شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو کابل کې د هیډفون کارولو په سر یو شمېر ځوانان ډبولي

طالبانو کابل کې د هیډفون کارولو په سر یو شمېر ځوانان ډبولي

تاند:( دو شنبه، د حمل ۱۴ )  په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له لوري د خلکو د وهلو ډبولو د پېښو مستندې ویډیوګانې په زیاتیدو دي، چې د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

نن د کابل ښار په صدارت څلور لاري کې د طالب جنګیالیو له لوري د څو ځوانانو د ډبولو ویډیو ډېره خپره شوې.

ویل کیږي، چې دغه  ځوانان د هیډفون کارولو له امله طالبانو ډبولي دي.

یاده ویډیو په پراخه کچه خپره شوې او طالبان د خلکو د اساسي حقونو په نقض، بشري سرغړونو او خلکو سره په ظالمانه چلند تورن شوي دي.

د طالبانو چارواکو او ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

پرون په بلخ کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې یوه ملا یو ټکسي چلوونکی له دې امله وهلی و، چې ولې یې موټر کې یوه ښځه او د هغې ماشوم زوی ورسره سپاره کړي دي.

طالبان داسې مېرمنې غیر محرمې بولي او موټر چلوونکي یې له وړلو منع کوي.

د طالبانو امربالمعروف ادارې د خپل پروني ملا د احضارولو خبر ورکړی، خو نننۍ پېښې ته طالب چارواکو غبرګون نه دی ښودلی.

ویل کیږي، چې د افغانستان په نیږدې ټولو سیمو کې خلکو سره د طالبانو چلند همداسې دی، خو ډېرې پېښې له وېرې خلک نه شي رسنیزې کولای.

4 COMMENTS

  1. طالب یانې داړونکی لیونی سپی. الله مو تباه او برباد کړه د خلکو د کار او نفقې غم درسره نشته خو په معمولي شیانو زوریدلي، جنګ ځپلي او بیچاره ولس ته بهانې لټوئ.

  2. طالبانو خپلی ښځی پنجابیانوته خوشی کړی پنجابیان یې غیی دلته د افغان مظلوم ملت ځوروی دا سپی به ډیر زر ورکیږی انشالله

  3. تر اوسه خو لا لسمه روژه ده لږ صبر وکړی پس له شلمې روژې به وهل او ډبول وګوری. تر هغو چی دا جاهلان اهلی کیږی یو دوه درې کاله وخت نیسي.

  4. ګوری ، روژه کی ډیر ځوانان هیډ فون کی تلاوت او موعظې اوری ،مومنان هغه خلک دی چي الهی نعمتونه تر ټولو پر ځای کاروی ،ژبه ، لاس ، کلاشنکوف او صلاحیت هسې کاروی چي الله متعال راضی شی ورنه هندو ستړي ، خدای نا راضه ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب