سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهپاکستان له ملګرو ملتونو د ملا متقي د سفر اجازه واخیسته

پاکستان له ملګرو ملتونو د ملا متقي د سفر اجازه واخیسته

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۲ ) خبري سرچینو تایید کړې، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه دغه هېواد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي د سفر اجازه اخیستې ده.

ملا متقي د نورو طالب مشرانو په شان د بهرنیو سفرونو په تور لیست کې دی او دا ډول سفرونه نه شي کولای.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې ملا متقي د راتلونکې جمعې پر ورځ اسلام اباد ته سفر لري.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې متقي به د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره ویني.

خبري سرچینو د سفر اصلي دلیل له ملا متقي سره د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان او چین له لوري د افغانستان په اړه د دوحې غونډې د پټو جزیاتو شریکول او له نړیوالو تعاملاتو سره د طالب رژیم پر برابرولو خبرې ښودلي.

د دوحې غونډه کې تمه ده، چې نړیواله ټولنه طالب رژيم ته د بهرنیو تعاملاتو د دوام لپاره خپل اصول او شرطونه واضح کړي.

که څه هم د طالبانو کوم استازی په دغه غونډه کې برخه نه لري، خو د طالبانو مخالفان ادعا لري چې د دغې ډلې غیر رسمي استازیتوب د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر کوي.

له دې سره، تمه کیږي چې طالب مشران به کندهار کې هم د نړیوالو د وضع کیدونکو شرطونو پر وړاندې خپلې مشورې او پریکړې وکړي.

نړیواله ټولنه د طالبانو له لوري له زده کړو او کار څخه د میلیونونه افغان نجونو او ښځو په محرومیدو، د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د تروریستي خطرونو د ختمیدو، د بشري حقونو د تامین او او په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړیدو په اړه مشخصې غوښتنې لري.

طالب چارواکي بیا ټینګار کوي، چې افغان خاوره د چا خلاف نه کاریږي، دوی ټول شموله حکومت جوړ کړی او د ټولو حقونه یې تامین کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب