تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۵ ) د پاکستان مخکیني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي، چې د دغه هېواد حکومت یې په تېرو اونیو کې په زرګونو پلویان او د سوشل ميډیا فعالان نيولي.
د هغه په وینا، د ګڼو دغو پلویانو درک يې نه دی معلوم او ځینو خوشې شویو ورته ویلي، چې د زنداني کیدو پر وخت ورسره ناوړه چلند شوی.
عمران خان وویل، چې دمګړۍ د پي ټي ايي ۳۱۰۰ پلویان او د سوشل ميډیا فعالان په پنجاب، خېبرپښتونخوا او اسلام اباد کې بندیان دي.
د پاکستان حکومت په دې اړه له مشخصو معلوماتو پرته ویلي، چې د مفسدینو خلاف اقدامات یې جدي کړي دي.