دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهحقاني شبکې بهرمېشتو افغانانو ته د مرګ ګواښ وکړ

حقاني شبکې بهرمېشتو افغانانو ته د مرګ ګواښ وکړ

تاند (سې شنبه/د ثور ۱۲مه) — په افغانستان کې د حاکمو طالبانو یوه فرکسیون، حقاني شبکې، په اروپا او امریکا کې مېشتو افغانانو ته د مرګ ګواښ وکړ.‌

د یادې شبکې یوه مخکښ غړي او پخواني ویاند قاري سعید خوستي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا وخت په اروپا او امریکا کې ګڼ شمېر جنګیالي لري چې بریدونو ته چمتو دي.

ښاغلي خوستي د طالبانو له استخباراتي ادارې څخه غوښتي چې په اروپا او امریکا کې مېشتو پلویانو ته هلته د مېشتو کسانو د په نښه کولو او وژلو اجازه ورکړي.

سعید خوستي بهرمېشتو افغانانو ته د ټامیانو، حیواناتو، دووسانو او ډارنو په الفاظو خطاب کړی دی.

د دغه مخکښ طالب ویاند او جیګپوړي فعال په ټویټ کې راغلي، « تښتیدلي ټامیاڼ یو دوه په چاکوګانو ووژنئ که بیا چا دهيواد خلاف تبلیغات وکړل لاړې راتوف کړئ دا ډير بې غيرته دووس ډارن حیوانات دي،»

خوستي زیاته کړې، « سلګونه داوطلب غازیان موږ په اروپا، امریکا کې لرو صرف انسجام، رهبري غواړي د هر هيواد استخبارات له هيواده دباندې خپل دښمنان په نښه کوي موږ يې ولې نشو کولاي؟»

د طالبانو یوه بل مخکښ مشر جنرال مبین هم بهرمېشتو افغانانو ته «د خره زامن» په الفاظو کنځلې کړي او وایي چې ژر به په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو مخالفینو د وژلو عملیات پیل کړي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام پر وخت د ډېرو پېچلیو عملیاتو د ترسره کولو تور په حقاني شبکې لګول کېده، او د یادې شبکې مشر سراج الدین حقاني د طالبانو له واک ته رسېدلو څخه وروسته په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې پلویانو یې د جمهوري نظام او نړۍ وال ائتلاف پر ضد له ۱۰۰۰ څخه ډېر ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.

په افغانستان کې حاکم طالبان بهرمېشتو افغانانو ته د هغوی د انتقادونو په غبرګون کې په داسې حال کې کنځلې او د ترهګریزو بریدونو او وژلو ګواښونه کوي چې حکومت یې له نړۍ والې ټولنې څخه غواړي چې په رسمیت یې وپېژني.

15 COMMENTS

  1. له هیبتې او حقاني ځناورو څخه بله تمه غلط کار دي. دا ښه شوه چې دوې په خپله خوله خپل جهالت او ترهګري ومنله. پاتي سوه د داوسی او بې غیرتي خبره خوستي دي په خپل ګریوان ته سر ورښکته کړي او دخپل هغه ناموس پوښتنه دي اوکړي چې اوس د بل چا د بستر زینت ګرځیدلي. په هر صورت حقاني، دا خوستي او د دوې په ډلې پوري تړلي نور سپې او ښرمښان په قوم د خوست مثلیان دي. په نصب کې دا خلک د استاد ګلزمان د تره زامن دي. خیر ګلزمان بلا دي ور وګرځي.

  2. په خارج کی یې تعقیبولو او وژلو ته اړتیا نوینم.
    دا ټول هسې هم مړه دی په ځان ندی خبر.
    پریږده چه د warranty له ژونده خوند واخلی او په پیکه ژاولو شخوند ووهی.
    د دوی ظمیرونه مړه دی جسمونه به یې د ډیموکراسۍ په کمپونو کی وراسته شی او تر څو یې چه عقل سر ته ورزی نو پټۍ به یې پڼه وی.

    • جاهل طالبه کورمغزه محمدي مذدوره هغو ېی په هیوادونو کې پراته دی اجتماعی حقوق لري چې ډوډۍ ورکړې نو ته خو د عربو جاهله دا ۴۰ کاله ددوی ښابی څټې او درویزه پرې کوي ! دا اوس هم تاسې خنځیرانو ته ډوډۍ داولس لپاره در کوي ، خوشې فضول مه غږیږه پټه یې ونیسه ! ستا یو میړه ندی ټول عمرد زنا کړې ده لعنتي !

  3. د ټوک له ټولولو او تروشو شړومبو څخه دا منافقین سپين سترګ شول د شړومبو خوړل او دسیقات ټولول یې هیر شوه اوس په خپله مور سپریږي اوپلا ؤنه خوري ، د دوی د الله په نوم هر غول خوري ، داسې وخت به راشي چې یو یو به په درونه مرداریږي !داجاهلین د عربی تپل شوي دین په نامه لکه د اګرې ګوروګان ښځې ګرو نیولې دي نه یې شرم شته نه حیا ! ددوی په دین د نالت شي چې دعربو له بیرحمانه جګړو وروسته ، اوس دوی دمحمد اربکیان شول چې یو ډیر بی رحمانه او وحشي وضعیت له ښځو سره کوي !! څوک چې د مور او خور احترام نلري هغه په ډانګ پېیلی د محمدی جاهل دېن جاهل پیروان دی !

  4. طالبانو وروڼوته په ډیر احترام لیکم
    السلام علیکم ورحمته الله وبرکاتُه.
    خارج ته ډیر افغانان تیرو ۴۰کلونو کی د فشار، جنګ او نورو مصیبتو له لاسه تللی. همدوی و چی دجهاد غږ یی نړی ته ورساو او شوروی یی مات کړ که نه د پېښور له کمپو هیڅ هم نه جوړیدل. د پېښور کمپونه عزب عیاش شیخانو او (ای.اس ای.) ددی لپاره جوړ کړی و چی عربان افغانی ښځې پکی واخلی او عیاشی وکړی، کمپونو کی (ای اس ای) افغان مظلوم ځوانان روزل چی د افغانستان مکتب، شفاخانه، پل د اوبوبند، سړک او نور زیربنا ورباندی تخریب او ټولی فابریکی کباړاو ټولی شتمنی چورکړی. د پاکستان او ایران کمپونه د افغانانو لپاره زهر او سپکاوی و، همدا د اروپا او امریکی پوه او تعلیم یافته مهاجر و چی افغانستان یی وګاټه، دوی د هجرت او جلاوطنی سختی تیری کړی او شپه ورځ وطن ته ځوریدل او ځوریږی او د اینده غم ورسره او او دی. صمد حامد دریاد کړئ، پژواک دریاد کړئ، بینوا، هاشمیان او سلګونه نور چی کله به یی د افغانستان داعیه په انګلیسی فرانسوی او جرمنی مطرح کړه ملل متحد به ورته حیریان و. اوس هم دوی تاسی سره نور کار نلری،فقط سړیتوب او ترحم، د مکتوبنو پرانیستو، داصلی مسلمانی اوداسلام دمبارک دین احکامو پوهیدو، بشردوستی، د پاکستان له غلامی خلاصون او بیچاره ملت ته د ژوند د حق ورکولو ته مو رابولی. د دوی دا مفکوره هم ستاسو او هم د ملت په خیرده ، نور دوی خپلو کارو کی بوخت دی په سیاست او په تاسو هیڅ کار نلری د دوی له خوا خاطر جمع اوسئ، خپل غم وکړئ، دنیا او خدای ته د خپلو اعمالو جوابده شئ، مهاجر خواران څه کوئ دوی په تاسو کار نلری چټي ورته غوسه یاست کوشش وکړئ سپکاوی مه کوی الله پاک هر څوک ازمایش کوی، که ددی بدو اعمالو له امله الله پاک سقوط او غرق کړئ بیا به پشیمانی فایده نه کوی . اروپا او امریکا کی ستاسو په دی اخطار ډیرو خلکو وخندل. ستاسو هلته هیڅ هم له لاسه نه کیږی ولاکه خپله سپږه مړه کړئ. نور خو پریږده، کوم قتلونه که ارپا کی کړی هغه عربو کړی طالب هیڅ هم نشی کولای، نو بهتره ده چی اروپا کی میشتو تعلیمیافته افغانانو څخه مرسته وغواړئ، دعوت ورکړئ چی راشی وطن اباد کړی دغه تللی بیچاره مهاجر ترټولو بهترین وطندوستان او صادق مسلمانان دی خدای دی داسی ورځ راولی چی بیرته راشی اول به یی زه په دی شلو پښو چی اوس ګرځیدای هم نشم او سترګی می هم له کار لویدلی ددوی هرکلی ته ورشم. اوس چی امریکا قدرت در حواله کړ نور نو د قتل او ترور اخطاورنه مه ورکوئ، بلکی خدمت ته ملا وتړئ او له امریکی څخه مننه وکړئ چی تاسی ته یی چانس درکړ. بایدن او نوره غربی نړی په تاسی ډیر حق لری منت یی مه هیروئ .

  5. د وحید خان لیکنه ډبرینه ده. خیر دی یوسی.
    امّا
    په اروپا او امریکا کی د طالب مخالفو افغانانو د وژلو د اخطار په هکله د انګریز د مزدورانو ( حقانیانو ) او د هغوی د سپی ( قاری سعید خوستی ) په وړاندی یوه لنډه څرګندونه:
    طالب ادعا لری چی د هغوی د فکری – عقیدتی ماشین د تحرک قوه فقط اسلام دئ ( البته د هغوی په ګومان ) خو پوښتنه دا ده چی د طالب او حقانی او خوښتی او خوستی او خوسی شوده ګانو او بوده ګانو او په یورپ او اروپا کی د هغوی د جاهلو فدائیانو دینی غیرت هلته ولی فلج دی کله چی په ځینو اروپائی ښارونو کی په عام محضر کی قرآن سوځول کیږی؟
    امّا
    لوپړ ساب شل کلونه د ( طالب د غیابت او هجران ) له کبله په سخته روانی ناروغی اخته ؤ خو اوس چی ئی هجران په وصال بدل سویدی بیا هم ناراضه او روانی ناروغی ئی لس چنده سویده او د شیطان پر ښکر سپور دی. داسی ښکاری چی لوپر غوندی کسانو د خپلی خر مستی په دوران کی د ( مست غوائی ) د دفاع په لیاره کی ډیر سپین پښتانه او غیر پښتانه د وخت د استخباراتو بی رحمو منګولو ته سپارلی وی او د وخت د مسکو او اوسنی لندن د استخباراتو په لمنه لمنه کی روزل سوی خبیث کس ( داوود جنبش ) او د نهرو په پوهنتون کی د پښتو نام نهاد پروفیسور او نورو اروپا میشت ځینو خبیثو پښتنو غوندی ئی لاسونه د خپلو وطنوالو په وینو سره وی او احتمالاً لوپر به همهغه د نهرو د پوهنتون پر هندواڼو مَیَن پروفیسور ساب وی.

  6. لوپر یعنی لوي شین خر.
    یاره دا د خره خبره بیرته اخلم.
    دا د خره لپاره لوی توحین دۍ.
    لوپر لکه څنګه یې چه نوم همداسې کوڅه ډب….دۍ.
    ټول مرض مرض دۍ.
    زهر زهر دۍ.
    د مردارو اوبو ډنډ دۍ.
    چټلی ده، بد بختی ده.
    نشه یې دۍ ، شرابی دۍ.
    Пиво یې دی.
    لوپر غوندې خلک څوک لرلۍ هم نشی ځکه د داسې یوه سوډر سره به څوک ژوند وکړی؟؟
    بیا هم د کوم بد بخت زوی خو به وی. که کومه بدبخته یې میرمن وی او یا کوم بدبخته اولاد ولری؟؟
    لوپر تور داغ دۍ د خپل فامیل لپاره.
    خو ما چه څومره هم دا شان منافقین لیدلی دی په کور چونګ نشی وهلۍ.
    دهغی نشی نه هم خوند نشی اخیستۍ ځکه چه ټوله خبره په ترس او لرس کی وی.
    د ډاډه زړه خبره نوی.
    په کور کی خو یې نشی څکلۍ، قسم چه د ریبځې لاستۍ خو په ننه باسی.
    که ووایم چه شیطان دۍ ؟
    دا هم غلطه ده ځکه شیطان څنګه دومره خر کیدۍ شی لکه لوپر
    راځۍ چه دا پوښتنه په خپله د لوپر نه وکړو چه دا ته د کوم باغ مولۍ یې؟؟

    • طالب جانه خوشې لګیایې ستا سره زړه خوږي پر دې لرم چې ناپوهه یې په چاوېېلو عقیده لرې خو عقیده دخپله ، اما دنورو انسانانو حق خوړل له کاره او تحصیله منعه کول یوه دیکتاتوري او فاشستي ده ، دا پردې مانا چې انسانان په یوو زندان کې ژوند کوي او روحي شکنجه کیږي ! ایا دغه ظلم‌ په اسلام کې روا دی ؟؟؟ که روا او جائز وي دا خو نو ډېره بی منطقه جنایتکاره لاره ده ! بل ګوره په کومو افسانو چې ته او تاسو عیده لرۍ هغه په ټوله اسلامي نړۍ کې یورنګ ندي هغه یو له بله ډیر فرق لري ! نو نتیجه داده چې ستا سو دین یو ګډ شریک مخرج نلري ! افسانوي بی لابراتواره د ډار قصې او افسانې ټولې شوې چې یو واحدې نقطې ته تقرب نکوي او ګډ مخرج نلري ، دیهودو ، عیسویانو په مذهبي کار نامو ولاړ دي ! خو سیانس تخنالوګي په ټولو هیوادونو کې یو شی دی چې څټ ته یې طبعی علوم: فزیک ، زياضي ، کمیا ، بیالوګي ، اقتصاد او او ولاړ دي ! ستا سو دین تجربوي او لابراتواري ندی نو ځکه یې انسانان په مختلفو ډولونو استعمالوي او ټول ورڅخه ، څوک کم او څوک ډیر ډاریږي ! حقیقتونه نور هم ډير شته چې درته واضح یې کړم خو نور بس دی !
      زه به ډیر خو شاله شم که فکر وکړې : چې ولې په قران کې یووارې یو ایات راغلی او بیا بیرته فسخه شوی یانې له عملی کیدو لوېدلی دی ؟ خدای خو ټول شیان پیداکړي او پیداکوي یې نو خدای ولې غلط شي یووارې يو څه وایې او بیا بل څه !!

  7. خوستی خپل ټر په فر پوټوي, خوستي دومره غول ولړل چې دده نسلونه به یې نکړې پاک, دده جهاد او مسلمان وژنه صرف د ځان سړولو لپاره وو

  8. دخوستی خبری به دتاند، خامه، آمو، هشت صبح هغو کسانو ته وی چی دنظیری په شان مرتد او منافق دافغانستان په خلاف تبلیغات پکی کوی.
    تاند خو هسی هم دطالبانو په ضد اور اچولو ته شپه او ورځ نه وینی. کنی تاندوالو باید لیږ فکر کړای وای او دخبری عنوان یی شرانګیز کړی نوای.
    خوستی ټول بهر میشته افغانان نه وژنی ځکه هغه وایی چی ډیر افغانان سته چی دشرارتیانو مخه ونیسی. دا رښتیا ده. بیګا می ولیدل دپروان دډم په محفل کی په چاقوګانو سره وهل سوی خلک یی اعلان کړل او هغه یی دتښتیدلو هغه ډلی ته منسوب کړل چی دطیاری په تناوو امریکا ته رسیدلی وو. دافغانستان تښتیدلی دوی طبقی دی: له کمونستانو تښتیدلی، له اسلامه تښتیدلی. له اسلامه تیښتیدلی هم دوه طبقی لری: کمونست مرتدان، او غربی مرتدان. البته ځینی موقغ طلب خلک هم سته جی په درواغو یی ځان مجاهد، کمونست او امریکایی کولابریتر معرفی کړی وی. تښتیدلی افغانان ددروغو ماستران دی.
    طالبان هغه دافغانستان ضد خلک باید تعقیب کړی. دهغو ځالی مالومی کړی. دخوستی سیب دی خدای کور آباد لری چی دتښتیدلو ورانکارانو په اعمالو یی فکر کړی او دهغه دبندولو عواقب یی په نظر کی نیولی. خو اوس خبره نه دوژلو ده او نه دپریښولو ده. موضوع حدی ده. نوری سل لیاری شته چی دافغانستان دښمنانو مخه باندی ونیول سی. زیات یی اوس هم په وطن کی خپلوان لری او غواړی چی له هغو سره ارتباط وساتی. بیرته وطن ته راسی، او بله ډله هغه خلک دی چی دپردو په چوپر کی دافغانستان په ضد بیرونی او درونی شرارتونه لټوی او دوطن ځوانان بغاوت ته دعوتوی. دهر یوه لپاره باید ځانګړی تصمیم ونیول سی.
    طالبان هغه افغانان هم باید ونازوی چی دڅلویښت کلو عمر په وخت کی یی خپل نسلونه داسلام او افغانستان په مینه روزلی. زه ډیر داسی کسان پیژنم چی دملا هیبت الله په ډول عالمان او له هغه به بهتر وی. بیا هم په خارج کی دی او دمسلمانو لپاره دخدمت مثال دی. زما عقیده چی خوستی سیب همداسی خلکو پسی نده اخیستی.

    • د جناب ثابت سره زه همنظره یم. تاند ژورنالیستیک اصول نه دي رعایت کړي. پکار وه چې د خوستي سره یې د بیل عکس هم خپور کړی وای. او ضمناً یې د بیل کیسه یو څه توضیح کړې وای څو خلک پوی شوي وای چې خوستی څوک دی. او د طالبانو اخلاق څنګه دي.

  9. وحید خانه
    بایدن دی په تا مبارک وی. ستا رهبران دی هم په تا مبارک وی. زه خو وایم چی همدا ستا رهبران وو چی افغانستان ته یی امریکایی اشغال وهڅاوو. مونږ پوهیږو چی امریکا دشر کڅوړه ده. دهر چا لاس چی ورلویدلی وی نو هغه سم ندی پاتی سوی. ستا رهبرانو نه ملی پایی درلودی او نه دملت په غم کی وو. خپله یی لټوله او کیدای سی دمساوات او افغان ملت غړی وی چی ترخپلو یی امریکایی او غربی ګټو ته زیات احترام درلود. همدا خلک چی ته یی ستر بولی دهغه افغانانو مسؤلیت لری چی دامریکایانو په تایید پاکستانیانو دملی ګټو په خلاف روزل.
    افغانانو خپل وطن وساته. هغه دخپلو وینو په سر. مولوی منصور مو یاد دی چی دامریکا په امر پاکستان له خپل قلمرو نه وتیښتی ته اړ کړ او اخر یی په لوګر کی شهید کړ. مولوی منصور دامریکا له سفر وروسته دامریکا په خلاف خلکو ته دنوی دښمن خبر ورکاوو. دا ځکه چی هلته پوه سوی وو چی امریکا خپل مقصدونه لری او هغه دافغانستان په خیر ندی. افغانستان همدا خلکو ساتلی دی. څینی یی په پټه له امریکا سره ملګری سول او څینی همهغسی په افغانستان مین له ژونده ولاړل. خدای دی قبرونه منور کړی او مونږ یی باید همیش یاد ولرو. دا مو هم باید له یاده ولاړ نسی چی دمنصور دسیاسی مدرسی خلک همدا طالبان دی. دا هغه خلک دی چی دضرورت په خاطر داشتباهی خلکو سره په معاملی کی یی خپل اسلام پال مجاهدین ساتل. تاسو باید سم تجقیق وکړی او سمه نتیجه واخلی. که تاسو له هغه اول تښتیدلو نه یاستی نو خبلی کړنی وړنی هم تحلیل کړی چی هغه له اوله تر اخره په کوم ځای کی پیل او چیری خنثی سوی.
    مونږ هغه بهر میشته افغانانو ته هیله من یو کوم چی بیا هم خپل ځان مقصر بولی ولو که دوی پاک خلک وی. هغه خلک چی د دین له سیاست سره الرژی نلری او یا په خپله هم په دینی سیاست باند معتقد وی، همداسی خلک نوی افغانستان خپل منزل ته رسوی. طالبان دی ورته هرکلی ووایی. که طالبان څینی ویریږی بیا هم همدا خلک دینی او ملی وجیبه لری چی افغانستان ته راسی او دطالبانو له حلقی دباندی دوطن په یوه ګټور کار مصروف سی. زه په دی عقیده لرم او همدا می دځان راتلونکی لیار کڼلی ده.
    وحید خانه که تاسو هم دپورته ښو خلکو نه یاستی نو تاسو ته هم همداسی توصیه کوم.

  10. ښاغلي وحيد چاري موښي
    زه خپله ستاسو له نظر سره هم غږی يم نو ځکه ستاسوليکنه نه تکراره وم. دا خوfact ده او له د نه څوک انکار هم نشي کولتی چي همدا پخواني زده کونکي په يوروپ کي وو چي د روسانو د يرغل پرضد مو داروپا په ښارونوکي لايونونه کول او اوس د هغي دوري ځوانانو را پدي خوا په زرهاووښه تکړه ډاکتران،انجنيران علمي او په کار پوه کدرونه لرو چي هره برخه د افغانستان د پرمختگ ډکه کولتي شي.
    او بلخصوص انجنيران مو په داسي بر خو کي چي د اروپايي کمپنيوله خواحتا يوروپ دننه او بهر دپروجکت منجر په حيث لکه دګاډي او د تيلو د پايپ لاين، ساختمان او نورو داسي برخو کي غټ غټ پروجکته په بري سره په کاراچولي……….
    دا هم بايد روښانه کړم چي ډيري دد علمي پوهانو برخه اوس تقاوت دي خپلو کرونو کي ناست دي همدا تقاوتيان تيار دي چي افغانستان ته لاړشي او بي له معاشه مفتکلذي کار وکړي خو که څوک د دوی خبري او وړانديزونه ومني حتي ديته هم تياردي که تالب دومره نرم او خپلي کړني افغانستان او افغان اولس په ګټه لکه دايران ملايي سيستم شانته سياست او عمل وچلوي زه په د باور لرم په زرهاوو افغانان به خپل مورني وتن بيرته ستانه شي. ډيري بهر کي ميشت افغانان د تالبانو د پررزولو نيت نيت نه لري خو د دبعضي شيانو غوښتني لري چي هغه که تالب وغواړي دا غوښتني لکه نجونوته د زدکړي لار خلاسول داکوم داسي غټ مشکل د تالب لپاره نه دی ځکه په تالب کي دا توان لري چي له شپږ زرو هليکانو ازموينه واخلي او ملايا ن شي نو څنګه نشي کيدای چي د نجونو د برحاله تيارو مکتبونو ښونکوسره د مکتبونو او پوهنتون ورونه نجونوته تړلي او داسي ……….ولي

  11. خوستی اول باید خپل کوناټی وګوری چی تر اوسه دبیلچه داغ پری شته کنه ته یو زناکار او لواطت کار حیوان یې داسی نشی چی بیا د خور او مور پرتګونه او کمیسونه واغندی او پچادری کښی تیشته وکړی ستا بیغیرته پنجابی غیرت افغانانو ته معلوم ده که زور در باندی راشی بیا له هر څنه دی تیر یې همدا بیناموس انګلیسانو او مرتدد امریکایانو ته صرف دی اسلام نام بدی لپاره راوستی یې او بیا به د په کونه لرګی در منډی او نوم به د هم ممیز کښدی دا فکر مه کوه چی ته کوم سوډر یې ته د یو غوماښی حیثیت هم نلری که ژوند وه بیا به د پنجاب بټیو کی ګورو

  12. ګوړه ګوړه وایه خوله به د خوږه وی.

    خیر دۍ دا یو لس کاله خو موږ هم ورپریږدۍ چه خپل عقل او بخت وازمایو.
    دا د ۵۲ ملکونو له کفارو او د هغو د نا مشروع اولادونو عطا پوف، دوستم، مخقق، ظابت فهیم ، قانونی، قمندان رازق، علی پور یاره کوم یو یې درته یاد کړم.
    کرزۍ ډبل عبدالله خلیلی
    پیدرام.
    له د پورتنیو ټولو طالبان ډیر خراب مزدور او غلامان دی؟؟
    د طالبانو خو بیا هم ادرس معلوم دۍ ستاسو په خیالاتو چه ټول پنجابیان دی. خیر دۍ وخت به یې راشی ورسره ګورو به.
    هغه د چا خبره مدعی د معلوم دۍ.
    ټول شکر سترګې لرو.
    په عمل کی خو دوی له د ټولو ښه خلک دی. هغه په د معنی چه مرګ نشته زور زیاتۍ نشته، غلامی نشته اشغال نشته.
    قسم په الله ج که څوک دا ټوله دنیا هم راکړی او راته ووایې چه ته او ستا ناموس به ستا په خپل پلرنی وطن کی زما په خوښه کښینی او پاڅیږی ته یې منې؟؟ زه خو یې نشم منلۍ.
    زما په یاد دی چه له امریکایی کاروان نه څوک نشول مخته کیدلۍ حتا که ډیر غټ او پړسیدلۍ مزدور به هم وو.
    دا به د کوم افغان ظمیر ومنی؟؟ له هغې نورو خبرو به تیر شو څنګه به دNGO ډمی کور په کور ګرځیدلې او د ( عامه پوهاوی) په پلمه به یې د (امن خونه) له افغانو خویندو ډکولې.
    دا می بیلګې درته راوستی.

    راشۍ وروڼو ورور ته ورور ووایو او تیر شو له دغو پیغور ورکولو.

    نور څه نه غواړم صرف چه وطن او وطندار لږه ستومانی وباسی.
    دا زخمی زخمی وطن او دا دردیدلۍ ملت لږ آرام ته پریګدۍ.
    که یوه نیمه ډالر ایورو مو پری لوریږی راشۍ چکر ته
    مینه راوړۍ خوشحالی راوړۍ مصرف یې کړۍ.
    له شرقه تر غربه بیا له شماله تر جنوبه مزې کوه.
    ژبنی قومی تعصوبونه ختم دی ورورولی ده.
    د اغیارو خبری به نه منو
    پینځه کاله مخکی د قوشتیپی کانال سره له دومره (علمی کادرونو) او ډالرو یو خوب او خیال وو خو نن په دومره بی وسۍ او مجبورۍ کی مخ په تکمیل دۍ.
    دا چه د کابل شهروال ملا دۍ که اکاډیمیک شخصیت دۍ ځما پرې څه کار زه عمل ته ګورم.

    بیا هم لږ حوصله وکړۍ د تعصب عینکې له سترګو لرې کړۍ.
    خیر دۍ که ستاسو په څیر نه یو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب