یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد، نړیوال د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو لپاره پلمې...

مجاهد، نړیوال د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو لپاره پلمې کوي

تاند (دوشنبه، د ثور ۴مه) د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی حکومت له نړۍ سره د مثبت تعامل په لټه کې دی خو نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو لپاره پلمې کوي.

ښاغلي مجاهد د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه د نړۍ په ګټه وبلله.

ده زیاته کړه:«هیوادونو ته پکار ده چې د پلمو پر ځای خپله پالیسي اصلاح کړي.»

سره له دې چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته رسیدلي او پر ټول هیواد بشپړ کنترول لري خو تراوسه هیڅ هیواد د دوی اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې ښځو او نجونو ته لومړني بشري حقونه ورکړي، په حکومت کې له ملایانو پرته نورو افغانانو ته ونډه ورکړي او بشري حقونه رعایت کړي.

خو طالبان فکر کوي چې نړیوال ملامت دي او د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره غیرمنطقي پلمې کوي.

3 COMMENTS

  1. پلمې خو تاسې پخپله په لاس ورکوئ. ملا نديم او خالد حنفي دې څه څه وايی؟
    ايا تاسې دلته په دې دنده ښه ښکارئ او که دا يو بل نارينه/ښځينه مسلکي کس مخته وړی وای؟
    له نجونو مو د زده کړې حق اخېستې او مېرمنو ته د کار حق نه ورکوئ. چېرته چې چڼی دی تاسې په دندو وګوماره، نو دنا به خود درسره پلمې لټوي او دا پلمه ورته تاسې خپله په لاس ورکړې ده. نور څوک مه ملامتوئ.

  2. مجاهدخانه خینزیر قندهار ته بوتلی دومره تیزونه به خوشی کړی چی حساب به یې بی عقل ندیم هم ونسی نیولی ځان سره دی پام وکړه دا مداری ګری اوس چلش نلری

  3. په هیبتې او حقاني ځناورو او حشراتو د دوا پاشي وخت را لڼډ سوي. خو دا د قچلاغ حرامیان د تیر په څیر به بیا تښتې او دا ماشومان به وژل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب