Homeخبرونهپاکستان ۴۹ افغان بندیان تورخم کې خوشې کړل

پاکستان ۴۹ افغان بندیان تورخم کې خوشې کړل

تاند: ( دو شنبه ، د حمل ۱۴ مه) د تورخم ښارګوټي لپاره د طالبانو چارواکي وايي، چې نن دوشنبه د پاکستان هېواد له لوري ۴۹ تنه هغه افغان ځوانان چې پاکستان هېواد کې د اسنادونو نشتون له امله نیول شوي و، تورخم کې د مهاجرینو امریت ته وسپارل شول.

سرچينه زياتوي، په دغو ډيپوټ شویو افغانانو کې د لوګر، مزار ننګرهار، سمنګان، کندز او کونړ ولایتونو ځوانان شامل وو.

طالب چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

پاکستان معمولا دغه هېواد ته د نا قانونه سفر په تور نیولي افغان بندیان له زندانونو څخه تر خوشې کولو وروسته طالبانو ته سپاري.

طالب چارواکي لا د افغان کډوالو د نه بندیانولو په اړه د پاکستاني چارواکو په قانع کولو نه دي توانېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...