استخباراتي جګړه
۴برخه
استادشهسوار سنګروال
ترکي الفيصل او بن لادن له وهابیانو، سلفیانو او اخوانیانو سره ولې ډېره مرسته کوله؟
د شوروي اتحاد د بريد په مهال د سعودي عربستان د څارګرې ادارې مشر ترکي الفيصل و.
ده يو شمېر کسان دېته وګمارل چې د پاکستان له I.S.I سره يو ځای د شوروي پرضد افغان جنګيالي پياوړي کړي.
ترکي الفيصل د سعودي عربستان په سلطنتي کورنۍ کې د ډېر واک او ځواک څښتن وه او دی ځکه د «ترکي» په نوم يادېږي چې مور يې د ترکې د يوه شتمن سړي لور وه.
د اوسني عربستان بنسټ اېښودونکی شاه عبدالعزيز ابن سعود هغه ټولواک و چې د خپل واک په مهال يې (۱۹۰۳ – ۱۹۵۳ کال پورې) سعودي عربستان ته دېر څه په ميراث پرېښودل.
ده د اوولس (۱۷) په شاوخوا کې ښځې درلودې او يو څلوېښت اولادونه.
ابن سعود خپل مشر زوی دېته وهڅوه چې ترکې ته سفر وکړي، ده له يوې شتمنې کورنۍ نه يوه مېرمنه خوښه کړه او بيا يې له هغې سره واده وکړ.
د ده ناسکي اوخښي «کمال ادهم» په ۱۹۶۰ ز کال د عربستان د څارګرې ادارې مشر شو.
ده د لسو کالو په موده کې د سعودي عربستان استخبارات دومره پياوړي کړل چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې څانګې جوړې کړې.
له «ادهم» نه وروسته يې د ناسکه خور زوی شهزاده ترکي الفيصل پدغه دنده وټاکل شو.
سټيو کول د ده د زوکړې په اړه داسې يوې تاريخي کيسې ته ګوته نيولې چې ښايي لوستونکو ته ډېره په زړه پورې وي:
«شهزاده ترکي الفيصل په (۱۹۴۵ کال) د فبروري په ۱۵ نېټه زېږيدلی و. دا له هغې ورځې يوه ورځ وروسته وه چې د سعودي ټولواک شاه عبدالعزيز ابن سعود د امريکې له ولسمشر «روز ويلت» سره د ليدلو لپاره، چې د امريکايي فلمونو ننداره يې کوله هغه هېواد ته لاړ.
روز ويلت چې نازيانو ته ماته ورکړې وه، په دې لټه کې و چې نوي متحدين او پلويان پيدا کړي، ده ته يې هرکلی ووايه…»[1] اوس هم د عربستان چارواکي دېته ورته سفرونه لري ، د ۲۰۱۵ ز کال په وروستيو مياشتو کې د سعودي عربستان ټولواک ترکې ته سفر وکړاو ده يو هوټل د يو ميلون ډالرو په شاوخوا کې په کرايه ونيوه.
له ده سره په سفر کې زر (۱۰۰۰) تنه ملګري ول چې ګڼ شمېر يې د ده ساتونکي او پالونکي ول ، نو ځکه ترکي الفيصل هم په داسې يوه سلطنتي کورنۍ کې را لوی شو چې له ډالرو سره يې مستي کوله.
همدا راز شهزاده ترکي په ۱۹۸۰ کال د جولای په مياشت کې له سي آی اې سره هم يو رسمي تړون لاسليک کړ، چې عربستان به له وسلوالو افغان جنګياليو سره دومره مرسته وکړي، لکه څومره چې د امريکا متحده ايالات کوي.
همدا لامل و چې په امريکې کې سعودي سفير «شهزاده بندر» په ميلونونو ډالره د سويس په بانکونو کې زخيره کړل چې سي آی اې ترې د جهاد لپاره ګټه واخلي.
احمد باديب د ترکي الفيصل په تړاو کاږي چې ده به په مياشت کې پنځه وارې پاکستان ته سفر کاوه.
ښکاره ده چې دی به خالي لاس پاکستان ته نه روانېده نو له ځان سره به يې د ډالرو بکسونه لېږدول. کرنيل محمد يوسف په وينا شهزاده ترکي يو نرم انسان وه. نوموړي د تنظيمونو د مشرانو په لړ کې له عبدالرب رسول سياف سره دېرې نږدې اړيکې درلودې.
د سټيو کول خبره همدغه لامل وه چې سياف ډېر ژر خپل تنظيم جوړ کړ او د عربو پيسې يې خپل تنظيم ته را ماتې کړې.
ترکي ځکه په اسامه بن لادن باندې ډېر باور درلود چې د دوی پلرونه پخپلو کې ډېر دوستان ول. که څه هم د اسامه بن لادن پلار د فيصل د پاچاهۍ په دريم کال (۱۹۶۷ کال) د الوتکې د غورځېدو له امله ومړ، ولې بيا هم د سعودي سلطنتي کورنۍ د ده د اولادونو څارنه او پالنه کوله.
باديب د خپلې دندې په څېر د اسامه بن لادن په تړاو هم ويلي دي چې نوموړی د پاکستان لاهور ته لاړ، له ضياء سره يې وليدل، بيا يې له جماعت، چې په پاکستان کې د اخوان المسلمين څانګه وه مرسته وکړه. د باديب په اند بن لادن په آی اس آی باندې ډېر باور نه درلود.
د عربو شيخانو له سلفيانو، وهابيانو او اخوانيانو سره ډېرې مرستې کولې، نو ځکه خو په افغانستان کې سلفيانو او وهابيانو ډېر پرمختګ وکړ.
سعودي عربستان په ځانګړي ډول وهابيت ته ځکه پاملرنه درلوده چې له سلطنتي کورنۍ سره په تړاو کې ول.
د ۱۸ پېړۍ په شاوخوا کې د عربستان وګړي په قومي جګړو کې ښکېل ول، جده چې د يوه بندر په څېر د پام وړ وه او د عثماني ټولواکمنۍ يو بندر ګڼل کېده، د نورو سيمو په پرتله پرمختللې وه ، ان تر دې چې له جدې پرته په نورو سيمو کې دومره غله استوګن ول چې حاجيان به يې هم لوټل.
په دغسې شرايطو کې د السعود کورنۍ د يو شمېر ځواکونو په ملتيا ورو ورو وغوړېده اوپه لږه موده کې ډېره ځواکمنه شوه .
محمد ابن عبدالوهاب او د سعود کورنۍ ، يو د بل په ملاتړ سره لاسونه يو کړل او د وهابيت نوې مذهبي ډله د السعود له پوځي ډلې سره ملګرې شوه، دواړو ډلو خپلې موخې درلودلې، السعود کورنۍ غوښتل چې د سلطنت ستنې پياوړې کړي او وهابيانو بيا په د ې ټينګار کاوه چې د عربو يو شمېر دودونه بداعت ته لار پرانيزي، نو ځکه يې لومړی بريد په هديرو وکړ.
د السعود قبايلو د محمد بن عبدالوهاب د کورنۍ له غړو سره يو ځای د مصريانو پروړاندې ودرېدل او د لومړۍ نړيوالې جګړې په مهال چې عثماني ټولواکمني ړنګه شوه، د السعود کورنۍ قومندان، عبدالعزيز چې يو پياوړی امير وه، ټول خواره واره قبايل يې په ځان راټول کړل او د يوه پياوړي ځواک په توګه را څرګند شو.
عبدالعزيز په ډېرې اوښيارۍ د وهابيانو په سلا اخوانيان دېته وهڅول چې په مکه، مدينه او جده کې (۱۹۱۴ – ۱۹۲۶) حاکميت ټينګ کړي.
که څه هم د عبدالعزيز او اخوانيانو تر مينځ ډېر زر اخ و ډب را مينځته شو ، ولې دا يو داسې مهال وه چې عبدالعزيز ځواکمن شوی وه نو ځکه يې اخوانيان وځپل.
د ترکي الفيصل پلار شهزاده فيصل د عبد العزيز له هغو زامنو څخه يو و ، چې په عربستان کې عصري ګامونه واخستل.
دى هم د خپلو تېرو مشرانو په څېر له يوې خوا وهابي فکر ته غاړه کېښوده او له بلې خوا يې خپل اولادونه پدغه لړ کې شهزاده ترکي الفيصل د لوړو زده کړو لپاره امريکې ته واستوو.
له عبدالعزيز وروسته مشر زوی يې سعود واک ته ورسېد، ولې د سعود کورنۍ شهزاده فيصل د هغه د نائب په توګه په دنده وګماره.
ترکي الفيصل لا په پوهنتون کې په زده کړو بوخت و چې پلار يې شهزاده فيصل واک ته ورسېد اود سعودي عربستان پاچا شو.
شهزاده ترکي په ۱۹۷۰ کال د سعودي عربستان د استخباراتو د مشر په توګه وټاکل شو، ولې پلار يې په ۱۹۷۵ کال د مارچ په ۲۵ نېټې د تره زوی لخوا ووژل شو.
سره د دې چې ترکي الفیصل په هېواد کې د ننه او بهر د څارګرې ادارې څانګې پياوړې کړې وې، خو بيا هم ده او د C.I.A غړي پدې بريالي نشول چې د «مکې پاڅون» کابو کړي.
امریکا اونړیوال تر ډېره بریده دافغانستان پېښوته پام واړوواوامریکا پریکړه وکړه ،چې دا ښه فرصت دی له شوروي اتحاده دویټنا م غچ اوکسات واخلي اوهم دترکي الفیصل له ځواکمنتیا استفاده وکړي .
ترکي الفيصل او اسامه بن لادن په ګډه په ۱۹۸۹ کال د نجيب الله د واک په مهال د جلال اباد جګړې ته ډېر جنګيالي عربان ولېږل ، خو کله چې په ۱۹۹۰ کال د خليج جګړه ونښته او سعودي عربستان د امريکا پوځونو ته ځای ورکړ، د دوی لارې بېلې شوې، ان تر دې چې په ۱۹۹۴ کال اسامه له عربستان نه تبعيد کړی شو.
داسامه بن لادن سياسي هڅې هغه مهال چټکې شوې ،چې شوروي اتحاد، په افغانستان باندې وسلوال بريد وکړ، بن لادن د نورو عربو مسلمانانو په څېر د افغانستان جهاد ته را ودانګل.
دی لکه څرنګه چې د شوروي اتحاد په يرغل خواشينی و دا رنګه يې د خپلو نږدې ملګرو په مينځ کې د سعودي عربستان په چارواکو تور لګوه چې ولې امريکايي ځواکونه پدغه اسلامي هېواد کې چې د مسلمانانو قبله ده ځای پر ځای شوي دي؟
دی د دغه غبرګون پلوی او نوښتګر وه چې بايد مکه معظمه او مدينه منوره د نړۍ يو بين الاسلامي پلاز شي او ټولې چارې د يوې اسلامي شورا لخوا چې د نړۍ هر مسلمان هېواد پکې ځان وګوري جوړه شي.
د نايروبي او دارالسلام په پېښو کې چې د امريکا سفارتونه ول په بمونو والوځول شول دی ګرم او تورن وبلل شو.
سعودي عربستان چې له شوروي اتحاد نه کرکه درلوده، نو ځکه خو ډېر زر يې په ۱۹۸۰ کال خپلې هر اړخيزې مرستې له پاکستان سره د افغان مجاهدينو د پياوړتيا لپاره پيل کړې.
په لومړي سرکې اسامه بن لادن د سعودي استخباراتو له رييس ترکي الفيصل سره په ګډه کار پيل کړ. نو همدا لامل وه چې بن لادن د شوروي اتحاد له بريد نه څو اونۍ او يا ښايي «۱۷» ورځې وروسته پاکستان ته ورسېد.
دی چې هر وار پاکستان او افغانستان ته تللی دی، نو هر وارې په لکونه ډالره چې له عربي شېخانو او پانګوالو نه د بسپنې په پلمه راټولول يا به يې د «آي – اس – آی له لارې او يا به يې نېغ په نېغه افغان جهادي مشرانو ته ورکول.
ده په پاکستان کې له قاضي حسين احمد، سياف، رباني، حکمتيار او له هر چا زيات به يې د پاکستان له I.S.I سره ليدل.
د افغانستان په جهاد کې دوه څارګرې ادارې C.I.A & I.S.I د يوې سترې سرچينې په توګه ډېرې فعاله وې، د I.S.I مشر اختر عبدالرحمن او C.I.A مشر ويليم کسي د نړۍ ټول جنګيالي د شوروي يرغل پر وړاندې وهڅول چې پاکستان ته راشي.
پاکستانی ژورنالست احمد رشيد انګېري چې له ۱۹۸۲ نه تر ۱۹۹۲ کال پورې (۳۵۰۰۰) پنځه دېرش زره رضا کاران او مرستندويه کسان له ۴۳ هېوادونو څخه راغلي او د افغانستان په جهاد کې يې برخه واخسته.
ومو وېل ،د شوروي اتحاد د ځپلو لپاره امریکا سيمې په تېره پاکستان ته له بېلابېلو لارومسلمان جنګیالي
راورسوول چې موږ په دغه لړ کې د القاعدې غړي د ساري په توګه يادولی شو، چې مشر يې اسامه بن لادن وه.
اسامه بن لادن ، د پلار اوولسم (۱۷) زوی واو په ۱۹۵۷ ز کال د سعودي عربستان په رياض کې وزېږېد. پلار يې محمد بن لادن نومېده چې په ۱۹۳۱ کال جدې ته لاړ. د محمد بن لادن پلارنی ټاټوبی يمن وه، خو دی د شلمې پېړۍ په درېمه (۳) لسيزه کې سعودي عربستان ته را کډه شو. ده د ډېرو شتو له کبله له سلطنتي کورنۍ سره اړيکې ټينکې کړې، داسې انګېرل کېده چې په هغه مهال کې ده د پنځو ملياردو ډالرو په شاوخوا کې پانګه درلوده.
محمد د ملک سعود په سپارښته او څارنه د سعودي عربستان په بيا رغونه کې رغنده برخه اخسته.
دی له سلطنتي کورنۍ سره دومره نږدې شو چې ان لکه دی چې د دې کورنۍ يو غړی وي. دی نا لوستی وه، خو د همدې باور له مخې د فوايد عامې وزير وټاکل شو.
محمد بن لادن د لسو په شاوخوا کې ښځې درلودې چې د اولادنو شمېر يې د پنځوسو په شاوخوا کې اټکل شوی دی، پدې لړ کې يو هم اسامه بن لادن و چې لوړې زده کړې يې په سعودي عربستان کې سرته ورسولې.
دی چې په پوهنتون کې په اسلامي زده کړو بوخت وه د بېلابېلو اسلامپالو له عقايدو سره اشنا شو چې موږ ابن تيميه، محمد بن عبدالوهاب، سيد جمال الدين افغان، محمد عبده، حسن البنا، سيد قطب، محمد قطب او عبدالله عزام د بېلګې په توګه يادولی شو. (نوربیا)