. مادام د خپلې مینې جذبه په کار واچوله او نړۍ ته يې د راډیوم ډالۍ ورکړه. نن ورځ نړۍ، مادام کیوري پېژني، خو هغه هلک هېڅ څوک نه پېژني. د مینې په موضوع زموږ په ټولنه کې خبرې اترې نه کېږي. دوه لاملونه يې دي. لومړی، موږ اصلاً په دې اړه معلومات نه لرو. دوهم، شرمېږو، چې اولاد مو بې لارې نه شي. په کور کې مور او پلار او اولادونه په ګډه د فلمونو او سریالونو په لیدو نه شرمېږي، خو په دې شرمېږي، چې خپل زوی ته نېغه لاره وښيي. 

د پیسو ګټلو او شتمن کېدو لپاره اړینه ده، چې هغه کار وکړئ، چې مینه ورسره لرئ. هغه خلک چې د پیسو لپاره کار کوي، عموماً نه شتمن نه کېږي. هغه خلک چې په خپل شوق کار کوي یا له خپل کار سره مینه لري، هغوی پیسې هم ګټي. 

۱۱- وېره

هغه شخص چې په ژوند کې يې ډېره زیاته وېره وي، پرمختګ نه شي کولی. د پرمختګ لپاره زړورتیا او شجاعت پکار ده. د منځنۍ طبقې وګړي عموماً له نېستۍ ډارېږي. هغوی فکر کوي، چې که نېستمن یو، نو داسې نه چې همداسې نېستمن پاتې نه شو. بله وېره دا وي، چې هسې نه ومرم. په خلکو د نه باور وېره هم وي. له خلکو سره د ملتیا فن هغه وخت زده کېږي، چې سړی دوکه وخوري. د پرمختګ لپاره خپلې دروني وېرې باید وځپل او له منځه یووړل شي. که له وېرو سره مخته ولاړ شو، پرمختګ نه شو کولی. 

د نړۍ تر ټولو بریالي انسانان هم له ډول، ډول وېرو سره مخ کېږي. فرق دا دی، چې بریالی انسان له وېرې سره د مبارزې په چل پوهېږي او ناکامه انسان د وېرو په مقابل کې خپله وسله په ځمکه ږدي. 

په اروايي علومو کې د وېرې د له منځه وړلو دوه خورا اغېزناکې لارې ښودل شوې دي: لومړی طریقه دا ده، چې د وېرې ځواک په بله خوا واړول شي. دوهمه طریقه دا ده، چې تخلیه کړای شي. بریالي انسانان دواړه طریقې وخت په وخت په خپل ژوند کې استعمالوي او خپلې وېرې پرې ځپي. په نړۍ کې له وېرو څخه د خلاصون ډول، ډول تخنیکونه ښودل کېږي. تاسو هم د دغو لارو چارو په زدکړه په خپلو  وېرو برلاسي موندلی شئ. 

دغه څو ټکي وو، چې د «فکر وکړئ او شتمن شئ» له کتاب څخه مو درته بیان کړل. که په خپل ژوند کې پیسې ګټل غواړئ، یا غواړئ، غیرعادي ژوند ولرئ، نو په ډېر ټینګار درته توصیه کوم، چې دغه کتاب ارومرو مطالعه کړئ. 

لیکوال: قاسم علي شاه



LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب