شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهترکیه: د طالبانو او نړیوالو د اړیکو زیاتیدو په اړه هڅې کوو

ترکیه: د طالبانو او نړیوالو د اړیکو زیاتیدو په اړه هڅې کوو

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۵ ) په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارگینای وایي، چې هېواد یې د طالبانو د رژیم او نړیوالو د اړیکو د زیاتیدو لپاره هڅې کوي.

د طالبانو د رئیس الوزرا د اداري مرستیال دفتر ویلي، چې نوموړي دا خبره نن د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

د ملا عبدالسلام حنفي دفتر په مشخص ډول په دې اړه د ترکیې د هڅو یادونه نه ده کړې، خو ویلي چې دغه طالب مقام له ترکیې څخه مننه کړې ده.

طالبان وایي، چې ترکي سفیر د دې ترڅنګ پر افغان کانونو د ترکي پانګوالو د پانګونې د لېوالتیا خبر ورکړی.

ترکیه په هم مهاله ډول طالبانو او مخالفانو سره یې ښې اړیکې لري.

د طالبانو د رژيم یوه لویه برخه سیاسی مخالفان په ترکیه کې مېشت دي، خو ترکیې په فزیکي ډول د غونډو اجازه نه ده ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب