شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د طالبانو په لیکو کې د موجودیت لپاره ۵...

ملا هبت الله د طالبانو په لیکو کې د موجودیت لپاره ۵ شرطونه ټاکلي

تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۴ ) د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله د طالبانو په لیکو، په ځانګړي ډول امنیتي برخه کې د کار کولو لپاره پينځه شرطونه ټاکلي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیتي ارګانونو د تصفیې کمېسیون مشر مولوي محمد طاهر مبارز په یوه غونډه کې په دې اړه د ملا هبت الله فرمان لوستی او ویلي، چې د فرمان له مخې د دغو ځانګړنو لرونکي کسان د طالبانو په امنیتي لیکو کې پاتې کیدای شي .

هغه په مشخص ډول داسې ویلي:(( دغو صفاتو کې لومړی له فتحې وړاندې د مجاهدینو صف کې پاتې کېدونکي مجاهدین، دوهم چریکي مجاهدین، درېیم نفوذي مجاهدین، څلورم د دښمن صف ته لېږل شوي یا د دښمن له صف څخه د اشغال په وخت کې بیل شوي چې وروسته یې درې کاله په ریښتنولۍ جهاد کړی وي، او همدارنګه پنځم هم د شهید مجاهد د کورنۍ نږدې خپلوان، لکه زوی، ورور یا پلار چې د ښه صورت او سیرت درلودونکی او تاییدي یې د ډلګۍ مشرانو له لوري شوې وي، کولی شي چې امنیتي صفوفو کې خپلې چارې مخته یوسي.))

ملا مبارز ټینګار وکړ، چې دا امر به ډېر ژر د ننګرهار ولایت په ټولو امنیتي ارګانونو کې تطبیق او پلی شي.

مبارز وویل چې د کورنیو چارو وزارت اړوند د امنیې قوماندانۍ په ټولو جزتامو کې تصفیه په چټکی سره روانه ده او په هرې ولسوالۍ کې پنځه کسیز ګډ کمیسون هم جوړ شوی تر څو په ولسوالیو کې یاده چاره مخته یوسي.

د هغه په وینا، د دغې تصفیې موخه د طالبانو په اډانه کې د« مغرضو او بدو خلکو» پیژندل او له دندو ګوښه کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د طالبانو له امنیتي ادارو کې د جمهوري نظام د یو شمېر محدودو ګومارل شویو منسوبینو د ګوښه کیدو خبرونه ورکړل شوي.

2 COMMENTS

  1. نو دا نور نوی زوانان چی اوس زوانیزی او د اسلام سره مینه لری دا نه شاملوی؟ فکر نکرم چی شیخ صاحب دومره کمزوری فرمان ورکری وی، دا کار باالکل غلط دی. قسم ده که داسی روان وی که یی جور کری. زه د یو مسلمان افغان پشتون په حیث چی اسلامی امارت می د خدای تعالی په خاطر خوش ستاسو داسی زینی اعمال غندم البته غندل می د خدای تعالی لپاره دی قسم ده بل هیخ مقصد لرم.

  2. منابع محلی در پنجشیر گفته‌‎اند که طالبان مستقر در مکتب دشت ریوت، به دنبال درخواست اهالی این منطقه برای تخلیه این مکتب، آن را منفجر کردند.

    به گفته این منابع، ریش‌‎سفیدان بارها از جنگجویان طالبان خواسته بودند که ساختمان مکتب را تخلیه کنند تا معلمان و دانش‌‎آموزان به درس برگردند.

    چنانکه این منابع گفتند، جنگجویان طالبان درخواست‎‌های مکرر اهالی دشت ریوت برای تخلیه ساختمان مکتب را نادیده گرفته بودند و قرار بود روز دوشنبه (۱۴ حمل) بار دیگر در این مورد جلسه کنند.

    منابع ما افزودند که دیشب صدای چند انفجار از داخل ساختمان این مکتب شنیده شد و به دنبال آن، این ساختمان در میان شعله‎‌های آتش سوخت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب