شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: افغان ناورین عاجلې بشري مرستې غواړي

د خوړو نړیوال پروګرام: افغان ناورین عاجلې بشري مرستې غواړي

تاند: ( دوشنبه، د سرطان دولسمه)  د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې د پرله پسې وچکالۍ او د غنمو پر کروندو د ملخانو د برید له امله افغانستان د غنمو په حاصلاتو کې له ۳۵ سلنه کمښت سره مخ شوی دی.

دغه پروګرام خبرداری ورکوي چې د غنمو د حاصلاتو کمېدل به په افغانستان کې د خوراکي توکو بحران لا پسې زیات کړي او بشري اړتیاوې به زیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د  نړیوالو بنسټونو د ارقامو له مخې، د افغانستان دوه پر درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او د لوږې بحران د ماشومانو په ګډون ۳،۲ میلیونه وګړي له شدید خوارځواکۍ سره مخ کړي او ۲۵ ولایتونه یې د بېړني حالت په وضعیت کې اچولي دي.

د خوړو نړیوال سازمان په تازه راپور کې راغلي چې دا مهال په افغانستان کې ۱۹.۹ میلیونه وګړي په کافي اندازه خواړه نه خوري.

  په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د مسوول په وینا، د روان کال له اکتوبر میاشتې وروسته دغه سازمان د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره بودیجه نه لري.

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند په اختریزه وینا کې لویدیز هېوادونه تورن کړل، چې ګواکې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین په اړه تبلیغات کوي او خلک هېواد پریښودو ته هڅوي.

یو شمېر افغانانو بیا ملا برادر په ناسمو تبلیغاتو تورن کړی او ویلي، چې طالب مشران د خلکو او نړۍ سترګو ته غواړي خاورې وشیندي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب