شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه ایټالیايي کې د انګلیسي د مخنیوي لپاره تر ۱۰۰ زره جریمه...

په ایټالیايي کې د انګلیسي د مخنیوي لپاره تر ۱۰۰ زره جریمه ټاکل کېږي

تاند(دوشنبه، د حمل ۱۴مه) د هغې لایحې پر اساس، چې د ایټالیا د صدراعظم جورجا ملوني تر مشرۍ لاندې «د ایټالیا وروڼه» ګوند له لوري پارلمان ته وړاندې شوه، هغه ایټالیایان چې په رسمي لیکونو (مکتبونو) کې انګلیسي یا نورې بهرنۍ ژبې وکاروي، تر ۱۰۰ زره یورو پورې جریمه کېدای شي.

دا لایحه، چې د صدراعظم په ملاتړ د استازو جرګې د غړې فابیو رامپلې له لوري پارلمان ته وړاندې شوه، لا تر بحث لاندې ده.

که څه هم په لایحه کې ټولو بهرنیو ژبو ته اشاره شوې خو اصلي هدف انګلیسي ژبه ده جې ورځ تر بلې په ایټالیا کې عامیږي او ایټالیایان یې په خپله ژبه کې کاروي.

په لایحه کې، چې لا تصویب شوې او په قانون بدله شوې نه ده، راغلي: «انګلیسي ژبه ایټالیايي کمزوره کوي او سپکوي او تر ټولو لویه بدي یې لا دا ده چې بریتانیا نور د اروپايي اتحادیې غړې نه ده.»

د دې لایجې پر اساس، هر څوک چې د ایټالیا په حکومت کې دنده لري، ملزم دی چې «د ایټالیايي ژبې په لیکلو او ویلو مسلط وي؛ په رسمي سندونو کې د انګلیسي ژبې او د انګلیسي نومونو او لنډونو کارول او دغه راز د شرکتونو یا نورو کارونو انګلیسي نوم اېښودل منع دي.»

په لایحه کې دا هم راغلي چې په ایټالیا کې بهرنۍ کمپنۍ باید د خپلو کورنیو مقرراتو، فوانینو او د استخدام قراردادونو ایټالیايي متن چمتو کړي.

انګلیسي په نړۍ کې د علم، مود، فیشن، ټکنالوژۍ، موسیقۍ، فلم او ادبیاتو په اصلي ژبې بدله شوې او د ایټالیا او فرانسې په څېر هیوادونه چې غښتلي ادبیات لري، د دې ژبې زیاتېدونکي نفوذ خپلو ژبو ته خطر ګڼي. له یلې خوا ډیر ارپایان د دې لپاره چې ځان د لوړ کلاس خاوندان وښيي، انګلیسي کلمې زیاتې کاروي.

د ایټالیا د پارلمان د غړې اغلې رامپلې په لایحه کې ویل شوي:«د فېشن خبره نه ده، مودونه تیریږي، انګلیسي د ټولې ټولنې لپاره ناوړه عواقب لري.»

تر دې وړاندې فرانسې د انګلیسي د زیاتېدونکي نفوذ د مخنیوي لپاره په فرانسوي ژبه کې د انګلیسي کلمو د کارولو د بندیز لپاره اقدامات کړي وو.

2 COMMENTS

  1. د غه ته وای تعصب ، الحمدالله افغانان خو تر اوسه له داسی تعصی څخه پاک دی ، تل له خپلی ژبی څخه د بل ژبی ته په زیات احترام قایل دی ، او تل کوښښ کوی چه د مقابل شخص په ژبه خبری وکړی ، تر سو هغه خوشحاله او راحت کړی او پدی ډول د هغه اکرام او احترام غوره بولی

  2. سلیمام زاهد صاحب ښه وایی طالب مشران هم په اردو او عربی لګیا وی آفرین یی خارجیانو ته تعصب نلری، خو دلته وطن کی بیا دومره متعصب دی چی مزدورکار نه پریږدی چی پتلون واغوندی ، هغه بیچاره ګان پتلونو د کلکوالی او ګرموالی په خاطر اغوندی شخصی کالیو کی درانه کارونه نه کیږی، بل تعصب یی ګورا تعلیم یی بند کړ، بل تعصب یی ګوره هیډفون باندی یی خلک ووهل چی ولی ورسره دی ورکوه وروره خبره خرابه ده اسلام یی وشرماو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب