پوهاند محمد بشیر دودیال
افغانان د جګړې پایته رسیدو ته ډیر هیله من اوخوښ وو. د دوی هیله دا وه چې د سولې په راتګ به اقتصاد ښه او دباعزته ژوند بهیر به بېرته هیواد ته راستون شي. تېرو جګړو افغانانو ته زښت زیات مادی او معنوی زیان رسولی دی. زښت زیات فرصتونه له لاسه ووتل. له جګړې وروسته لومړیتوبونه؛ د اقتصاد ښه کول، د استخدام د فرصتونو ایجاد، د زیربنا بېرته رغاونه، دطبیعی منابعو ډیرښه او معقول مدیریت او ساتنه، دچاپیریالی ستونزو لپاره تدابیر او د عامه خدماتو د کیفیت ښه کول دي. دغه موخې هغه وخت ترسره کیږي چې پانګونه وشي او پروژې تر کار لاندې ونیول شي. نو پانګونه (Investment) او پروژه ( Project) یعنې څه؟
د پانګونې ډیر لنډ مفهوم داسې دی:
د وخت په یوه دوره کې د یوې شتمنی داسې تخصیص کول اوپه کار اچول چې دهغې په ارزښت کې زیاتوالی راشي. یا
Investment is the dedication of an asset to attain an increase in value over a period of time
دپروژې ډېر لنډ تعریف داسی دی: هغه اقتصادی فعالیت یا د فعالیتونو مجموعه چی له یوې خوا د عواملو( input) غوښتنه کوي، له بلې خوا پایله (output) تر لاسه کوي. په عواملو کې پانګه، کار، مدیریت، پلان، وسایل او ډیر نور شامل دي. ښه پروژه هغه ده چې په لږ لګښت، کم وخت کې د لوړ کیفیت لرونکی پایله ترلاسه کړي.
اوس چې د پانګونې او پروژو په مفهوم پوه شولو، دا باید هیره نه کړو، چې پانګونه ډیر زیات دقت او ژور څو اړخیز تحلیل غواړي. نورو هیوادو کی د اقتصاد تر ټولو تکړه ماهرین په پانګونه دقت او څیړنه کوي، پارلمان، مدنی فعالان، ګوندونه، سیاستوال، پالیسی جوړوونکی او سیاسی او ټولنیز ستراتیژیستان د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې له تحلیل څخه ځان ډاډمن او له ګټورتوب څخه یې خپل قناعت حاصلوي.
اوس چې ډیر بهرني او کورنی پانګوال افغانستان کې پانګونې ته بیړه لري، باید دې برخه کې ډیر دقت وشي. افغانستان د طبیعی منابعو له پلوه شتمن هیواد دی، تر اوسه نه دی توانېدلای چې له خپلو منابعو ګټه پورته کړی، یعنی دلته ډیر اقتصادی ریزرفونه دست ناخورده دي. په همدې خاطر ګڼ شمیر هیوادونه او آن کورنی پانګوال بیړه لري چې په دغو برخو کې پانګونه وکړی او اقتصادی پروژې پیل کړي. دا ډیره ښه خبره ده چې کورنۍ او بهرنۍ پانګه جلب شي، خو دا ډیر باریک کار دی. په دې کې ډیره ضروري ده چې د طبیعی منابعو (خصوصاً معدن) په ګټه کې افغانستان اصلی شریک وي، حساس فرهنکی میراث زیانمن نشي، بعدی چاپیریالي ستونزې را منځته نشي، دوام لرونکی پرمختیا( sustainable development) په پام کې وي، د معدن اصلی عنصر سره نور ترکیبی بها لرونکی اجزا محاسبه شی، اقلاً غیرمتخصص کارګر له کورني بشري ځواک څخه تامین شی، د افغانستان مالی موسسات (مثلاً بانکونه او دمالیی وزارت) پکی قانونی رول او صلاحیت ولري، د کاریدونکې تکنالوژی او که ایجاب کوی د استملاک مسئله او د محل د خلکو اسکان، فرصتی ګتې او مصارف هراړخیزه وکتل شي او داسی نور. ډیر باریک مسایل شته، چې د ملی نافعیت د تحلیل برخې دي. له دې امله چې دا بحث طولانی او هر اړخیز دی، نو په څو برخو کې به تنظیم شي:
لومړی به په پروژو کې د پانګونې موضوع وګورو:که خصوصی سکتور عامه طبیعی منابعو کې پانګونه کوی، طبعاً هغه صرف خپل مفاد ته ګوري، نه عامه ګټو او د منبع دوام لرونکی استفادې ته.
هر پانګه اچوونکی (کورنی او بهرنی) خپله پانګه ډیره په هوښیاری مصرفوي. زموږ لپاره عام المنفعه او انکشافي پروژې ډېر اوچت ارزښت لري، تر څو خپلو انکشافي اهدافو ته ورسېږو، نو د دې منظور لپاره د مطلوبه پانګونو په هکله د کافي او موثقو معلوماتو موجوديت حتمي دى.
هغه سرمايه ګذاري چې په انکشافي پروژو کې کېږي، د ټولنی پرژوند، ملی شتمنیو، چاپیریال، استخدام، عوایدو او نورو برخو باندې محسوس او غیرمحسوس، مثبت او منفی تاثیرات لري، نود پانګونی د مشخصاتو او د پروژو تحلیل مهم دی ترڅود منابعو تخصيص معقول وي. دغه رازد يوې پروژې مورد نظر حاصل چې په هغې کې سرمايګذاري د انکشافي اهدافو د ترسره کېدو په منظور کېږي، د بېلابېلو تخنيکي، اجتماعي او سياسي عواملو تابع وي. په يوه پروژه کې بايد د منابعو تخصيص داسې صورت ونيسي چې د پورتنيو عواملو موجوديت، شرايط، کميت او کيفيت د امکان تر حده مطالعه او ارزيابي شي.
له بده مرغه، د ناوړه وضعیت له امله زموږ یو شمیر پانګوال له هیواد بهر دي او پانګه یې هم بهرنیو بانکونو کې ده، دا وضعیت زموږ د اقتصاد او په هیواد کې دپانګونې لپاره ښه ندی، بهرنی پانګوال لازیات خپلې ګټې لټوي، نه زموږ ګټه چې پانګونه را سره کوي. دلته پانګوال څو مشخصې تحلیلوی:
پانګه اچوونکی د پروژو ګټه د بانکی بهرې سره مقایسه کوي، دوی ته ممکن خپل هیواد، نورو هیوادو او ډیرو نوروځایو کې د پانګونې امکانات وي، خو دوی تر ټولو هغه ښه ګټه لرونکی پریتو (parito optimum) یا مساعد حالت تحلیل او پیدا کوی، چې د بانکی تکتانی او ربح له ګټې ورته کمه نه، بلکې زیاته وي. له دی امله چې دوی بانکي سیستم لري، بانکی ربح/تکتانه او نور امکانات په نظر کې نیسي، خو موږ متاسفانه دا ډول تحلیلونه نشو کولای او بانکي سیستم مو هم ثابت او میعاری فعال ندی، آن داچې بانکی انتقالات په ټپه ولاړ دي. دا حالت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ستونزمن او زموږ لپاره اقتصادی تحلیل ناممکن کوي.
په تیره بیا؛ بهرنی سرمایګذاران اوس ډیر هوښیار دي، چې په هوښیارۍ ورسره قرارداد کې خبرې ونشي، دوی خپله خالصه ګټه لوړول غواړي، مثلاً دوی دغو مشخصو ته نظر کوي:
- دخپلې پانګې نهایی مولدیت په ډیره هوښاری او حسابی طریقو سنجوي،
- د ساده بهرې پایه( Sample Rate of Return) سنجوی،
- دبازدهی یا جبران مشخصه(Pay Back Period/Recovery Period /PBP) ورته معیاردی،
- دحاصل – مصرف مشخصه تحلیلوی،
- د وسطی بهری پایه(Average Rate Return) او دهغی پایله ګوري،
- غواړی د پانګونی او د پروژو په جریان کی خپل کسان په آزاد لاس وګوماري،
- دوی پوره تجربه او ځان سره نړیوال مشاورین لري… .
د افغانستان لپاره د پانګې اچونې او د پروژو ملی نافعیت سنجول او د CBA تحلیل او د مربوطه پانګونې او پروژې د موثریت د پایې مشخصه تحلیل کول مهم دي. له نیکه مرغه لویو پروژو او پانګونو کې نړیوال بانک او د هغه متخصصین ډیره ښه مشوره ورکولای شی. اوس د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنی او طبیعی منابعو سازمانونه، یو شمیر نړیوال کنوانسیونونه، میثاقونه او یو شمیر بنسټونه شته چې د پرمختیایی او جګړه ځپلو هیوادو د اقتصادی وضعیت د ښه کیدو اود دوی د ملی انکشافی پروژو او بهرنیو پانګونو د مساعد حالت په اړه ورسره مرسته کوی. خو افغانستان سره ورځ په ورځ د دې ډول بنسټونو روابط پرې کیږي او تجربه لرونکي، پوه او متخصص تحلیلونکی نلرو. اقتصادی عمومی پالیسی هم څرګنده نده. نو په داسې حالت کې چې موږ خپله د پانګونې او پروژو تحلیل ونشو کولای او مشوره ورکوونکی هم ونه لرو، دا به زموږ د راتلونکی لپاره لویې ستونزې راته جوړې کړي. د دې بدحالت او مجبوری یو مثال دادی چې؛ همدا اوس له دې ډول تشیال څخه په استفادې، یو شمیر ګاونډیان غواړي د افغانستان د اوبو د منابعو وضعیت د خپلې اوږدې راتلونکې د ګټو سره سم اغیز لاندې راولي، یو شمیر نور غواړي په کانونو او نورو برخو باندې کار پیل کړي. همدا اوس له تحلیلی مرام او چوکاټ پرته دلته لکه د یوې بی څښتنه جغرافیې د ترانزیت مسیرونه پرانیستل شوي، ډېر خام توکي، ځنګل، نایاب الوتونکی، تاریخی آثار، بی مارکه لاسی صنعت او نور له مدیریت کولو وتي دي.
موږ وایو چې: د اقتصادی پروژو پیل کول او د پانګې جلبول مُبرمیت او ضرورت دی، خو تحلیل تر دې هم مهم دی. موږ تیر وخت کې هم نه بخښونکی اشتباهات کړي چې راتلونکو نسلونو ته یې ځواب نلرو، که دې ډول اشتباهاتو ته دوام ورکړو، موږ به خپلې راتلونکی ته زیان اړولی وي( بحث دوام لري).
ددودیال سیب خبره تر ډیره ښه خبره ده. خو ددودیال سیب ځینی خبری اکادمیک او له واقعیت سره ډیره رابطه نلری.
هغه جی ددویال سیب باید پام ورته وکړی:
۱. بانکی سیستم صرف د خدمت لپاره جوړ دی، هغه دسرمایکاری یا پانګونی لپاره چمتو ندی. دافغانستان بانکی سیستم دانویستمنټ درجی ته لا رسیدلی ندی.
۲. په بانکی سیستم کی دانویسټمنټ (تثمیر) او فایننس (تمویل) په مینځ کی فرق دی. دافغانستان بانکی سیستم فایننس هم پوره نسی کولی. دافغانستان نیمګړی بانکی سیستم باید سم تحلیل سوی وای او دهغه په هکله هم باید داصلاح خبره سوی وای.
۳. داخلی پانګه دتجارانو خپلی روپی دی. هغه له بانکو نه ترلاسه کوی. نو دودیال سیب باید دخارجی او داخلی پانګه اجونکو د cash flow مناسب تحلیل کړی وای ځکه دداخلی ریټرن آن انویستمنټ بیل دی.
زه ددودیال سیب سره موافق نه یم ځکه دوی په امریکایی او اروپایی بانکو باندی عقیده سته. زه په هغوی باور نلرم. هغوی داستعماری پلان مطابق خپل تحلیلونه کوی او افغانستان خپل تحلیل ته ضرورت لری کوم چی په ملی منافعو ولاړ وی. افغانستان باید دغربی ګټو او دهغوی دخسارو پور پری نکړی.
افغانستان له یو غټ معضل سره مخ دی. دخارجی استعماری افغانضده دښمنی هدف دی. دودیال سیب دی په دی شرایطو کی دافغانستان دآبادی لیاره وسنجوی. هیله ده داسی خبری ونکړی چی هغه دغربی استعمارګرو دګټی ساتنی لپاره دموجوده سیستم او تګلاری انتقاد وی.
زه دویال سیب ته درخواست کوم چی دخپلو معلوماتو دنقص سره سره تحلیل ونکړی. دیوه پوهاند خبری باید په واقعیت ولاړی وی نه په اټکل او یوثانوی فکر کولو. ما ددوی په لیکنه کی ولیدل چی ځینی دعواوی یی کړی وی خو هغه یی مستند نه دی ښودلی. زما فکر همدی ځای ته سو او خدای سته وارخطا یی کړم. دا ځکه داسی لیکنی باید اکادمی قوانین پوره په نظر کی ونیسی. دا هم په دی چی لیکنه سیاسی نسی او اوچت اکادمی حیثیت ولری ترڅو پالیسی جوړونکی ځینی فایده واخلی.
سلامونه
زما په نظر،د پوهاند صاحب دودیال ټولې ليکنې زما لپاره خو آموزنده دي؛نورو لپاره نپوهیږم ؛خو د محترم ثابت ورور سره همنظره نه یم. د تاند صفحه د اقتصاد پوهنځي یا کوم بل پوهنځي د ماستري یا دوکتورا صنف نه ده ؛فکر کوم د عام ولس پوهاوي لپاره اړین شیان ذکر کیږي ، زه چې د دودیال صیب لیکنې لولم یو خو دا ابتکار ې د ستایلو وړ بولم چې ډیر مهم اصطلاحات له انګلش پښتو او بعضې دري کلماتو ته په ډیره امانتدارۍ ژباړي او تشریح کوي. ثابت خان خو ې په عربي معادل لیکئ!!
دا لکه دطب ډاکټر د ناروغۍ په یو څه تشریح سره ، ثابت ووایي چې د جراحۍ آپریشنونه هم تشریح شي یا د دوا دوز!!
*د بانکدارۍ په برخه کې یوه خبره چې ما د پوهاند صیب هډه وال له خولې په دیني لارښوونو شمشاد ټ.وي کې اوریدلې وه د ، اسلامي بانکدارۍ سیستم دی چې که ط .د ربوا=سود په حرام اوسیدلو یقین لري لکه په بنګله دیش ،مالیزیا، اندونیشیا ا .د.ن. ملکونو په شان ګامونه پورته کړي.والسلام .په احترام
خدای وکي ثابت ساب خفه نه شي.
First of all I thank you very much for making efforts to write essays about Afghan Economy, and the progress .there. Secondly, what I see in your writing is no reference mentioned to show its credibility
Therefore, I would like to suggest to you when writing an essay please add some references as the end. This
will make it more reliable for the readers. My sincere apology for not writing in Pashto, since I don’t have the Pashto keyboard.
دیر ګران ثابت صاحب، منلی او ښاغلی زړور ساپی صاحب او قدرمن وزیری صاحب السلام علیکم ورحمته الله وبرکاتُه !
ډیر ه مننه کوم چی زما ناچیزه لیکنه مو لوستی ده، ثابت صاحب ته باید عرض وکړم چی ما لیکلی چی زموږ بانکی سیستم پوره ندی، مالی موسسات ټول هماهنګ ندی، دا نیمګړتیا تنها اوس نه، بلکې تر یو حده پخوا هم وه. زما لیکنه سیاسی نده چی کوم رژیم یا نظام ته متوجه وی، بلکې د پانګونی او پروژو د عملی کولو خبری می ډیری عامیانه زااخیستی دی. نو ثابت صاحب چی غربی بانکی سیستم نه منی، ایکاش موږ وکولای شو بی سوده یعنی اسلامی بانکداری او د هغی ډیر ګټور پروډکت(مضاربه، مشارکت، مزارعه، مساقات، سلم پور، دماشوم(اولادو لپاره) سپما،….) رواج، تقویه، حمایه او رهبری کړو. دا لا ښه خبره ده. زه به ان شاالله د اسلامی امت د خیر او معیشت او ابرومند با عزته ژوند لپاره د اسلامی بانکولی او اسلامی اقتصاد په اړه د مقالو سلسله شروع کړم، اسلام د فقر او ذلت دین ندی، بلکې دعزت او اوچت لاس لرلو دین دی، خو دا متره او اراده نه ګورم چی څوک یی عملی کړی، یا اقلاً ویی منی. څوک دا ضمانت ورکوی چی د بهترین اسلامی اقتصاد او اسلامی بانکولی لاری عملی شی؟ اوس خو د افغانستان مسلمان ملت سخت ذلت کی دی،
له ډیر معزز ساپی څخه مننه کوم چی زما اصلی مقصد یی واضح کړی . د معزز او درووند ساپی صاحب پوهې، ژوری مطالعی او آفاقی معلوماتو ته آفرین وایم د دوی له نظریاتو می تل زده کړه کړی ده. محترم وزیری صاحب ته باید جدا په انګلیسی ولیکم او که فعلاً به لنډ ورته عرض وکړم : ماخذ (references) په scientific/heavy writingلیکنو کی شرط دی، پرته له هغه عملی مقاله نیمګړی شمیر ل کیږی، اما نه هیروو چی زما لیکنه ورځنی او صرف معلوماتی ده . دتاند ډیر لوستونکی مسلکی او د څانګی متخصص ندی ، که نه یوه مقاله باید دلاندی روش او اجزاو سره سمه ولیکل شی:
Abstract, Introduction, Objective(s), Problem(s)
Methodology,statistical analysis, Theoretical/conceptual framework,Result<Conclusion, Recommendation, REFERENCES
ولری,, دغه اخر می ځکه په کبیټال ولیک، چی ستاسو فرموده تایید او تمرکز ورباندی وکړم. خو زه همدی تاند کی علمی مقالی لرم چی ماخذ لری، هغه عمومی معلومات نه، بلکې تحقیقی دی. له تاسو ټولو درنو څخه یو ځل بیا مننه
ډیره قوی او خوندوره لیکنه وه