تاند:( دوشنبه ، د غویي ۵ ) د افغانستان د تبلیغیانو د مرکز مشر مولوي خان زمان د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
نوموړی د ننګرهار ولایت اوسیدونکی و. په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي ادارې هم د هغه په مړینه خواشیني ښودلې او د فعالیتونو ستاینه یې کړې ده.
د تبلیغیانو ځینو سرچینو ویلي، چې د دوی شورا د مولوي زمان زوی د هغه پر ځای خپل عمومي مشر ټاکلی دی.
تبلیغیان د طالبانو له چوکاټ څخه د باندې، له محدودو مذهبي ډلو دي، چې طالبانو د پخوا په شان فعالیت ته پریښي او مخنیوی یې نه دی کړی.
اوس به انکر او منکر څه سوټي ورکړي وي خو دا دله مونږ ته احوال هم نه راکوي چې هلته څه حال دی !