یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+  ملي محور | ولي الله ملکزی

  ملي محور | ولي الله ملکزی

د پیرنګیانو د واکمنۍ په تاریخ کې، یو هندو پنجابي او دوو مسلمانو پنجابیانو داسې سیاسي معجزې نندارې ته وړاندې کړې چې د بالیوډ په فلمونو کې هم چا نه وې لیدلي. تیره اونۍ د سکاټلند نشنل ګوند، حمزه یوسف د خپل لومړي وزیر په توګه وټاکلو. ۳۷ کلن حمزه چې د همجنس ګرایانو د واده کلکه ننګه کوي، پلار ېې د پاکستاني پنجاب، مور یې د کینیا او میرمن یې فلسطینۍ ده. له ده پنځه میاشتې وړاندې، د انګریزانو محافظه کار ګوند هندو مذهبی ریشي سوناک چې مور او پلار یې له هندي پنجابه راغلي؛ د صدراعظم په توګه وټاکلو. په سبا له یې د هندوایزم د بهگواد گیتا په کتاب له قسم خوړلو وروسته کار پيل کړ. ورځې لا تیرې نه وې چې د صدارتي ماڼۍ مخ ته یې د هندوانو د دیوالي (رنګونو) مذهبي میله ترسره کړه او لیرې نه ده چې د خپل رسمي دفتر په انګړ کې د غوا یوه مجسمه هم ودروي.

په ۲۰۱۶م کال کې صادق خان د لندن ښاروال غوره شو. د نوموړي پلار له پاکستاني پنجابه راغلی او د لندن د ښاري بس موټروان وو. هغه مغرور انګریزان چې په امپراتورۍ کې یې لمر نه ډوبیدلو او د دغې سیمې له عامو خلکو سره په یو دسترخوان ډوډۍ خوند نه ورکولو، نن د هغوئ د لمسیانو راج ته غاړه ږدي. له دوئ ټولو ترمخه، په ۲۰۰۹م کال کې تور پوستې باراک اوباما د امریکا ولسمشر شو او اته کاله یې د نړۍ په بام واکداري وکړه. هغه امریکا چې یو مهال تور پوستو شاګردانو له سپين پوستو سره په یو بس او صنف کې د کښیناستلو اجازه نه درلودله، حاضره شوه تور پوستي سیاستوال ته د مشرۍ پګړۍ په سر کیږدي او د سپینې ماڼۍ کیلي ورته وسپاري. ځکه امریکایان په بدلون او سمون باور لري او پوهیږي چې ملي محور، تل د ملي ګټو او ملي مصلحتونو ضامن وي.

راځئ خدای ته مخ او شیطان ته شا کړو، که چیرې همدا څلور واړه نامتو شخصیتونه په کوم عربي هیواد کې میشت وای، نو هرکال به د خپلې اقامې د تمدیدولو لپاره په لاین کې ولاړ وو، ځینو به الله تعالی ته دعا کوله او چا به بهګوان ته زارئ کولې چې د کفیل له غضبه مې وساته. لویدیځه نړۍ نه جنت دی او نه په دې هیوادونو کې څوک د عمري عدالت خبرې کوي؛ بلکې یواځنې لامل یې دا دې چې غربیان د خپلو ملي مصلحتونو په خاطر، په یو منلي محور باندې راټول دي. هلته انسان، انسان ګڼل کیږي؛ مدني او ټولنیز حقوق یې خوندي دي. ښايي د همدې ټولنیز عدالت له وجې، هرکال له درې ملیونو څخه زیات مسلمانان هڅه کوي ځانونه غرب ته ورسوي چې له بده مرغه، ډیر یې په سمندرونو کې د نهنګانو خوراک شي او څه په ځنګلونو او ټرکونو کې له لوږې او تندې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي.

کوټلې خبره همدا ده چې موږ ملي محور، ملي ګټو او ملي ارزښتوتو ته چندان ارزښت نه ورکوو. په همدې یوې پیړۍ کې مو پخپلو لاسونو درې ځلې ملي اردو ړنګه کړه او د وارد شوو ایډیالوژیو او ازمونو په تنور کې مو خپل ولس وریت وریت کړ. موږ د دوست او دښمن په تعبیر کې یوه خوله نه یو؛ حتی د ملي بیرغ په رنګونو نه جوړیږو او خپل هویت، تاریخ او کلتور د ګاونډیانو د تمدني حوزې برخه بولو. په یویشتمې پیړۍ کې خپلې لوڼې او خویندې له هغو حقوقو څخه محروموو چې دین، قانون او فطرت ورکړیدي. موږ له هغه چا ډاریږو چې د قلم، کتاب او رڼا په خاطر، په تورتمونو کې د خلکو غوږونو ته غږ رسوي. د هغه چا مرۍ خپه کوو چې د حق، برابرۍ او پخلاینې اواز پورته کوي. د ملي محور کمزورتیا مو دا ده چې د خپل وطن هندوان او سیکان د هغوئ د عقیدې په خاطر وژنو، جایدادونه او درمسالونه یې لوټ کوو او بیا په ډَډ ستوني د اسلامي عدالت شعارونه هم زمزمه کوو!

بله بدنصیبي دا ده چې زموږ مذهبي محور هم د اختلافاتو او سلیقو نذرانه شویدی. که له غټو خبرو تیر شو، یواځې د تراویح په حکم او رکعتونو هم اتفاق نه لرو چې آیا هغه شل دي، اته دي او که هیڅ نه؟‌ د کوزې پښتونخوا یو مشهور مفتي صیب وايی: قیام اللیل شته خو تراویح لاچا راویستلې دي؟ همدا شان موږ د عقیدې په ډیر مهم اصل کې هم د تذبذب په لومه کې ګیر یو. په پنځه وخته لمانځه کې وایو «إیَّاکَ نَعْبُدُ وإیَّاکَ نَسْتَعِین» خو چې سلام و ګرځوو او یا د جومات له دُرشل پښه را د باندې کړو، نو زیارتونو او بابا ګانو ته چیغې وهو چې را رسیږئ. له کوډو، حسد او نظر څخه ډاریږو او د کرونا او بواسیرو علاج په تعویذ او د قبر په خاورو باندې کوو. خپل تقدیر د سړک د غاړې په فالبین لټوو. ډالر مو خوښ دی، ټایټینک او د ټام کروز فلمونه ګور، آیفون او د ایپل کمپوټر ګرځوو، ختمونه کوو چې ربه زوئ، زوم، لور او ننګور مې په عافیت سره امریکا او اروپا ته ورسوه، له یهودو او نصاراو خیرات غواړو، بیا په مړه ګیډه د زنده باد او مرده باد شعارونه ورپسې ور وشړو!

حق تعالی فرمايي: (إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ – الله ترهغې د یو ولس په ژوند او حالت کې بدلون او رغون نه راولي، ترڅو یې پخپله په ځان کې تغیر نه وي راوستې). نور نو بس دی. د هیڅ نوم، شعار او داعیې په پلمه باید جنګ ونه شي. ځکه نور جنګونه به نور جنګي اتلان او بې سواده مارشالان وزیږوي؛ نورې میندې به بورې، خویندې کونډې او ګلالي یتیمان به د ځناورو د هوسونو ښکار شي. اوس د دې وخت رارسیدلی چې د څلور نیمو لسیزو خړاوو، تربګنیو او یرغلونو په پای کې په داسې یو محور باندې راټول شو چې زموږ اسلامیت، افغانیت، عدالت، خپلواکي او سوکالي په کې خوندي وي. کنه نو، دا به د تاریخ جَبر وګڼو او جَبر تل نازولې وي.

————————————–

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

5 COMMENTS

  1. څه درته ووایم خبرې د ګل دي : دین اوس حماقت دی او له موډه وتلی دی خو جاهلین بند پکښې پاتې دي !

  2. سلام،
    ستا بینش اومنش :
    قلم کتاب او رڼا د معلوماتی او اطلاعاتی تکنالوژی یوه برخه جوړوی یوویشتمه پېړۍ یی په یوه کلی بدلوی موږ چې دورخې ۳۲ ځله هره ورځ ایاک نعبد وایاک نستعین وایو دا راښیې چې دعلم دروازې باید وتړو! ایاک عام مفهوم لری.زموږ عام فرهنګ پردې باور دی چې یوازې لوستل باسواد توب نه دی بلکی سواد خانګړی تعریف لری.
    دتکنالوژی استخباراتی اړخ زموږ حالت دغې مرحلې ته راوست زموږ مټکور جمود وخمود جمهوریت ، ملی تلویزیون، مخابراتو وزارت ، ملی ګټې ، ملی مصالح دنړیوالو ډنډوره چیانو ، جاسوسانو ، کورنی او بهرنیو دکاندرانو داکونتونو ، فالورز اولینکونو په زور ناکام شول اوسقوط یې وکړ. لاهم دغه نړیوال زموږ کړکېچ کې لګیادی! زموږ مسئولان هسې ابتداېې پوهه هم دې برخه کې نه لری وایی پهلوان زنده خوش است. بنا بران زه تاسره دملی محور اومصالحو برخه کې بیلکل موافق یم

  3. محترم استاد ملکزی صاحب ! ستاسی او هر صالح انسان او افغان د زړه درد د درک وړ دی خو مسائل ډیر پیچلی تر هغه دی چی په کلماتو بیان سی.
    زموږ د ټولنی په نیمګړتیاوو کی خو شک نسته امّا د دوو زبرواکونو ( روس – انګریز ) د ګاونډیتوب زغم هم ساده خبره نه ده، ددی دوو سیارو د جاذبی ګمراه کوونکی مدارونه کفایت کوی چی زموږ د سیاری مدار هم موسمی انحرافات تجربه کړی.
    امّا
    د حمزه یوسف او ریشی سوناک او صادق خان او د کاناډا د دفاع سکھ وزیر په هکله:
    دا کسان په څیره ” اناناس ” غوندی تور یا قهوه ای دی خو زړونه او افکار او روحیات ئی تر انګریز هم سپین دی ( البته نه په مثبت مفهوم بلکه پدی مفهوم چی داسی روزل سویدی چی د انګریز ګټو ته تر یو عادی انګریز هم وفادار دی ).
    دا به د عقل څخه لیری خبره وی چی د څو شپیتو میلونو انګریزانو له منځه یو ( ریشی سوناک) دومره لایق او نابغه وی چی د صدارت مقام تر لاسه کوی یا د لسو میلونو لندنیانو له منځه فقط صادق خان دومړه وړ نابغه وی چی د لندن ښاروال ټاکل کیږی.
    که همدا سبا ورځ ( مثلاً ) د انګریز دولت د هندی او پاکستانی پنجاب پر سیمه نظامی حمله وکړی نو ددی حملی د لومړی کرښی ملاتړی او حامیان به همدا سوناک او صادق خان وی.
    حقیقت خو دا دی چی د انګریز تلبیس او سِحر دومره قوی دی چی په یوه غشی ۱۴ اهداف ویشتلای سی.
    د حمزه یوسف سناریو خو بیخی تلبیسی او بربنډه ده، یو مسلمان نما کس ته ئی دنده سپارلی ده چی د همجنسګرائی د شیطانی پدیدی ننګه او ملاتړ وکړی او مسلمانو پرګنو ته وښئی چی مثلاً تاسی بدوی او غیر متمدن یاستی او دا دی ستاسی یو عاقل او پوه مسلمان! یعنی حمزه یوسف ددی کار مخالف نه دی ( په حقیقت کی دا ډول ګومارنی یو ډول مرموز تبلیغ او د خپلو تیرو جفاراکانه او استعماری کړنو د برائت یوه هڅه ده) .
    بل عرض می دا دی چی ځینی کسان په غرب کی اوسی، کار کوی یا سوسیال خوری خو د غرب د کړنو ملاتړ نه کوی، دا مسئله فقط د انسانی عالی احساساتو په بستر کی د تعریف وړ ده نه د تحجر او بنیاد ګرائی د انګیزی په اتهام.
    الله سبحانه د مځکی کُره د ټولو انسانانو د ژوند او استوګنی لپاره خلق کړیده او هر انسان باید ددی کُری په هره برخه کی د اوسیدو حق ولری او د نورو اوسیدونکو انسانانو د ښو یا بدو کړنو په هکله د قضاوت حق ولری.
    مثلاً ” احمد یا محمود ” که دا حق لری چی د خپل وطن د جفاکارانو او جنایتکارانو جنګی او ملی ضد کړنی غندی نو دا حق او حتی مکلفیت هم باید ولری چی د هر چا ( هغه که د شرق حاکمان وی یا د غرب یا شمال یا جنوب) هغه کرغیړنی او استعماری کړنی هم وغندی کومی چی د مظلوم عام بشریت په وړاندی ئی تر سره کوی.
    ستړی می کړی ګران استاده چی را نه خپه نه سی.

    • قدرمند غلام حضرت صیب، ستاسې خبرې ډیرې په ځای او د درک وړ دي. زه در سره کاملا همنظره یم چې دغه یاد سیاستوال نابغې نه دي، ولې د وخت او سیاست مهم عناصر دي. زه یو وخت لندن ته د څو ورځو لپاره تللې ووم، ما هلته په هیټرو کې ولیدل چې له مسافرو سره د پیرنګیانو په نسبت، د هندیانو برخورد ډیر سخت او خواشینې کوونکی وو. ستا تبصره ستړې کوونکې نه، بلکې هیښوونکې ده. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب