شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمجاهد: اوسنی رژیم مو تر مخکیني هم ډېر« اسلامي» دی

مجاهد: اوسنی رژیم مو تر مخکیني هم ډېر« اسلامي» دی

تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۵ ) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی اوسنی رژیم، تر پرځول شوي لومړني هم ډېر« اسلامي» ګڼلی دی.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې په عمومي ډول دا خبره کړې او مدعي شوی، چې د دوی د اوسني رژیم د افغانستان په تېر سل کلن تاریخ کې تر ټولو« مشروع اسلامي» رژیم دی.

هغه زیاته کړې: ((مشروعيت دې ته نه وايي، چې امريکا مو په رسميت وپېژني که نه او يا راباندې خپلې غوښتنې ومني او په وينا يې، اوسنی نظام د خلکو په خوښه راغلی چې په بشپړ ډول اسلامي دی، همدې ته مشروعيت وايي.))

د ځینو څارونکو په باور، د مجاهد دا خبرې داسې تعبیریږي چې دوی تر لومړني رژیم یې هم د اسلام په پلمه د زیاتو افراطي اقداماتو پلان لري او په دې اړه هر څومره زیات د خلکو ځورول د خپل مشروعیت پياوړتیا بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری طالبان د دوی لومړني رژیم ته په ډېر احترام قایل دي او بنسټګر( ملامحمد عمر) ته یې په ښه سترګه ګوري.

د طالبانو دا ادعاوې په داسې حال کې دي، چې په وروستیو کې بیا د خلکو پر وړاندې د اسلامي شریعت د تطبیق په نوم د دوی تشدد زیات شوی او له امله یې طالبان سختو غبرګونونو سره مخ دي.

4 COMMENTS

  1. په څه شي اسلامي دي؟
    تنها په نوم ((اسلام)) او که په عمل کې؟
    بيا هم که ته ځانته ډېر مسلمان او د مسلمان زوی او لمسی وايی، نو ته او رب العالمين او د محشر ورځ دې چې تا دا شل کاله جنګ په څه شي وکړ؟
    زه پوره ايمان او باور لرم که د پلارونېکه ځمکه له يوې مخې په قطعي توګه وپلورې، نو د يو ساعت جنګ لګښت نه شي پوره کولی، نو چې ايمان دې دومره کمزوری دی چې خپل شل لګښت روښانولی نه شې، نو نظام مو په څه شي اسلامي کيږي؟
    که نر او ايمانداره پښتون او د مسلمان زوی يې، نو راميدان ته شه او خپل عايد دې روښانه کړه چې تا دې شل کاله کې له کوم مدرکه عايد او د کور خرڅه پوره کوله؟ او تا ته د دې شل کلن جنګ لګښتونه چا درکول؟ دا کار ستا پلارونېکه هم نه شي کولی، نو په څه شي اسلامي دی؟

  2. دا خبره باید ملت او امت وکړی؛ هو وړین خلک یا صوفیان چي اکثرو یی د جمهوریت د لوی مارشال او د ترک تبارانو خلیفه اردوغان د سترګو تور اغای دوستم په اندازه څلور کاله درس هم ندی ویلی له
    غرونو ، سمڅو او ځنګلونو ښارونو ته راشیوه شوی ، هر پاک او تعلیم یافته مومن افغان چي ګوری دا
    موجود باید ورته ښکنځل وکړی ،څپیړې او لغتې ورکړی یا هم بندی او ووژل شی، هل هذا هوالاسلام؟
    یا د حرکت انقلاب او حزب خالص او ځینې نور استخباراتی پلانو لاندې جوړ شوی تنظیمی او مدرسه
    ای دکانونه چي سوابق او اسناد یی ټولو ته بربنډ دی ، دا نوع مستعمل موجودات ځان ته څه نشی
    کولای بل ته به څه وکړی ، اسلام خو لا پریږده ؛ همدغه ستا ادعا د ټول ضعف ثبوت او دیده درایی ده د ملت په وړاندی۰
    کوم سوابق ، کوم فهم او تربیت سالم ،کومه اسلامی عقیده او عمل ،کوم کار اهل ته سپارل شوی،
    دتاسی نازولیو د جمهوریت تر شرابی مستعملو ترجمانانو ډیری کرسۍ اشغال کړی؛همدا فسق کافی
    دی د تاسی د نابودی لپاره۰
    اسلام په ناپاکو مشکوکو وسایلو او ناقص فهم او تربیت یا په نسل دَیدو نشی راتلای له ورایه معلومیږی ؛ یو بدوی پټاوی ورانول کولی شی خو جوړول په ټوله معنی د مهذب متخصص او خادم
    حاکم کار دی ،له رئیس الوزرا تر اوسه ملت کوم ایت یا حدیث یا کومه وړه برخه دسیرت النبی ص ،
    سیرت خلفای راشدین یا سیرت امرای مسلمین یا اقوال او سیرت د سلف صالح مو اوریدلی ؟
    همداسی له وزرا یا والیانو؛فقط دوی خبری مو اوریدلې چي پایلچی اړخ لری، بغاری وکړی، چیشۍ غواړی او تر څو ژوندی یم نجونې به تعلیم رانه ونکړی؛ پدی اسلام راولی؟ فریب است و جنون ۰
    نه له اسلام اورم،نه اسلامی عمل ګورم او نه یی قوانین شته ، کار اهل ته نه سپارم،ټول اسلام په بدوی پټاوی پوری منحصر ساتم چي خلکو سره په خبره هم نه پوهیږی ،دریچه یا کړکۍ د دین خوا ته چي تعلیم،مکتب او پوهنتون دی هغه هم حقانیه مفتیان یی ورتړی ؛نو ایا دین په ژوند کی له کومی خوا راتلی شی ؟؟؟

  3. ای د جاهل زامنو اسلام زوړ عربی خر دی چې مخصوصه کته لري اوس د قواعدو وخت ندی ، اوس د بشر د حقوقو ، تخنالوګي او طبعي علومو وخت دی ! تاسې د غوا زامن پ زاړه عربي خره سپاره بنجاره ګیري کوۍ او د خپل قدرت لپاره مو د ښځو حقوق د زاړه عربي خره تر پښو لاندې کوۍ ْ اوس سلام جهالت او قدرت غوښتنه د نورو لپاره دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب