Homeخبرونهد افغانستان ۳ میلیونه سپین پاسپورټونه د لیتوانیا په یوه ګودام کې...

د افغانستان ۳ میلیونه سپین پاسپورټونه د لیتوانیا په یوه ګودام کې پراته دي

تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۴ ) فارن پالېسي خپرونه وایي ، چې د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام له خوا د قرارداد له مخې یوې لیتوانیايي کمپنۍ درې میلیونه افغاني پاسپورټونه چاپ کړي، خو د افغانستان سفارتونو ته د پاسپورټونو له سپارلو ډډه کوي او په ګودامونو کې یې ساتي.

فارن پالیسي ورځپاڼې د افغان ډیپلوماټانو په حواله راپور ورکړی، چې دغه شرکت وايي، د چاپ شویو پاسپورټونو د سپارلو لپاره یې له یوه شرکت سره تړون کړی و.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان معتبر پاسپورټونه د سیمې د هېوادونو په تور بازار کې تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې پلورل کېږي.

د پاسپورت نه لرل د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ کړي دي.

 دا کډوال د پناه غوښتنې یا تابعیت د غوښتلو لپاره د اداري پروسیجرونو څخه د تیریدو لپاره د پیژندنې اسنادو ته اړتیا لري لکه پاسپورت، او د ډیری مهاجرینو لپاره دا امکان نه لري چې له پاسپورت پرته سفر وکړي.

د «ګارسو پاسولیس» شرکت هم فارن پالیسۍ ته ویلي: اوس مهال د اروپايي ټولنې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ کابل ته د سپینو پاسپورټونو د استولو چارې د تړون له مخې ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د پاسپورټ ترلاسه کول خورا ستونزمن شوي او په تور بازار کې د یوه پاسپورټ بیه تر درې زرو امریکایي ډالرو رسیدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...