شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله افغان بانکونو څخه د پیسو ویستو محدودیتونه کم شول

له افغان بانکونو څخه د پیسو ویستو محدودیتونه کم شول

تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۵ ) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو چارواکو ويلي، چې په افغان بانکونو کې انفرادي حساب لرونکي کولی شي له دې وروسته په اوونۍ کې ۶۰۰ امريکايي ډالر چې ۵۰زره افغانۍ کېږي له خپلو بانکي حسابونو وباسي.

 دغه بانک په يوې اعلاميې کې ويلي چې د بانکونو مشتريان همدارنګه کولی شي په مياشت کې يو ځل ۲۰۰۰ امريکايي ډالر چې ۲۰۰زره افغانۍ کېږي له خپلو حسابونو تر لاسه کړي.

 له دې مخکې د افغانستان په بانکونو کې د انفرادي حسابونو لرونکو اجازه نه لرله، چې په اوونۍ کې تر ۴۰۰ او په مياشت کې تر ۱۲۰۰ امريکايي ډالرو زياتې پيسې له خپلو حسابونو وباسي.

 د افغانستان بانک دا پریکړه په داسې مهال شوې، چې خلک په دې اړه له شته محدودیتونو شکایت کوي او وایي افغانستان ته د میلیاردونه ډالرو له راتلو سره باید طالبانو د بانکي سکتور د سقوط د مخنیوي لپاره جدي پاملرنه کړې وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب