جمعه, اپریل 26, 2024
Home+افغانستان ولې دسیمې او نړۍوالې سیالۍ قرباني شو؟

افغانستان ولې دسیمې او نړۍوالې سیالۍ قرباني شو؟

استخباراتي جګړه
  د خوږو ترخو ۲برخه
استادشهسوارسنګروال
د پاکستان په تړاود برژینسکي څرګندونې : په پاکستان کې دامریکا د سی اې اې استازي جان جي، ریګان (۱۹۷۷ ) کال د پاکستان د غوښتنو په تړاو وویل؛ د امریکا دولسمشر«کار تر» امنیتی سلاکار په (وروسته د ریګن د واک په مهال ) ۱۹۸۱ کال برژینسکي چې ۴۰۰ میلونه ډالره ورسره وو غوښتل چې پاکستان ته ورکړي، ضیاءالحق نه منله، او وې وېل دغه پیسی دومره دي لکه په اوقیانوس کې یو څاڅکی.
هغه ۳ میلیارده ډالره چې د امریکې پارلمان مصر ته منظور کړي ول، پاکستان ځان د هغه مستحق ګڼي.
ضیاء په ځغرده وویلې، دا جنګ د امریکې دی خو پاکستان یې کوربه دی او پر مخ یې وړي … ټینګار یې وکړ، له شوروي دویټنام دجنګ دکسات اوغچ اخستویو ښه فرصت دی .
القاعده اودالقاعدې په څېرنورترورستي سازمانونه پاکستان کې وزېږېدل. القاعده د شوروي برید ، د افغانستان جګړې وزیږوله، وده یې ورکړه او پراخه شوه او داعش د امریکا د برید په پایله کې چې په عراق یې وکړ، رامنځته شوه او دا دی د القاعدې اوداعش ترهګریزولمبو ټولې دنیا ته اوس ګواښ پېښ کړی دی .
همدغه لاملونه ول چې اوس ترهګراوزورور پاکستان ،په څو بعد یزه جګړه کې ښکېل دی اوسیمه ګواښي :
۱. پاکستان د کشمیر په سر له هندوستان سره جګړه.
۲. د جندالله په ملاتړ له ایران سره جګړه.
۳. د چیچنیا په شتون له روسې سره جګړه.
۴. د منځنې آسیا په خلاف د شرقي ترکستان په نوم جګړه.
۵. له القاعدې سره په ملاتړ له ناټو او امریکا سره جګړه.
۶. د چین خلاف سینکیانګ د مسلمانانو ملاتړ.
۷.د پښتونستان په سردداعش پرملاتړ له افغانستان سره جګړه.
 دشورویا نودوسله وال برید په مهال ویلیم کېسي ډېر فعال سواودسي اې اې ( سیا ) دغه مشر ویلیم کېسي له ټولو ډېر د جهادي غړو ټینګ ګروهمن وه، اخترعبدالرحمن له هر چا زیات د جهاد خواخوږی وه، ددې لامل استخباراتي لوبه وه.
ویلسن هم په ۱۹۸۴ کال د افغانستان لپاره د سي – آی ـ اې پټې بودجې ته ډېرې پیسې ولېږدولې چې افغان مجاهدینو ته ورکړي.
 د کیسي الوتکه به تل د شپې له خوا په پټه یو شمېر قوماندانانو سره د اخترعبدالرحمن پر مټ لیدل او بیا به د شپې په تیاره کې غیب شو.
دغه ټولې هڅې وې چې دغه سیمه یې له اوسني ناو رین سره مخ کړې ده اوپاکستان دترورستانو خوندي ځاې دی ،چې څو بېلګې یې داسې دي :
احرالهند،
په مومند ایجنسي او نورو قبایلي سیمو کې د “جماعت الاحرار” په نوم ډله، چې مخکې د “احرار الهند” په نوم یادیده د “قاسم خراساني” تر مشرۍ لاندې جوړه شوه، چې په دې کې د چارسدې، باجوړ، ورکزی او یو شمېر د نورو سیمو مشران شامل شول.
ټولې دغه ترهګریزې ډلې د افغانستان د بدمرغۍ لامل شوې لکه پخپله بن لادن لومړی د اخوان المسلمین غړی و، چې د پاکستان لاهور ته را وستلی شو او په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته لاره اواره کړه.
لشکر طیبه او ممبيي برید
په ۱۹۸۰کال دشلمې پېړۍ په اتیا ومه لسیزه کې حافظ سعید او د لشکر طیبه پوځي قومندان ذکي الرحمن لسو کسانو ته ترهګریزې زده کړې ورکولې.
ذکي الرحمان لکهوي درې ښځې او اته اولادونه درلودل، یو زوی يې په کشمیر کې وژل شوی وه.
دغې ترهګریزې ډلې د ماهي نیوونکو یوه بېړۍ وتښتوله اوبیا دغو بریدګرو په ډراماتیکه توګه په ممبيي برید وکړ او ۴۸ ساعته دغې جګړې دوام درلود، چې ۱۶۶ کسان، چې شپږ تنه امریکایان او یوه ۱۳ کلنه جلۍ هم پکې وه ووژل.
په امریکا کې یوه غوغا ګډه شوه چې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر له کیاني او پاشا سره ولیدل اود پېښې په تړاویې معلومات ترې وغوښت،خوهغو وویل، پاکستان له دې پېښې سره هیڅ تړاو نه لري.
حال دا چې« اس ریاست »د یوې لسیزې په موده کې له لشکر طیبه سره روزنیز کا رکاوه،چې په پاې کې دې پېښې ته لاره اواره کړه .
C.I.A د خپلو څېړنو په ترڅ کې معلومه کړه، چې I.S.I په دغه برید کې لاس درلود او« کیاني » په کشمیر او افغانستان کې د پټې پالیسي مسول و.
له دې پرته I.S.I د ۲۸ په شاوخوا کې دا ډول ترهګریز،روزنیز مرکزونه جوړکړي ول او د سل ۱۰۰زرو په شاوخوا کې ترهګریې هم دخپلوموخو لپاره برید ته چمتوکړي وو.
اجمل قصاب هم پخپلو اعترافونو کې وښوده چې I.S.I په دغه برید کې له دوی سره مرسته کړې وه.
 C.I.A پر دې بنسټ د اجمل قصاب اعترافونه پاشا سره شریک کړل، خو پاشا ورته وویل، خپلې پوښتنې په لیکنې بڼه وروسپاري .
بل لورته چې هغه مهال کرزي او بوش په ارګ کې ولیدل، نو بیا بوش ، کرزي ته وویل د آی اس آی په اړه ستا خبرې سمې وې.
داعش څرنګه مینځته راغی؟
داعش هغه مهال استخباري ډګرته راوړاندې شو،چې امریکا په عراق وسله وال برید وکړاود عراق او شام اسلامي دولت (داعش) لومړی مشر “زرقاوي” وو، چې په ۲۰۰۶ کال د امریکا په یوه برید کې ووژل شواوبیا یې پرځای “ابو حمزه المهاجر” وټاکل شو .
وروسته دداعش مشرابو عمرالبغدادي شو او په ۲۰۱۰کې امریکا د کډ وعملیاتو په ترڅ کې ووژاه .
بیاهم ددې توند لارې سازمان مشري دابوبکر البغدادي په غاړه شوه، چې په لږه موده کې د عراق ډېرې سیمې لاندې کړی او ان د شېعه ګانو مشر “آیت الله سیستانی” په ټولو شیعه وګړو غږ وکړ، چې د داعشیانو پر وړاندې وسله وال پاڅون وکړي .
داعشیا ن د عراق او سورېي (شام) په هېوادونو کې د اسلامي دولت په نوم هغه وخت ډګر ته راووتل چې امریکا په ۲۰۰۳ کال په عراق برید وکړ.
د ابوبکر البغدادي په وخت کې د اسلامي خلافت نوم په اسلامي دولت واوښت.
ابوبکر البغدادي له ۱۳۷۵ نه تر ۱۳۷۹ هـ پورې له طالبانو سره د کابل په ښار کې وو.
یوه موده له مولوی محمد اسحاق سره په بګرام کې هم استوګن وه، چې دغه وخت کې زرقاوي هم ورسره وه .
 کله چې ایران په عراق کې د شېعه ګانو په ملاتړ مداخله وکړه د “مالکي” د ناسم سیاست له مخې د شېعه ګانو حزب الله د سونیانو پر ضد ودریدل، نو بیا سعودي عربستان له داعشیانو سره مرسته کوله.
ملګرو ملتو سل میلونه ډالره د هغوئ د ځپلو لپاره ورکړل، چې داعش د القاعدې برخه وه، ولې سعودي د جګړي بیلانس هم ساته، ځکه چې دوی هم وېرېدل.
 داعشیانو په افغانستان کې د خراسان داعشیانو پنوم پوځي بریدونه پیل کړل… داسې معلومېږي چې داعشیان د خراساني پتنګانو په پرتله، خراسان ښه پیژني. ولې بیا هم له داعشي خراسانیانونه «افغانستاني خرا سانیان » ډېر خطرناک دی.
 اوس داعش لکه دالقاعدې سازمان په څېر نړیوال ارزښت لري،چې دنړۍ لپاره یو لوې ګواښ ګڼلی کېږي .
دالقاعدې هڅې
د الجزیرې تلویزون د یوې مستندې سرچینې له مخې Documentary: intellingencewar ډېرې څرګندونې خو له خوله کړیدی، لومړی د طالبانو د ویاند عثماني له خولې کیسه کوي، چې د طالبانو مشران په ۱۹۹۵ ز کال خبر شوي ول، چې په امریکا به یو مهم او خونړی برید کېږي.
په ۱۹۹۶ ز کال د نوامبر په میاشت کې سي – آی – اې خبر ترلاسه کړ، چې اسامه بن لادن سټالیټ تیلیفون استعمالوي، چې مرکز یې په کندهار کې دی اودطالبانو تر ولکې لاند سیمه کې اوسېږي .
په ۱۹۹۸ کال د اګست په ۷ مې نېټې په کینیا او تانزیانا کې د امریکا په سفارتونو بریدونه وشول. د نایروبي پولیسو د داود رشید پنوم یو تن ونیو،چې تاسو څرنګه ژوندې پاتې شوئ؟
دی وایي ، ما په هماغه مهال یوې نمرې ته زنګ وواهه، چې دا نمره د یمن په هېواد کې د سنا ښار د “احمدالهدا” د القاعدې مرکز او دده کور وه.
سي – اې – اې وویل، د القاعدې دغه مرکز ته دوه تنه ډېر زنګونه وهلې و، یو یې د فلسطین ابو زبیده او بل یې “مختار” وو.
کله چې په ۱۱/۱۱/۲۰۰۱ کال د امریکا په سوداګریز مرکز برید وشو، د جلال اباد یو تن اوسېدونکې حاجي سید عارف وویل، په دغه وخت کې “اسامه” لما سره وو.
د سي – ای – اې یو تن چارواکي رابرت ګرینر Robert Grenier وویل (۱۹۷۹-۲۰۰۶ کار کاوه)
ما ملا عثماني ته وویل که اسامه را نه کړئ موږ به په تاسو برید وکړو (َU.S.H Is Secret Weapon Pakistan) ده ټینګار کړی دی، چې امریکا په افغانستان برید وکړ، خو د القاعدې غړې او طالبان مخ په پاکستان ور مات شو او هلته یې پناه ځایونه ځانته وموندل.
له یوې خوا د پاکستان ولسمشر مشرف امریکا ته ټټر وواهه، چې موږ ته وسلې او پيسې راکړی، چې ترهګر وځپو او له بلې خوا د پاکستان پوځ او ای اس اې له همغو سره د خوندیتوب لپاره مرسته کوله.
د لالپورې یوه بېړۍ چلوونکی وویل، په دغو شپو کې ما د القاعدې ۱۵ غړي له سیند نه پورې اېستل، چې په دوئ کې اسامه بن لان هم وه.
کله چې په فیصل اباد کې د فلسطین د القاعدې غړی “ابوزبیده” ونیول شو، هغه د تحقیق په ترڅ کې وویل، د مختار اصلي نوم “خالد شیخ محمد” دی، کوم چې د سپتمبر ۱۱ مې نېټې برید پلان کړی وه.
د عربستان داستخباراتومشر ترکي الفیصل،
شاه عبدالعزیز ابن مسعود د اوسني عربستان بنسټ (۱۹۰۲ – ۱۹۵۳ کال) ایښی دی اوده “۱۷” میرمنې او “۴۱” اولادونه درلودل.
 خپل یوزوی فیصل یې ترکی ته واستوو او هلته یې د یوه شتمن سړی له لور سره واده وکړ چې زوی یې اوس د ترکي الفیصل پنوم یادېږي او په ۱۹۴۵ ز کال زېږیدلی دی.
 دا له هغې ورځې یوه ورځ وروسته وه چې نیکه یې شاه عبدالعزیز ابن مسعود چې د پسونو رمه یې هم ځان سره روانه کړې وه د امریکې دولسمشر او روزیلټ په بلنه امریکا ته په کښتۍ کې سفر وکړ.
ترکي الفیصل ، اسامه بن لادن او “احمد بادیب” له میلونو ډالرو سره پاکستان ته ولېږل ،چې مجاهدینو ته وسلي راونیسي.
 ده یوه ورځ اختر عبدالرحمن ته وویل موږ په جګړه ییزو عملیاتو کې ځکه برخه نشو اخستلی چې پرې نپوهېږو، یوازې د چکونو لیکل مو زده دي، ترکي دا هم وویل موږ تاسو ته د سعودي خزاني پرانستي دی څومره چې امریکا مرسته کوی هغومره موږهم کوو.
په ۱۸ پېړۍ کې په سعودي عربستان کې قومي نښتې وې د دوئ نامتو بندر جده لا د عثماني ترکې تر ولکې لاندې وه.
 شاه عبدالعزیز ابن مسعود د یوه قومندان په توګه دغه قومونه ځان سره رهي کړل او د محمد بن عبدالوهاب کورنۍ غړي یې هم ده په ډېرې هوښیارۍ ځان سره روان کړل .
د عربستان داستخباراتو ریس ترکي الفیصل اویوشمېرنوروبنسټپالودامریکا دموافقې له مخې دشوروي پرضد دویټنام دانتقام داخستولپاره پاکستان ته راغلل اودۍ د امریکا دجنګیالېیویوه ډله وه … چې ددغې ډلې په لړ کې یو هم ترکي الفیل و !؟
ده د I.S.I مشر ته هم همغه خبره وکړه،ووېل، موږ په جګړه ییزو عملیاتو کې برخه نه اخلو، ځکه پرې نپوهېږو، زموږ یوازې د چکونو لیکل زده دي ، لکه اختر عبدالرحمن ته یې ووېل، اسلام سرحد نه مني، موږ د خزانو دروازې د تاسو لپاره پرانستې دي.
ولې وخت راغی ،چې الفیصل په دوه جټ الوتکو کې کندهار ته راغی چې اسامه بن لادن له ځان سره وباسي، ملاعمراخون ورته ، ووېل چې دا فیصله به د افغانستان او عربستان ملایان کوي… ترکي ورته وې وېل، زموږ مرستې دې هېرې کړې؟
هغه ورته ووېل، شرم دی چې د امریکې لپاره جاسوسي کوې،ډېره بده او له اندېښنې ډکه خبره ده !؟
بیا اسامه ۱۹۹۸ کال د«ال بدر» پنوم د یوه کنفرانس د جوړولو تابیه وکړه چې په امریکا بریدونه ترسره شي، خونامتو پاکستانی د لشکر طیبه مشر حافظ محمد سعید ووېل، چې باید لومړی له دې ځای جهاد شروع شي، چې موخه یې په کشمیر کې جهاد وو.
مولانا مسعود اظهر چې د هند الوتکه یې کندهار ته تښتولې وه، وویل، زه داسې مجاهد ینو ته ضرورت لرم چې کشمیر ازاد کړي… امریکا چې بیا خبره شوه نود عرب له سمندرګي نه د البدر کمپ اور لاندې ونیو.
جنرال مشرف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ژمنه کړې وه، چې افغانستان به نیسي او بن لادن به ژوندی ورسپاري.
 نو بیا د امریکا چارواکو هم ورسره ژمنه وکړه، چې ددې خدمت په بدل کې په دومره اقتصادي او پوځي مرسته له پاکستان سره کوي.
۱. لومړی یې ورته د ۲۶ میلونه ډالرو پور وباښه.
۲. دویم هغه کډوال چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته وو پاکستان اجازه نه ورکوله او ډېر ماشومان مړه شول. تر هغې چې ملګرو ملتو ورته ۲ میلونه ډالره ورکړل.
۳. د جرمني پلاوی پاکستان ته راغی لومړی یې مننه وکړه چې خپله خاوره یې دوی ته په واک کې ورکړه. بیا ۴۵ میلونه ډالره مرسته وکړه.
۴. پاکستان ددغو مرستو له برکته په درې اونیو کې د دوئ بودیجه درې میلیارده ډالرو ته ورسېده،
۵. د کشمیر یو تن مشر عبدالقیوم د نوامبر په ۶ مه نېټه د پرویز مشرف له هڅو ملاتړ وکړ او وې وېل د پاکستان له یو انچ خاورې دې سل ۱۰۰ کابله جار شي.
د اپریل ۲۹ مه، ۱۰/۲/۱۳۹۹ نېټه ترکي الفیصل،چې د سعودي د استخباراتو پخوانی ریس و،د سعودي عربستان له دولتي شبکې سره په مرکه کې وویل، موږ مجاهدین جوړ کړل، امریکا، پاکستان او سعودی عرب د شوروي د پرمختګ د مخنیوې لپاره چې پاکستان لاندې نکړي د القاعدې بنسټ د عرب رضاکارانو او افغان مجاهدینوپه شمول کېښود.
 ده وویل، ما ددغوپېښوپه مهال ،د لومړي ځل لپاره له اسامه سره په اسلام آباد کې ولیدل، بیا مې جده کې ولید او اخر وار مې په یمن کې سره ولیدل .
په ۱۹۹۵ کال د سوډان ولسمشر عمرالبشیر وویل په دې شرط دی سعودي ته سپارم چې پر ضد یې اقدام ونشي.
بیا دغه شهزاده زیاته کړه چې ماته ولیعهد عبدالله بن عبدالعزیز امر وکړ، چې ملاعمر ته ورشم او اسامه بن لادن راوسپاري، خو ملاعمر دا ونه منله .(نوربیا )

2 COMMENTS

  1. محترم استاد معلومات ډیر په زړه پورې دي خو ستونزه په متن کې ده هغه دا چې متن ټایپي تیروتنې لري. فاصلې نه دي رعایت شوي نو پوهېدل پرې ستونزمن دي

  2. ښاغلی استاد شهسوارسنګروال صیب!
    لیکنه ډیر جالبه وه، سوال داده چې نړیوال چې دا هرڅه لیدل او پوهیدل ولی یی د پاکستان په وړاندی د نړیوالی محاکمې غوښتنه نکوله او نه یی کوی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب