شنبه, مې 4, 2024
Home+د ترکیې په زلزله کې ورکه ماشومه له مور سره اوس یوځای...

د ترکیې په زلزله کې ورکه ماشومه له مور سره اوس یوځای شوه

تاند- یوه ماشومه، چې د ترکیې د مارچ میاشتې له مرګونې زلزلې ۱۲۸ ساعته وروسته تر کنډوالو لاندې ژوندۍ وموندل شوه، اوس خپلې مور ته وسپارل شوه.

د ترکیې د کورنیو او ټولنیزو چارو وزارت پرون (دوشنبې) وویل، مخکې د دې ماشومې مور مړه اعلان شوې وه.

درې نیم میاشتنۍ ویتین بیګداس د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ له خپلې مور یاسمین بیکداس سره له ۵۴ ورځو وروسته یوځای شوه.

د ترکیې د انادولوخبري اژانس پر اساس، دا ماشومه د هاتای ولایت په یوه نیمه نړېدلې ودانۍ کې موندل شوې وه.

د ترکیې او سوریې په زلزله کې نژدې پنځوس زره تنه مړه شول او لسګونه زره کورونه ویجاړ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب