Homeخبرونهله پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو لړۍ چټکه شوې ده

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو لړۍ چټکه شوې ده

تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۵ ) په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو دفتر ((اي او ايم)) افغانستان ته د ۵۱۸۱ افغانو اتباعو د بېرته ستنېدو خبره کړې ده.

یادې ادارې ویلي، چې له دغه کډوالو ۲۶۷۹ يې د تورخم له لارې او ۲۵۰۲ يې د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د پاکستان سرحدي چارواکو ۳۲۹ هغه افغانانو ته چې په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد يې نه درلودل، افغانستان ته د دوی د ستنېدو لپاره آسانتياوې برابرې کړې دي.

د پاکستان د ای او ايم دفتر ليکي، د تورخم او د چمن په دروازو کې د روان کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۲۵ مه پورې دوي ۱۸۹۲۶ هغه بې اسناده افغانان ثبت کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

بل لور ته راپورونه څرګندوي،چې د روان ميلادي کال له پيل راهيسې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو چلند نور هم خراب شوی او له دې امله زیات کډوال افغانستان ته په ستنیدو مجبوریږي.

افغان کډوال د طالبانو له رژیم څخه شکایت لري، چې په هیڅ هېواد کې یې د حقونو د دفاع لپاره غږ نه پورته کوي او هېوادونه هڅوي، چې افغان کډوال د افغانستان له ټولو ناوړو شرایطو سره بیرته هېواد ته ستانه کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...