شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا متقي: بهرنی سیاست مو « اسلامي » کړی

ملا متقي: بهرنی سیاست مو « اسلامي » کړی

تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۴ ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ادعا کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بنیادونه« اسلامي او افغاني» شوي او د دغو بنیادونو ګټو ته کار کوي.

هغه تور پورې کړی، چې د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان بهرنی سیاست« اشغال ځپلی» و.

نوموړي په دې اړه مشخص مثالونه وړاندې نه کړل، خو ویې ویل چې د دوی کړنې د « فخر وړ» دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د څه باندې یو نیم کلنې واکمنۍ باوجود د نړۍ هیڅ کوم هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی او ادعا کیږي، چې د دوی دیپلوماتان غیر مسلکي او د طالبانو د تبلیغاتي ډلو کسان دي.

د طالب چارواکو دیپلوماتیکو ګومارنو ته په اشارې منتقدان وایي، چې دوی بهرنیو چارو وزارت له خپلو کنځلمارو مبلغینو ډک کړی او د افغانستان د دیپلوماسۍ اساسات یې سخت زیانمن کړي دي.

طالب چارواکي معمولاً په هره برخه کې د « اسلامي او افغاني» ګټو او مصالحو د تامین ادعاوې کوي، خو منتقدان یې دا ادعاوې غولونکې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب