Homeخبرونهد احمد مسعود ویاند له هغه سره د اختلاف له امله استعفا...

د احمد مسعود ویاند له هغه سره د اختلاف له امله استعفا وکړه

تاند:( شنبه ، د حمل ۱۹ )  د طالبانو پر ضد د یوې جنګیدونکې وسله والې ډلې( ملي مقاومت جبهې) ویاند صبغت احمدي له خپلې دندې استعفا کړې ده.

هغه په خپله ټویټر پاڼه کې د دغه استعفا دلیل په دغه ډله کې د انحصار موجودیت بللی.

صبغت احمدي له زیاتو جزیاتو پرته ویلي، چې انحصار که د طالبانو په منځ یا بل هر ځای کې وي، ناسم دی.

ملي مقاومت ډلې د خپل ویاند د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.

صبغت احمدي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د صلاح الدین رباني د دندې پر مهال د نوموړي ویاند و.

په وروستیو کې، د ملي مقاومت جبهې له منځه د اختلافاتو د شدت خبرونه زیات شوي.

3 COMMENTS

  1. دا به یو چل وي!، عجیبه دا ده چه وطن د پښتنو او هزاره ګانو، او دوی *ملي* کېږي ! اوله دا چه دوی د اسکندر خبیث د مقدونیې پاتې نسل دي او د غربي اروپا مزدوران! او بل دا چه د شوروي د مینځ ته کېدو نه وروسته دوی ګډ سره له تاکستان و ازبکستان و ترکمنستان او نورو ځایوونو نه وروسته افغانستان ته پناه راوړل او اوس دوی ځان ملي مقاومت بولي ! ډېره عجیبه ده! او بله دا چه که دوی غلامان د غربي اروپا نه وی، په نامه به یې پاریس کې سرک نه نوومېدِه!

  2. اسلامی امارت ته د دغو لنډهغرو بسمچیانو کولابیانو ټغر ورټولول پاید په لومړیتوبونو کښې وی.
    که چیرې ریښتیا مو په دا وطن او ملت سوکالی لوریږی د دغۍ سرطانی دانی غم باید چه وخورۍ.
    له یوه سره محوه شی نیست او نابود

    • ته خو یو وار د صبغت الله مخ را ښکاره کړه ، دا دله خو پټ مخ ګرزي نه پوهیږم چې د isi جنران دی او که یوه پای مخې ښځه ؟ مونږ انسانی حقوق غواړو د زدکړې حق غواړو چې تاسو بد ماشانو په منافقت سره خيټه پرې اچولې ده !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...