شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاسپورټ ریاست: تېر کال مو ۵۰۰ زره پاسپورټونه وېشلي

پاسپورټ ریاست: تېر کال مو ۵۰۰ زره پاسپورټونه وېشلي

تاند:( دوشنبه، د حمل ۱۴ ) د پاسپورټ رياست لپاره د طالبانو چارواکي وايي ،چې په ۱۴۰۱ کال کې په ټول هېواد کې څه باندې ۵۰۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.

 د دغه رياست وياند نورالله پتمن وايي، چې د پاسپورت د وېش بهير په عادي ډول جريان لري او هره ورځ لس زره پاسپورټونه وېشل کېږي.

پتمن زياتوي، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په شفاف ډول روانه ده او تېر کال تر ۲۰۰ ډېر کمېشنکاران او جعلکاران عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي، خو د پاسپورت ځينې غوښتونکي وايي، چې د پاسپورټ د وېش په فساد کې خپله لوړپوړي طالب چارواکي لاس لري.

د دوی په وینا، د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په قانوني ډول پاسپورټ اخیستل بې حده زیات ستونزمن شوي، ځکه پاسپورټونه په تور بازار کې تر ۳ زرو ډالرو قیمته شوي.

 د پاسپورت عمومي رياست د ویاند په وینا، په تېر کال کې د پاسپورټونو د وېش له درکه څه باندې ۵ ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي دي.

طالب چارواکي د پاسپورټونو په وېش کې د دوی برخه فساد ردوي، خو له دې اړخه دوی په عامو خلکو کې په زیات فساد مشهور شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب