Homeخبرونههلمند کې د فوټبال رمضان جام پيل شو

هلمند کې د فوټبال رمضان جام پيل شو

تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۴ ) د هلمند په مرکز لښکرګاه همت لوبغالي کې د رمضان جام په نوم د فوټبال شپنۍ لوبي پیل شوې.

د دغه ولایت د  ورزش امریت ویاند عبدالقیوم څپاند وویل چي د رمضان جام په نوم د فوټبال سیالیو کې د مرکز لښکرګاه څخه ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې او دا سیالۍ به د روژې تر وروستیو دوام ولري.

دهلمند فوټبال فدراسیون مسئول رنګین خان دفتاڼی وایي چي د پخوا په پرتله په دې ولایت کې ورزش پرمختګ کړی .

هغه د امکاناتو له نشتوالي په شکایت سره له سوداګرو وغوښتل، چې د  دغه ولایت د ورزشي فعالیتونو مالي ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...