تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۴ ) د کندهار لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ چارواکو د انسان تښتونکو له منګولو د یوه ماشوم د خوشې کیدو خبر ورکړی.
د طالبانو ځایي ویاند حافظ صابر ویلي، چي د ذبیح الله په نوم یاد ماشوم د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې تښتول شوی و او تښتوونکو یې له پلاره ۷۰ زره امریکايي ډالره غوښتل.
صابر زیاتوي، چي تښتول شوی ماشوم د دوی امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د اتمې ناحيې په مربوطاتو کې له تښتوونکو وژغورل شو او په تړاو یې یو کس نيول شوی دی.
په وروستیو کې د افغانستان له مختلفو سیمو څخه د انسان تښتونې د پېښو د زیاتوالي خبرونه ورکول کیږي، چې اقتصادي ناورین او بې ساري وزګارتیا یې له اصلي لاملونو یادیږي.
طالبان د زیاتو پېښو د عاملینو د نیولو خبر ورکوي، خو اقتصادي شنونکي باور لري چې د اقتصادي ستونزو له دوام سره به داسې جنایي پېښې هم زیاتې شي.