جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهسمنګاني د ملا هبت الله په حکم د کندهار د اطلاعاتو او...

سمنګاني د ملا هبت الله په حکم د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس وټاکل شو

تاند: ( سې شنبه ، د حمل ۱۵ مه) د طالبانو نا لیدل شوي او کندهار مېشتي مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لپاره د طالبانو د رژيم رئيس مولوي انعام الله سمنګاني د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس په توګه ټاکلی دی.

د چارو ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي، چې هبت الله نوموړي ته د« شریعت په رڼا کې» د. توفيق غوښتنه کړې ده.

سمنګاني د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، لومړی د دوی د وياند مرستيال ټاکل شوی و او دا دویم ځل دی، چې دنده یې بدلیږي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئيس په توګه د نوموړي ټاکنه د ملا هبت الله له لوري د خپلو کړنو د ډیر مطبوعاتي کیدو هڅه ګڼل کیږي.

هغه، چې په کندهار کې مېشت دی او له هغه ځايه افراطي حکمونه اعلانوي، د کندهار ولايتي اداره یې خپلو نیږدې باوري کسانو ته سپارلې او پراخ صلاحیتونه ېې ورکړي دي.

1 COMMENT

  1. وژل حیواني کار دی ویاړ یې هم جهالت او اسلامي فاسده مفکوره ده ! دغه خبر یا ياد ونه ددې جاهل د اسلام دجهالت یوه نمونه ده ! نو که دومره دنر زوی یې نو امریکایې دالر مه اخله ! تاسې خو په امریکایې دالرو داسې خوښاله کیږي او شخوند پرې وهی لکه وږی حیوان په شنو باندې !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب