پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+افغانستان ولې دسیمې اونړۍ والې سیالۍ قرباني شو؟

افغانستان ولې دسیمې اونړۍ والې سیالۍ قرباني شو؟

استخباراتي جګړه
۷مه برخه
استادشهسوارسنګروال
د محمود مستري اوبرهان الدين رباني وروستۍ هلې ځلې ،
د کابل اداره له يو شمېر کورنيو او بهرنيو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه ، د کور دننه لوی غبرګون دا وه چې د رباني ټاکلی وخت پای ته رسېدلی وو، په کار وو چې له دندې ګوښه شوي وی.
د سيمې يو شمېر هېوادونه وېشل شوي ول، ځنې هېوادونو ته د برهان الدين رباني ځواک د منلو وړ نه وه، ولې يو شمېر نورو بيا د ده ملاتړ کاوه.
په نړيوا له کچه په سر کې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې سراسري سوله غوښته، له ټولو وسلوالو جنګياليو يې غوښتنه کوله چې سولې ته ژمن شي .
پدې تړاو چې کومې هڅې روانې وې لنډيز يې په دې ډول دی:
۱- ملګرو ملتونو کوښښ کاوه چې د دپلوماتيکو هڅو له لارې په افغانستان کې د سولې کوربه وي، ولې ايران او پاکستان خپلې شومې هېلې درلودې چې خپلو ناوړو موخو ته ځان ورسوي.
ايران د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې له ټولو غاړو وغوښتل چې ايران ته راشي ، خو ګڼ شمېر افغانانو پدې ټينګار کاوه چې د افغانستان د سولې خبرې بايد د ملګرو ملتونو په کوربه توب ترسره شي. همدا لامل وه چې ايران د «اسلامي وحدت» ګوند په پلوۍ تورن وګڼل شو او خبرو هم کومه پايله نه درلوده.
۲- يو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو هڅې وستايلې او محمود مستري ته يې سپارښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې خبرې چټکې کړي.
په ۱۳۷۳ کال د قوس ليندۍ په اوولسمه نېټه د جرمني هېواد او د ملګرو ملتو له سرمنشي نه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې خبرې چټکې کړي او پدې يې ټينګار وکړ چې لومړی بايد د جګړه مارو ډلو تر مينځ اوربند وشي، لنډمهاله اداره بايد جوړه شي، د افغانستان د خاورې تماميت ته درناوی او د يوه امنيتي ځواک د جوړولو هڅې بايد چټکې شي.
۳- په ۱۳۷۳ کال د قوس په ۲۴ نېټې د مراکش هېواد په کوربه توب د اسلامي کنفراس غونډه جوړه شوه او برهان الدين رباني پکې برخه درلوده.
رباني چې دندې پرېښودو ته چمتو نه وه نو ځکه خو کنفرانس بې پايلې پای ته ورسېد، يو شمېر کسان او هېوادونه د افغانستان سولې په تړاو دومره نهيلي شوي ول چې په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: پرېږدئ چې افغانان په خپلو کې سره وخوري هر وخت چې له جګړې نه ستړي شول نو بيا به سوله وکړي.
۴- يو شمېر کسانو پدې هم ټينګار کاوه چې رباني بايد يوې لنډ مهالې ادارې ته واک وسپاري، ولې يوې بلې ډلې ويلې که چېرې برهان الدين رباني له واکه کوښه شي نو يو ځل بيا به د واک تشه را مينځته شي. د رباني يو ښوونکی چې سيد موسی توانا نومېده د خبرو لپاره شمال ته ولاړ او له دوستم سره يې وليدل او غوښتنه يې وکړه چې جګړې ته بايد د پای ټکی کېښودل شي.
محمود مستري هم له يوه لست سره مزار شريف ته لاړ چې له جنرال دوستم سره د سولې په تړاو خبرې اترې وکړي، دوستم مستري ته وويل چې مسعود له يوې خوا ځان د خبرو پلوی ښيي، ولې له بلې خوا غواړي په افغانستان کې د پيسو او وسلو پر مټ خپل واک او ځواک پراخ کړي.
د مسعود ځانګړي متحد عبدالرب رسول سياف د پاکستان د آی اس آی په سپارښتنه د ملګرو ملتونو خبرې بې ګټې ښودلې، ان دا چې له جنرال حميدګل او د سوډان له سفير سره جلال آباد ته راغی چې دپخوانۍ سیاسي خپلوۍ ( اخوانیتوب ) له مخې رباني او حکمتيار ترمينځ منځګړيتوب وکړي.
۵- په ښکاره خو يې په دې خبرې ټينګار کاوه، ولې په حقيقت کې د طالبانو زياتېدونکی ځواک ورته د اندېښنې وړ وه ، ځکه چې په کندهار کې د رباني د حکومت په پرتله يو څه سمسمکی راوستی و او
د دوی انګېرنه دا وه چې ګني محمود مستري په لوی لاس غواړي د طالبانو واک ته لاره پرانېزي.
داسې اوازې هم وې چې د ملګرو ملتو په شمول سعودي عربستان، پاکستان، امريکا او يو شمېر خليجي هېوادونه غواړي په افغانستان کې يو دريم ځواک چې موخه يې طالبان ول را مينځته کړي.
مستري هم د هغوی له استازو سره وليدل، ولې ۲۶ کسيزه لست هم ورسره وه چې يوې موقتي شورا ته واک ولېږدوي.
په پام کې ول چې د حوت په لومړۍ نېټه بايد رباني له واکه ګوښه شي او هغه لنډ مهاله اداره چې په سر کې ډاکتر محمد يوسف، صمد حامد، ستار سيرت، سلطان محمود غازي، حامد کرزی، جلال الدين حقاني، سيد موسی توانا، کريم زارع، سراج الدين رسولي، قطب الدين هلال او احمد شاه مسعود ول مينځته راشي.
ولې برهان الدين رباني په ډاګه وويل چې په دغه لست کې د طالبانو استازي نشته نو ځکه خو سوله مينځته نشي راتلای، بايد تر ۱۳۷۴ کال د حمل تر لومړۍ نېټې پورې، تر هغې چې د طالبانو د استازي سره خبرې کېږي د لنډ مهاله حکومت اعلان وځنډول شي.
۶- د همدې پلمې پر بنسټ رباني اعلان وکړ تر هغې چې ټول تنظيمونه په دغه موقت حکومت کې ځان و نه ګوري، له دندې به لاس په سره نشي، د امريکې متحده ايالاتو هم په ۱۳۷۳ کال د حوت په (۲۰) شلمه نېټه د بهرنيو چارو وزارت له لارې اعلان وکړ چې د طالبانو هغه ګام د پام وړ دی چې غواړي له ټولو جنګياليو نه وسله راټوله کړي.
يو شمېر تنظيمونه په سر کې مولوي محمد نبي د طالبانو ملاتړ وکړ او د رباني حکومت يې وننګوه. طالبان چې د کابل ښار پولو ته را نېږدې شوي ول اسلامي جمعيت، اتحاد اسلامي او وحدت اسلامي تر مينځ خونړۍ جګړې روانې وې، طالبانو د کابل جنوب او جنوب لوېديځې سيمې تر ګواښ لاندې ونيولې، خو سخته ماته يې وخوړه. جمعيت دريمه او څلورمه کارته لومړی يې چور کړه او بيا يې د اور لاندې ونيوله.
له يوې خوا د برهان الدين رباني وسلوال د اسلامي وحدت او د هېواد په ځنو سيمو کې له اسلامي جنبش سره په جګړه بوخت وه، له بلې خوا طالبان کابو وو چې غوښتل يې کابل ونيسي.
په همدې ترڅ کې رباني له يوې خوا د حوت په ۲۳ نېټې په هغه اقتصادي کنفرانس کې برخه واخېسته چې په اسلام آباد کې جوړ شوی وه او له بلې خوا يې عبدالرب رسول سياف ته سپارښتنه کړې وه چې د حوت په ۲۵ نېټې جلال اباد ته لاړ شي، له حاجي قدير، مولوي محمد يونس خالص او له يو شمېر نورو قومندانانو سره خبرې اترې وکړي.
۷- رباني چې د اسلام اباد په غونډه کې يو ځل بيا د حمل په لومړۍ نېټه د قدرت د لېږد خبره را پورته کړه. همدارنګه د محمود مستري مرستيال «سنتوس» له سلطان محمود غازي، سيرت، عبدالاحد کرزي او د عبدالحکيم کټوازي په ملتيا له دوستم سره وليدل او ډاډ يې ور کړ، که چېرې رباني د حمل په لومړۍ نېټه له واک نه ګوښه نشي، نو د ده پر وړاندې به موازي حکومت اعلان شي.
دا ليدنه په داسې وخت کې ترسره شوه چې طالبانو د حوت په ۲۴ نېټه د پغمان ځنې مهمې سيمې د سياف له وسلوالو نه لاندې کړې وې. رباني نه يوازې په ټاکلي وخت استعفا ونکړه بلکې ځان يې نور هم د طالبان د بريدونو پر وړاندې پياوړی کړ او د هغو څو بريدونه يې په شا وتمبول.
اسلامي جنبش له خپلو متحدينو سره د خبرو لپاره هم اهنګي شورا غونډه وکړه او په ملګرو ملتو يې غږ وکړ چې رباني استعفا ته اړ کړي. مستري حکومت ته ګواښ وکړ چې که چېرې پخپلې ژمنې و نه درېږي اقتصادي بنديزونه به پرې ولګېږي. جنرال دوستم هم خپل ځواکونه بريد ته چمتو کړل او د ډالرو په بدل کې له روسانو نه په ميلياردو افغانۍ په ۱۳۷۴ کال د ثور په ۲۴ نېټې ترلاسه کړې.
۸- پاکستان چې د نورو سيمو په پرتله د طالبان پرمختګ په ځنډ او خنډ سره مخامخ وليده نو بيا يې د پخواني پاچا پښه سياست ته راکاږله چې د افغانستان خلکو ته وښيي چې ګنې طالبان د ظاهرشاه لښکر دی.
پاچا هم خپل زوم سردار ولي اسلام اباد ته واستوو چې د پاکستان له مقاماتو سره وغږېږي د امريکې حکومت هم د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله رابين رافيل دېته وګمارله چې له مستري سره د لنډ مهاله حکومت د جوړولو په چارو کې مرسته وکړي، نوموړې د عقرب په ۱۳ د بګرام هوايي ډګر کې ښکته شوه، له مسعود، دوستم، د حکمتيار له استازي، حاجي قدير او له نورو سره يې د خبرو کولو په ترڅ کې ټينګار کاوه چې رباني بايد ګوښه شي او د ملګرو ملتونو طرحه بايد و منل شي.
د ملګرو ملتونو استازي محمود مستري په ۱۳۷۴ کال د عقرب په ۲۴ نېټه يو اته ويشت کسيزه لست رباني ته وړاندې کړ چې خپل واک ور ولېږدوي. سره د دې چې رباني، سياف او مسعود له مولوي خالص او مولوي محمد نبي سره خبرې روانې کړې وې، خو کومه پايله يې ترلاسه نکړه.
همدا لامل وه چې رباني په ۱۳۷۴ کال د جدې په اوومې (۷) نېټې د يوې اعلاميې په ترڅ کې ومنله چې د واک لېږد ته چمتو دی، نو په همدې بنسټ غواړي کندهار او مزار ته سفر وکړي چې له ملامحمدعمر او جنرال دوستم سره وغږېږي. (نوربیا)

3 COMMENTS

  1. استاد محترم زه د استخبارتی جګړې اوله دوهمه دریمه او ځلورمه برخه نلرم او دلته د تاند په صفحه مې هم پیدا نکړه که یی راولیږی خوشحال به شم مننه

  2. سلام
    د ولې ،سیالۍ او قربانۍ کلیمې مو داعنوان ډیر برجسته کوی او دبحث کچه یې لوړه ځی. هره کلیمه جلا علتونه لری اوزموږ دڅولسیزو اندوخر ښه راپېژنی په دی شرط چې د استادسنګروال په طریقه دنورو لیکوالانو متفرقه موضوعات هم په علمی اومنطقی استدلال باندې ولاړ وی .که موږ راشو دحال ژبې ته نو خبره له قال وځی هغه په دې مانا چې به واقعیت کې دلوبې لوبغاړی بهرنی عوامل اوزموږ شخصی ګټې دی چې دلته دستونزو سبب شوی او کیږی دغه ستونزې اقتصادی ،سیاسی، تولنیزه، مدنی، فرهنګی او نور بې بنیاده لوری او ریښې لری.
    دلته بهرنیو استخباراتو به لوړه کچه دیر کار کړی دې استخباراتو کې زموږ ملی تلویژن کونډ وه دمخابراتو وزارت مو په تخنیکی لحاظ پڅ اوغل وه پخوانی وزیرانو امیرزی سنګین اومعصومې خاورې نور هم د تباهی اولوټماری لور ته کش کړ.غنی متکور له نورو ماتو کبړیو سره دجاوید امرخیل بالیود ډوله نعتونه اورېدل خو له استخباراتو بې خبروه. پټکو او لافو یې وطن نیولی وه خو دسیالۍ په لوبې نه پوهېده!زه حیران پاتې یم چې اقبصاد یې چېرې او څنګه لوستی وه؟غنی اوس ملی هویت بسې ګرخی ګندنه هو تازه ګندنه!
    دپروفیسور بودنه دې الله ج بیخ وباسی هغه خو دا ولس له قربانی هم بدتر کړ هغه دپوهنتون له وخت څخه یوکرکجن ، محافظه کار غلط او متعصب بدخشی وه کنه دبدخشان مهربان خلک دې خو دې جابر جاه طلب دغه قریحه نه درلوده. سنګروال صاحب ربانی د یوشمیر افغانانو په برخلیک باندې لوبې کړی دی چې ژوندی مثالونه یې د چندوالو ، کرغې، بالاحصار، خیرخانې او دکب میاشتې دریمې نېټې په عمیاتو کې رالنډ کیدای شی. وایی ډوډۍ تنور پخوی او لا فې شاببو و هی!استاد ظاهرا دواعتصموا بحبل لله جمیعا ولا تفرقوا نارې وهلې خوپه باطن کې دمقام ،قدرت او تفرقو تږی وه . د قدرت او مقام لپاره دپرچمیانو ډلې ته ورننوت اونورې معاملې یی راپیل کړلی.اصلی ستونزه دتنظیمونو ترمنځ دجلب اوجذب نیابتی،ژبنی، سیمه ایزه،او مالی سیالی وه چی دپاکستان په همکاری نوره هم ګرمه شوله دلته بل دول کوټوالی داې اس ای په مهارت دتنظیمونو ترمنځ دیو کشمش او څوقلندره غیرمنطقی ګونګوسی رامنخ ته شول . دا اوږد بحث دی!
    لنډا داچې موږد ملامت او ناملامت، پوه اوناپوه، باسواد اوبیسواد، کارپوه اوناکاره ، عاصی او بی ګناه، راشی او مرتشی ترمنځ توپیر نه کوو . خپله لمن خبله په سر را اړوو ځکه نه یې تجربه لرو او نه یې تحصیل په اتکل وایو« نړی مو په رسمیت نه پېژنی» سرتمبګی په همغه درجه دلته ده چې د قضیی عینی او ذهنی ظرفیت کته راځی او مشت نمونه خروار ورنه جوړیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب