شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبانو هلمند کې د « امارت» په نوم چوک جوړ کړ

طالبانو هلمند کې د « امارت» په نوم چوک جوړ کړ

تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۵ )  د هلمند لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې د مرکز لښکرګاه په لومړۍ ناحیه کې یې د «امارت» په نوم یو چوک جوړ کړی.

د دوی په وینا، دغه چوک چې د لښکرګاه ښار د ماسټر پلان مرکزي نقطه ده او پر یو درې لاري موقعیت لري، دشپږو مياشتو په موده کي یې کارونه بشپړ او پنځه سوه زره افغانۍ لګښت پرې راغلی.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې خلک د طالبانو ورته هڅې ستایي، خو ځینې نور یې د ښاري ښکلا د ځینو عادي هڅو په کولو د عامه ذهنیت د منحرفولو په هڅو تورنوي.

د دوی په باور، طالبان د خپل امارت د نوم له مشهورولو سره غواړي، چې د اوږده مهال لپاره یې د خلکو پر ذهنونونو وتپي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب