شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد فرانسې سفیر افغانانو ته؛ د طالبانو له سقوط وروسته وضعیت ته...

د فرانسې سفیر افغانانو ته؛ د طالبانو له سقوط وروسته وضعیت ته چمتو شئ

تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۴ )  د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ډیویډ مارتینون، چې له خپل هېواده دغه دنده سمبالوي، په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د سقوط خبرداری ورکړی.

نوموړي له یو شمېر افغانانو سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې طالبان سقوط کیږي او افغانان باید له دغه سقوط څخه د وروسته وضعیت د مدیریت په اړه فکر وکړي.

فرانسوي سفیر دا هم ویلي، چې نړیواله ټولنه به د تېر ځل په شان افغانستان ته رانه شي، خو د ښو پروګرامونو ملاتړ پکې کوي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

یو شمېر افغان هم باور لري، چې د طالبانو رژیم اصلاح کیدونکی نه دی او دا به یې د سقوط سبب شي، خو ټینګار کوي چې د طالبانو د نه اصلاح په صورت کې د حتمي سقوط څخه وروسته وضعیت باید مدیریت شي.

دوی باور لري، چې پخواني جنګسالاران او مفسد چارواکي د افغانستان راتلونکی نه شي ښه کولای، له دې امله ضرور ده چې ملي – مترقي قوتونه سره منجسم او د ځوانو رهبرانو په محور د افغانستان د راتلونکي د سمبالښت لپاره پياوړي ادرسونه رامنځته کړي.

طالبانو د فرانسوي سفیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

7 COMMENTS

  1. کله چی بهرنیانو شتون درلود ، امنیتی ځواکونه هم فعال وو خو بىاىى هم له طالبانو سره چى دومره په وسلو سنبال هم نه ول ، جګړه ونشواى ګټلى او د جوړ نظام په ساتلو کى پاتى راغلل نو اوس به د بهرنىانو له ملاتړه پرته څنګه بىا هغه تښتىدلى خاىنان چى د ملت ملاتړ هم نلرى بىا واک تر لاسه کړى😀؟

  2. دده د انا سوغۍ یو ځائ له خره سانیانو سره وغیم. دغه خبیث ته هم پنجشیر زمروت رسیدلي. روسي متل خیال پلو د روغتیا لپاره ضرري نه ده. دغه خبیث د هم دغه خیالونه او خوبونه ویني او خره سانیان د په دغو ژمنو خوشحالوي. 😡

  3. پخوانی مفسدین څوک نه منی طالب هم په دی شکل څوک نه منی . دا دواړه خبری ددی مانا نلری چی افغانو باندی دی ژوند تریخ وی او دوزخ کی دی وی ډیر نور پاک مسلمان وطندوست خلک لرو چی نه طالب نه لنډغر دی، بلکی د کار او خدمت خلک دی. ایا د ظاهر شا وخت کی څه رقم خلکو حکومت کاو، هغوی یو هم نه لنډغر و نه طالب دادی اوس بیا هماغه رقم خلکو ته اړتیا ده چی یو ملی منلی اسلامی متخصص سالم حکوکت جوړ کړی طالب به هم په آبرو او عزت ژوند کوی او لنډغر به هم مجبور شی چی تربیه واخلی او د انسانیت ژوند غوره کړی مفسیدین به د خپلو غلاوو ځواب ورکړی او عدالت به برقرار شی. ایا دا نورو ملکو کی حتماً یا طالب یا لنډغر دی؟ غیر له دی دوه ډلو بل څوک نشته؟ یو ملی منلی حکومت د طالب په ګټه هم دی ځکه ددین عالم او ملا به بیرته خپل لازم احترام ترلاسه کړی او ټوپک او بوشکه به یی له اوږی وغورځی او قران به په لاس کی واخلی صفا ستره به منبر کی ناست وی خلکو ته به دین ښيي ټوپک او بم به ورسره نه وی خلک به جومات ته دری وخته ډوډی وروړی مدرسه به چلوی. ملا به مکتبو کی ددینیات معلمان وی او پوهنتونو کی به دشرعیاتو استاد وی او قاضیان به وی محتسب وی حلال معاش به اخلی، اخترونه او ودونه به په دیو ښایسته او خوشحاله وی . ملی حکومت دلنډغر په ګټه هم دی ځکه لنډغر ته به پاک حلال دژوند او کار وسایل برابر کړی او د ټولو آبرو او عزت به خوندی شی. هم ملت آسوده هم سم حکومت.

  4. ایا په افغانستان کی ملی مترقی خلک سته؟ که چیری وای نو بیا ولی دا سل کاله افغانستان په تاریکی کی پاتی سو.
    هغه ملی خلک افغانملتیان وو چی امریکایی اشغال یی منلی وو او لا هم امریکایی ځیره خوری. مترقی خلک خو خلقیان وو چی دترقی کار یی ونکړ مګر ملیون افغانان یی ووژل.
    هغه چی لیږ هوښیار او مترقی وو هغه دامریکایی اشغال په دوره کی مصرف سول. نور چی پاتی دی له هغو دی خدای افغانستان وساتی چی بیا به همهغه لنډغری او کونلوڅی وی او غلا. وږی خلک به راسی او جی کوم چی تالبان زخیره کړی هغه به هم غلا کړی.
    پاته سوو مسلمانان. هغوی دطالبانو سره باید مشکل ونلری. یوازی ملحد خلک له طالبانو سره مشکل لری.

  5. احساسات کی به باید ژوند ونکړو ، له عقل او سوچ څخه باید کار واخلو ، په هوا کی ګز او متر و نه کړو ، دغه رنګی سګنالونه سیاسون او چارواکی باید موهم وګنی ، خلک زمونږ په شان په خوب کی خبری نه کوی ، هغوی یو څه ګوری ، حس کوی ، تحلیل وی او بیا خبری کوی. که یی منو یا یی نه منو ، خوشحال یو او یا ناراض او مخالف په هر صورت باید د داسی وضیعت که فرص و امهال راشی اوسنی چارواکی او په ټوله کی افغانان باید څه وکړی او څنګه ددغه ناورین مخه ونیسو او تدابیر ولرو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب