Homeخبرونهپه بلخ ولایت کې د ۶ داعشیانو په وژلو تصفیوي عملیات پای...

په بلخ ولایت کې د ۶ داعشیانو په وژلو تصفیوي عملیات پای ته ورسېدل

تاند (سې شنبه، د حمل ۱۵مه) مزارشریف ښار ته نژدې په نهر شاهي ولسوالۍ کې د داعش خلاف د طالبانو تصفیوي عملیات د طالبانو په وینا د داعش د ۶ غړیو په وژلو پای ته رسیدلي دي.

د شپې په شاوخوا ۹ بجې په سیمه کې نښته پیل شوه او څو ساعته یې دوام وکړ. د طالبانو د حکومت د بلخ د امنیه قوماندانۍ د ویندوی محمداصف دراني په وینا، طالبانو په نهر شاهي ولسوالۍ کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات وکړل او د ۶ داعشیانو، چې ده خوارج وبلل، په وژلو پای ته ورسیدل.

ده ادعا وکړه چې په دې عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په وروستیو کې په مزارشریف کې د طالبانو او داعش ترمنځ د نښتو دا څویمه پېښه ده. په ټولو پېښو کې طالبانو د داعش غړیو ته د مرګ ژوبلو د اړولو ادعا کړې ده. خو طالبان لا هم وايي چې داعش یې په افغانستان کې ختم کړی دی.

که څه هم د طالبانو تر واک ته رسیدو مخکې لا په افغانستان کې د داعش جبهې له منځه وړل شوي او هیڅ سیمه د دې ډلې په لاس کې نه شته خو بیا هم دا ډله غلچکيو او انتحاري بریدونو ته دوام ورکوي.

د تیر حوت په ۱۸ مه د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل په خپل دفتر کې ووژل شو او مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...