شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د هند افغان الاصله آل راونډر وفات شو

د هند افغان الاصله آل راونډر وفات شو

تاند- د هند پخوانی آل راونډر سلیم عزیز درانی پرون (یکشنبه) د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.

سلیم درانی په ۱۹۳۴ م کال په کابل کې زېږېدلی او وروسته هند ته تللی او په ګوجرات کې مېشت شوی و.

درانی د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۳ کلونو ترمنځ د هند لپاره په ۲۹ ټیستلوبو کې ۱۲۰۲ منډې کړي او ۷۵ وکیټونه یې اخیستي دي.

درانی د شپږیزو په وهلو ډیر مشهور و.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د سلیم دراني په مړینه خواشیني ښوولې او د هند د کرکټ د ودې لپاره یې د هغه خدمتونه ستایلي دي.

په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي د سلیم دراني په مړینه خواشیني څرګنده کړې او پر خپله ټویټرپاڼه یې کښلي: “د کرکټ د یوه ستر افسانوي لوبغاړی سلیم دراني د مړینې د خبر په اورېدو ډېر خواشینی شوم. دغه پخوانی آل راونډر، د هند د ټېسټ مېچونو یوازینی لوبغاړی و چې په افغانستان کې زېږېدلی و. درانی، چې په افغانستان کې زېږېدلی و، په ګوجرات کې مېشت و او د هند په ۲۹ ټېسټ مېچونو کې ولوبېد. د هغه له کورنۍ او دوستانو سره د زده له کومې خواخوږي څرګندوم.”

سلیم دراني د کرکټ لومړنی لوبغاړی و چې د ارجونا جایزه ورکړل شوه. ارجونا د هند دوهم تر ټولو لوړ نښان دی چې په سپورتي برخهکې ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب