۵ برخه
شهسوار سنګروال
هغه مهال چې رنسانس او هيومانيزم Humanism د مينځنيو پېړيو ټټر څيرې کړ، انسانانو پوهې او ټولنيز ژوند ته مخه کړه، هسپانې او پرتګال د کښتيو او بېړيو جوړولو مهارت ته لاره پرانسته او له همدې برکته په ۱۴۹۲ ز کال امريکا کشف شوه.
د فرانسې انقلاب په (۱۷۸۹ ز کال) يو بل ستر ټولنيز خوځښت و چې نړۍ يې له درانه خوبه را پاڅوله.
نړيوالو ښکېلاکګرو د خپلو صنعتي پرمختګونو په رڼا کې هڅه کوله چې وروسته پاتې هېوادونه د خپلو ګټو او موخو لپاره ښکېل کړي.
اروپايي هېوادونو په خپلو اوږدو لاسونو د نړۍ يو شمېر هېوادونه په تېره يو شمېر وروسته پاتې افريقايي او اسيايي هېوادونه له ګرېوانه را ټينګ کړل.
خبره زموږ تر ګاونډه را ورسېده، د هند تر نيمې وچې، چې برېتانويانو په پای کې په ۱۶۰۰زکال د ختيځې کمپنۍ بنسټ کېښود او لمنه يې تر افغانستان نه را ورسېده.
لکه څرنګه چې لويديځوالو متفکرينو، پدې لړ کې د فرانسې متفکرينو، پوهانو، ليکوالو او شاعرانو د ټولنيز شعور دودۍ او پرمختګ لپاره هاندې هڅې پيل کړې وې ، دا رنګه تر ښکېلاک لاندې اسلامي هېوادونو کې هم يو شمېر متفکرينو د خلکو د ويښتيا لپاره مټې را ونغاړلې.
سيد جمال الدين افغاني د يوه اوښيار متفکر انسان په توګه لومړی په افغانستان کې يو شمېر ټولنيزو پر مختګونو ته لاره هواره کړه او بيا يې تهران، استانبول، بغداد، قاهره، عجاز، ډهلي، پطرزبورک،هامبورک، لندن، پاريس او يو شمېر نور لوی او واړه ښارونه تر سترګو تېر کړل.
لومړی يې يو شمېر روښان اندي، د دين او مذهب عالمان، سياسي او ټولنيز شخصيتونه په ځان را ټول کړل ، مسلمانان يې يووالي ته را وبلل او بيا يې د ښکېلاک پر وړاندې پاڅون ته لاره اواره کړه .
د عثماني ترکې خليفه عبدالحميد د سيد د اند او فکر پخلی وکړ، ولې د ده له هغه نظر سره چې له يوې خوا يې د ښکېلاک پر ضد او له بلې خوا يې د هغو واکمنو چارواکو پر وړاندې چې د اصلاح او سمسمکي وړتيا يې نه درلوده، ايراني او ترکي درباريانو ته د ده دغه خوځښت د ځغم وړ نه برېښېده.
که څه هم سيد جمال الدين افغاني په خپلو هڅو کې يوه ستر عملي بري ته و نه رسېد، ولې د سياسي شعور د پرمختيا او پراختيا لپاره يې يو ګټور احساس په ميراث پرېښود.
ده نړۍ ته (۱۸۳۹ – ۱۸۹۷ کال) ټکان ور کړ، داسې متفکرين يې خپلې لارې ته وهڅول چې د ده د اند او فکر ډېوه يې بله وساتله او ان د يو ستر صوفي محمد عبده (۱۸۷۱ – ۱۸۷۹ کال) په زهن کې يو ټولنيز انقلاب په څپو کړ اوښایي د دې یولامل به دا و چې سید جمال په ۱۸۶۹ کال مصر ته سفر وکړ.
د محمد عبده د ژوند وروستۍ (۱۸۴۹ – ۱۹۰۵) شېبې وې چې په ۱۹۰۵ کال تزاري روسيې له جاپان نه ماته وخوړه، په پای کې د يو شمېر لاملونو له کبله يو لامل دا شو چې تزاري روسيه ماته شوه او په ۱۹۱۷ کال بلوشيکانو د اکتوبر انقلاب بري ته ورسوه.
عثماني ټولواکمني چې تر يوه بريده د لويديځوالو پر وړاندې يو مورچل ګڼل کېده، برېتانې کوښښ وکړ چې د «شریف حسين» تر مشرۍ لاندې مسلمانان دېته وهڅوي چې د اسلامي خلافت حق د عربانو دی، نه د ترکانو ، نو که چېرې برېتانيه د «حسين» ملاتړ ترلاسه کړي نو د عثماني ترکې له ماتې وروسته، له مد يترانې نه تر فارس خليج پورې، د دغه ټول اسلامي امت خلافت به رښتينو وارثانو ته وسپارل شي.
لويديځوالو له پخوا نه دېته لمن وهله، ان دا چې سلطان عبدالحميد په دې تړاو له سيد جمال الدين افغاني سره دغه اندېښنه شريکه کړې وه، چې برېتانيا غواړي چې په مينځني ختيځ کې د يهوديانو لپاره يوه ځمکه بېله کړي.
سید جما ل الدین افغاني چې دغه مهال په استانبول کې و، ورته سلا ورکړه چې په هېڅ توګه دغه وړاند يز ته غاړه کېنږدي ،چې انګریزان دې موخې ته ورسېږي .
تر دغه دمه انګرېزان او يهوديان خپلو موخو ته و نه رسېدل چې په دغه سیمه کې د يوه اسرائيلي دولت بنسټ کېږدي.
ولې کله چې شريف حسین، عربي مسيحان او همدا ډول وهابيان، د لويديځوالو د لاس وسيله شول، له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته عثماني ترکيه ماته شوه، د يهوديانو کډوالي د برېتانويانو او فرانسويانو په مټ مخ په مينځني ختيځ پيل شوه او مصطفی کمال هم په ۱۹۲۴ ز کال د خلافت پر ځای جمهوري نظام اعلام کړ.
يو شمېر متفکرينو د سيد جمال الدين افغاني او د محمد عبده د اند او فکر پخلی وکړ او د روان سياسي کړکېچ د مخنيوي لپاره شيخ رشيد رضاء، د فلسظين مفتي امين الحسيني، شيخ حسن البنا (د اخوان المسلمين بنسټګر) او نور د سياست ډګر ته را ووتل، چې موږ په هند کې ابوکلام آزاد د ساري په توګه يادولی شو او دغو خوځښتونو نه يوازې د نړۍ په اسلامي هېوادونو اغېزه وکړه، بلکې په افغانستان کې هم د ورته خوځښتونو لپاره لاره اواره شوه.
په سيمه کې د غو هلوځلو له مخې يو شمېر سياسي او جغرافيوي بدلونونه مينځته راغلل، د هند په نيمه وچه کې په ۱۹۴۷ کال د پاکستان پنوم، په ۱۹۴۸ ز کال په مينځني ختيځ کې د اسرائيلو په نوم هېوادونه د نړۍ په سياسي جغرافيه کې را مينځته شول.
د جمعيت اخوان المسلمين مشر د اسرائيلو له جوړېدو نه يو کال وروسته (۱۹۴۹ز) کال کې ووژل شو.
په ۱۹۵۲ کال د مصر پاچا فاروق پر وړاندې د جنرال نجيب لخوا کودتا وشوه چې په پای کې جمال عبدالناصر واک ته ورسېد.
کله چې ۱۹۵۴ کال جنرال نجيب ګوښه شو او په بشپړه توګه د مصر چارې ناصر په غاړه واخستې. په همدې کال د فرانسې پر وړاندې د الجزاير ملي او اسلامي خوځښتونو يوه ستر پاڅون ته لاره پرانسته.
د دې سياسي پېښو اغېز يوازې په ترکي، مينځني ختيځ او په ټوله کې د خليج هېوادونو په جغرافيه کې ايسار نشو بلکې د افغانستان ګاونډ ته يې هم لاس را وغزوه.
ايران د ترکې په څېر په ۱۹۰۶ ز کال، د سيد جمال الدين افغاني د اند د اغېز له مخې د مشروطه غوښتونکو يو خوځښت را مينځته کړ او قاجاري واکمن يې ولړزول.
له ۱۹۳۸ ز کال نه تر ۱۹۴۰ کال پورې ايران په بېړنۍ توګه داسې خوځښتونو ته يو چټک لوری ور کړ چې شوروي اتحاد او لويديځه نړۍ يې وګواښله.
ايت الله تالقاني روحاني يو له هغو کسانو څخه و چې د محمد عبده او د هغه د شاګرد رشيد رضا او په ټوله کې د سيد جمال الدين د اندونو پخلی وکړ او ور پسې نورو روڼ اندو روښان فکرانو لکه مهدي بازرګاني، ډاکتر سحابي، ډاکتر تقي شريعتي او لسګونو نورو دغه ډول اسلامي غورځنګ ته پراختيا او پرمختيا ور وبښله.
د هند په نيمه وچه کې د اسلامي غورځنګ يوه بله کړۍ چې د برېتانوي هند د واک په مهال د ۱۹ پېړۍ په نيمايي کې را پيل شوه ، هغه د ديوبند دارالعلوم مدرسه وه چې د هند مسلمانانو ته يې يوه نوې لار پرانېسته.
علامه اقبال (۱۸۷۷ – ۱۹۳۸ کال)، ابو کلام آزاد (۱۸۸۸ – ۱۹۵۸ کال، مولانا مودودي او په لسګونو نورو د سيد جمال الدين افغاني د اند او فکر په رڼا کې د سياسي اسلام روحيه پياوړې کړه.
تر دغه ځايه چې کوم اسلامي او سياسي خوځښتونه چې د مخه يې يادونه وشوه، پدغو څرګندونو کې يوه خبره ډېره مهمه وه او هغه دا چې د «پطر کبیر» خبره، هر زور واک او ښکېلاک چې د هند نيمه وچه او ترکيه کې قسطنطنیه ولکه کړي، په ټوله نړۍ واک چلولۍ شي.»
ښايي يو لامل به همدا و چې تزاري روسيې د «اسيا صغير» پر وړاندې تر استانبول پورې، له ۱۹ پېړۍ نه را واخله تر لومړۍ نړيولې جګړې پورې او همدا ډول د مينځنۍ اسيا په لور د افغانستان تر سرحد ونوپورې د پرمختګ هڅه کوله .
په وروستۍ هڅه کې بري ته ورسېدل، ولې په دې بريالي نشول چې د هند نيمه وچه کابو کړي ، خو د افغانستان په ګاونډ کې د يوه ګاونډي په توګه د داسې يوه لوی ځواکمن هېواد شتون پخپله يو لوی ګواښ و،چې له اغیزې یې ستر ګې نشي پټېدلی .
د روسې هېواد د دغو پرمختګونو له مخې، د لوېديځې اروپا په سياسي اصطلاحاتو کې د «شرق» د مسئلې په نوم «لويه لوبه» پيل شوه چې يو قرباني يې افغانستان شو.
د لويې لوبې له مخې د تزاري روسیې او لويې پرېتانيې د سيمې لويې ټولواکمنۍ پايته ورسولې، لکه د عثماني ترکيې امپراتوري، د ايران ټولواکمنۍ، افغان امپراتوري او په هند کې د مغلو ټولواکمنۍ يادولی شو.
له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د سړې جګړې په نوم (۱۹۴۵ کال) د امريکا د متحده ايالاتو او شوروي تر مينځ يوه بله سياسي کارونه مينځته راغله ، د امريکا متحده ايالاتو د يوه سياسي نوښت له مخې د برتانيې په مرسته، په دې هڅه چې شوروي اتحاد، د سياسي او پوځي پرمختګونو لاره ډ ب کړي، په ګډه يې سياسي ډګر ته را ودانګل.
په ۱۹۵۳ ز کال په ايران کې د ډاکتر مصدق د واک کابو کول، په ۱۹۵۶ ز کال د سويز کانال کړکېچ او په سيمه کې د شوروي د ځواک پر وړاندې د پوځي او سياسي بلاکونو بنسټ دا ټول هغه څه وو چې د امريکې متحدينو غوښتل د شوروي اتحاد د سياسي او پوځي پرمختګ مخه ونيسي.
شوروي اتحاد چې د «لويې لوبې» له سياسي پايلو نه ښه خبر وه، نو د سړې جګړې لوری يې افغانستان وټاکه ، نو همدا لامل و چې له ۱۹۴۵ ز کال نه تر ۱۹۶۲ ز کال پورې افغانستان يې پخپل اقتصادي پوځي او سياسي دام کې را ونغاړه.
هلته چې برېتانيا نوی هند په دويمه نړيواله جګړه کې ډېر اقتصادي زيانونه ګاللي ول، نور يې د دې توخته نه درلوده چې د هند نيمه وچه وساتي.
ولې دهند په نيمه وچه کې د خپلو ګټو د ژغورلو لپاره د پاکستان په نوم هېواد جوړ کړ، چې اوس دسیمې اونړۍ هېوادونو لپاره دسرطان دناروغۍ حیثیت لري .
د امريکې متحده ايالاتو د شوروي په ګاونډ کې په همدې بنسټ د پاکستان، ترکې او ايران په ګډون يوه پوځي تړون ته لاره پرانسته.
د شوروي اتحاد او امريکا تر مينځ د پرلپسې سياسي او پوځي غبرګونو لوري هغه مهال د سړې جګړې ګواښ ته د پای ټکی کېښود چې شوروي د افغانستان په خاوره کې ماته وخوړه او په پای کې شوروي تجزيه شو.
د رونالد ريګن او ګورباچف تر مينځ ناسته ولاړه دې کچې ورسېده چې په ۱۹۸۸ ز کال د ملګرو ملتو په ضمانت د ژنيو تړون لاسليک شو، په ۱۹۸۹ کال د شوروي پوځونه له افغانستان نه ووتل.
له دې نه د مخه ريګن په ۱۹۸۸ کال د جون په مياشت کې مسکو ته سفر وکړ، ګورباچف هم له يوه ماشوم سره يوځای د هغه درناوي ته ورځي او د يوه ښه نيت د څرګندونو لپاره ماشوم هغه ته لاس ورکوي.
شوروي ځواکونه خو له افغانستان نه ووتل او دا د شلمې پېړۍ هغه لويه خونړۍ غميزه وه چې افغان ولس يې په سرو وينو کې ولمبوه.
د دې جګړې ناخوالې لا پايته نه وې رسېدلې چې د «۲۱» پېړۍ يوه بله خونړۍ غميزه، هغه مهال پيل شوه چې امريکې او ناټو غړو هېوادونو په افغانستان وسلوال بريد وکړ.
په افغانستان دیادوخوځښتونو اغېز،
په افغانستان کې د اسلامي خوځښتونو يو لامل د کيڼ اړخو او په هېواد کې د يو شمېر ملي بهيرونو او خوځښتونو رامنځته کېدل ول، چې د دوی پر وړاندې اسلامي خوځښتونو د سيمې او نړۍ (د پاڼ اسلاميزم په رڼا کې) له غورځنګونو نه په الهام خپلې هاندې هڅې چټکې کړې.
د سردارمحمدهاشم خان له استعفا نه وروسته (د می ۹ نېټه ۱۹۴۶ ز کال) شاه محمود خان د هېواد صدراعظم شو، د ده د حکومت په مهال يو څه سياسي او ټولنيزو پرمختګونو ته لار پرانېستل شوه. د محمدهاشم خان په پرتله د ډموکراسۍ يو نوی پراړ پيل شو، ډله ييزې رسنۍ، خپرونې او يو شمېر سياسي ګوندونه د سياست ډګر ته راووتل. هغسې خو د افغانستان په معاصر تاريخ کې دیوه سياسي ګوند بنسټ د امير حبیب الله خان د واک پر مهال د ګڼو روښانفکرو لخوا کېښودل شو.
د مشروطه خوښتونکو له خوځښت نه وروسته د افغانستان په سياست کې د ويښ زلميانو غورځنګ، ندای خلق، انګار، وطن، ولس او يو د شمېر ګوندونو او رسنيو رول د پام وړ ګڼلی شو.
همدا راز د ډموکراسۍ په لسيزه کې، کله چې نوی اساسي قانون د محمد یوسف (۱۳۴۲ هـ) د صدارت په مهال تصويب شو يو شمېر کيڼ اړخه مارکستي ګوندونه منځته راغلل چې موږ په سر کې د افغانستان د خلک دموکراتیک او شعله جاويد ګوندونه د بېلګې په توګه يادولی شو.
دغه ډول يو شمېر نور ګوندونه هم ول چې په بهرنيو اېډيالوژيو سمبال ول او دا رنګه ښي اړخي بنسټپال ګوندونه هم د بهرنيو اېډيالوژيو پر بنسټ مينځته راغلل چې موږ په دغه لړ کې د ځوانو مسلمانانو ګوند د ساري په توګه ياد ولی سو چې غړي يې ډېر ژر د اخوان المسلمين (اخوانيانو) په نوم ياد شول.
کله چې په افغانستان کې د ځوانو مسلمانانو ګوند بنسټ کېښودل شو، ډېر زر د نورو سياسي ډلو په مينځ کې د حسن البنا او سيدقطب د فکر او اند سره په تړاو دوی ته د اخوان المسلمين نوم ورکړل شو.
دوی د محمد داود د واک پروړاندې د جهاد په پلمه پاکستان ولاړل، د I.S.I لخوا وسلوال شول په پنجشېر کې د احمد شاه مسعود او په لغمان کې د مولوی حبيب الرحمن په مشرۍ وسلوال بريدونه وکړل.
د ثور له کودتا (۱۳۵۷ هـ کال) وروسته دغه بريدونه نور هم زيات شول، خو د جدې د شپږمې نېټې (۱۳۵۸ کال)ناوړه پېښې چې روسانو په افغانستان وسلوال برید وکړ ملي او نړيوال غبرګون ته لاره هواره کړه چې په پای کې مجاهدين واک ته ورسېدل.
ولې د خپلمينځي جګړو له امله، چې نور افغان ولس د غم او ځغم وس نه درلود، د هر ډول بېعدالتۍ قرباني شوي ول، يوه بدلون ته سترګې په لاره ول، …له اوږدو کړاوونو او رنځونو وروسته طالبان د يوې نوې تګلارې سره د سياست ډګر ته را ووتل.
د طالبانو دغه خوځښت له روان کرکېچ نه ګټه واخېسته اودهمدغو، د اخوان المسلمين په نوم د نامتو واکمنو عمل ،اند او فکر( په سرکې داستادبرهان الدین رباني اومسعود) يې وغنده او د دوی پر ضد يې ټوپک ته لاس کړ…اوداچې څرنګه ځواکمن اوواکمن شول د دوی د اند او فکر په تړاويوه تاريخي بهيرته تم کېږو.(نوربیا )
ژوندی اوسې ګرانه هروخت دې دفاع په علمي او تاریخي دلائلو او واقعات سره کړې ده !
په دې اړوند وخت تېرول په کار نه دی، دا ټول د اسنادو پر بڼسټ د غرب دسیسې وې او دي:https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749