شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د طالب مشرانو مهمه غونډه پلان شوې

کندهار کې د طالب مشرانو مهمه غونډه پلان شوې

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۲ )  نا تایید شوي راپورونه څرګندوي، چې د طالبانو مشرانو په کندهار کې د دوحې غونډې له پای ته رسیدو وروسته، په خپل منځ کې د مهمې مشورتي غونډې تابیا نیولې ده.

ویل کیږي، چې دا غونډه ممکن د دوی د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله په مشرۍ ترسره او د طالبانو د کابینې ټول یا مهم غړي پکې برخه واخلي.

د راپورونو په اساس، د طالبانو یو شمېر مشران لا وار د مخه کندهار ته رسیدلي او د دې غونډې د ترسره کیدو انتظار باسي.

د تاند سرچینو ویلي، چې د طالبانو د پوهنې او کانونو او پټرولیم وزیران دمګړۍ په کندهار کې دي.

د دوحې غونډه کې تمه ده، چې نړیواله ټولنه طالب رژيم ته د بهرنیو تعاملاتو د دوام لپاره خپل اصول او شرطونه واضح کړي.

که څه هم د طالبانو کوم استازی په دغه غونډه کې برخه نه لري، خو د طالبانو مخالفان ادعا لري چې د دغې ډلې غیر رسمي استازیتوب د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر کوي.

د دوحې غونډې له پای ته رسیدو وروسته، په پام کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي پاکستان ته لاړ شي.

یاد شوی سفر ځینو څارونکو د دوحې ناستې له پریکړو د طالبانو خبریدو او په اړه یې پاکستاني چارواکو سره مشورو پورې تړلی.

له دې سره، تمه کیږي چې طالب مشران به کندهار کې هم د نړیوالو د وضع کیدونکو شرطونو پر وړاندې خپلې مشورې او پریکړې وکړي.

نړیواله ټولنه د طالبانو له لوري له زده کړو او کار څخه د میلیونونه افغان نجونو او ښځو په محرومیدو، د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د تروریستي خطرونو د ختمیدو، د بشري حقونو د تامین او او په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړیدو په اړه مشخصې غوښتنې لري.

طالب چارواکي بیا ټینګار کوي، چې افغان خاوره د چا خلاف نه کاریږي، دوی ټول شموله حکومت جوړ کړی او د ټولو حقونه یې تامین کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب