Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبان: د اوبو د یو شمېر بندونو د جوړیدو کار دوام لري

طالبان: د اوبو د یو شمېر بندونو د جوړیدو کار دوام لري

تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۴ ) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت واکمنانو، نن په ۱۴۰۱ مالي کال کې د خپلو د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

د دوی په وینا، د ناتمامو پروژو د کار دوام، د امو سیند د سواحلو تحکیم لپاره د اړینو تدابیرو نیول، د حقوقي اسنادو توحید، تحلیل او ترتیب، د پانګونو د جلبولو لپاره د زمینې برابرول او د تفاهم لیکونو لاسلیکول؛ په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له مهمو اجرااتو څخه دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم مرستیال، مجیب الرحمن عمر آخندزاده وویل: د ۱۴۰۱ مالي کال پر مهال، د هلمند د کجکي بند د دویم فاز د لومړۍ برخې عملي کار بشپړ شوی، د نیمروز کمال خان بند د درېیم فاز، د کابل د شاه او عروس بند، د زابل د توري بند او په تخار کې د نمک آب کانال په اوږدو کې د دریاچې د اصلاح پروژې کار دوام لري.

د دغه طالب مقام په خبره، د هرات د پاشدان بند او د فراه د بخش آباد بند د لومړۍ برخې چارو دوام لري او د بندونو او کانالونو د ساتنې او څارنې ۱۰ وړې پروژې هم تطبیق شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د اموسیند سواحلو د تحکیم هر اړخیزه سروې تر سره شوې او اوسمهال د بلخ، کندز، جوزجان او تخار ولایتونو په ۱۴ ساحو کې د تحکیم کارۍ چارې روانې دي.

طالب چارواکي زیاتوي، وروستي یوه کال کې د هلمند سیند معاهدې د تطبیق په اړه له ایراني لوري سره، پرله پسې ناستې شوي، د سیندیزو حوزو په اړه هر اړخیزه مطالعه تر سره شوې، د لسګونو پروژو تخنیکي سروې، طرحې او ډیزاینونه ارزول شوي دي او حقوقي اسناد هم توحید او تحلیل شوي دي.

د وزارت د معلومات له مخې، د اوبیزو څاګانو د ځای ټاکلو په موخه، ۶۰۴ هایدروجیولوجیکي سروې ګانې تر سره شوي، د ځمکلاندې اوبو د سرچینو تقویت لپاره جذبي څاګانې کیندل شوي، د سطحي اوبو د سرچینو شمېرې راټولې شوي او په پنځه سیندیزو حوزو کې د اوبو ختلو د خطرونو برخه کې نقشې چمتو او تکثیر شوي دي.

د مسوولینو په خبره، د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، ۱۰ تخنیکي کړنلارې تر منظورۍ وروسته، اړوندو ادارو ته لېږل شوي، ۶ مقررې تسوید شوي او له UNICEF,GIZ,WFP,FAO او JICA سره پرله پسې ناستې شوي دي.

له تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان سره د برېښنا قرارداد تمدید، له خصوصي شرکتونو سره د ۳ تفاهم لیکونو لاسلیکول د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره د زمینې برابرول؛ په ۱۴۰۱ کال کې د دغه وزارت له نورو کړنو دي، چې چارواکو یې یادونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو منتقدان د حکومت له مسلکي ادارو څخه د کادرونو ویستل او پر ځای یې د طالب ملایانو او جنګي قومندانانو ګومارل د داسې پروژو د کار د تطبیق پر وړاندې لوی خنډ بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...